دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پاکستان د صدراعظم د سپکاوي له امله د هرات زلزله...

طالبانو د پاکستان د صدراعظم د سپکاوي له امله د هرات زلزله ځپلو سره د دغه هېواد مرستې رد کړي

تاند:(شنبه، د میزان ۲۲مه) په افغانستان کې د طاللبانو د رژیم ځینو سرچینو ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د پاکستان مرستې د هغه څه له امله، چې دوی ته د پاکستان د موقت صدراعظم سپکاوی یې بللی، نه دي منل شوي.

سرچینې د پاکستاني صدراعظم انورالحق کاکړ هغې لیکنې ته اشاره کړې، چې پر خپلې اېکس پاڼې یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په اړه کړی و.

کاکړ لیکلي وو: [د طالبانو] حکومت د طبي ټیم، 50 خیمو او 500 کمبلو ځانګړې غوښتنه کړې ده. زما په لارښوونو د مرستې له سامانونو سره سره ټول غوښتل شوي توکي نن ماسپښین ور لېږل کیږي، وروسته به نورې مرستې هم ور لېږو”.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په 11مه پر ایکس د هغو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د مرستو ذکر کړی وو، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره کړې دي، خو د پاکستان یادونه یې نه وه کړې.

د طالبانو یوې سرچینې ډیوه راډیو ته ویلي: “داسې هیڅ کومه غوښتنه نه ده شوې او زموږ پر حکومت ملنډې وهل شوې دي”،

د پاکستان د موقت صدراعظم دغو څرګندونو ته په پراخه کچه افغانانو هم توند غبرګون ښودلی و.

دوی د طالبانو پر رژیم هم نیوکې کړې وې، چې ګواکې پاکستان سره یې مرموزې اړیکې تر دې حده افغانانو ته د سپکاوي او پرې د ملنډو سبب شوې دي.

7 COMMENTS

  1. دا ډېر يو سپک انسان دی. که وسه يې وشي، نو دی به زموږ وينې د اوبو په شان وڅښي.
    د دې سپک انسان مرسته دې ورکه شي.
    رحمان بابا :
    د منت دارو چې ومرم نه يې غواړم
    ما رحمان لره درمان د مسيحا
    له بده مرغه چې موږ په تېر جهادي او اوسني طالبي پير کې د د دوی پېژندنه ونه کړی شوه چې دا زموږ ناپوهي، بېځايه باور او له سياست او هم له خپل تاريخ سره نا اشنايي وه.
    ضياءالحق موږ ته داسې کړنلاره پرېښې چې ويلي يې وو:
    په افغانستان کې اوبه بايد د حرارت په يوه مناسبه درجه کې پرېښوول شي چې درد او سوخت يې او رغښت يې نه وي.”THE water,” General Zia-ul-Haq told his spymaster General Akhtar Malik in December 1979, “must boil at the right temperature.” Pakistan’s military ruler was referring to the need to calibrate carefully his covert services’ activities in Afghanistan: to refrain from pushing the Soviet Union to the point where it would …
    له بده مرغه چې زموږ ځينو جهادي مشرانو لا دا سړی تر اوسه لا سم درک کړی نه دی او په صفتونو يې نه مړيږي. ځکه چې په اوږه يې کښېنولی وو او تر اوسه يې لا هماغه نازولتوب په ذهن کې خطور کوي.

  2. بلی داسی پنجابی تربیه شوی بی غیرته تش په نام پښتانه شته چی د پنجابیانو خدمت باندی افتخار کوی د افغانانو کور همداسی دوه مخه کثیفو او خرڅ شوو پنجابیو پښتنو او ملی خائینو خرڅوونکیو ایرانی خراسانیانو خراب کړیدی !!!!!

  3. اوريدلي مې دى چې دابې غيرته ګل خان پنځلس کاله په برتانيه کې دافغان په حيث ژوندکړى دانمک حرام .کاشکي اوسنى حاکميت ددوي هرډول مرستي اومداخلي ردکړي

  4. دا یې یوه بیلګه دی، په زرهاوو نورداسې کارونه یی کړي، د مهاجرو په نوم به یې راشن کارتونه لرل، د مهاجرو په نوم مرستې هم ډیری داسې بی غیرتو اخیستي.

  5. طبیعي پېښې د الله تعالی له خوا واقع کیږي ، چې د انسانانو له قدرت او توان نه وتلي حادثې دي .
    افغانستان په تېرو نژدې پنځوسو کلونو کې د همدغه تورمخي پنجابي منافقینو او ګل خانانو له لاسه ښه ورځ نه ده لیدلې . له همدې امله افغانان متاسفانه داسې ناڅاپه حوادثو ته تیاری نه لري .
    په راتلونکي کې افغانان باید د طبیعي حوادثو په وخت کې جدي تیاری ولري ، ترڅو پنجاب ته احتیاج نشو.
    ط هم کله کله یو سم کار کوي . او دا یې سمه پرېکړه ده چې د ستایلو وړ ده .
    د پنجاب د 50 خېمو او 500 کمبلو په مقابل کې افغانانو په هېواد دننه او خارج کې په ډېره مینه د خپلو غمځپلو هراتیانو ناورین ته را دانګلي او هره ورځ تر خپلې وسې پورې مرستې او اعانې راټولوي . دوی ته د الله تعالی اجرونه او نور توان هم ورکړي ، چې له مجبورو او محتاجو هېوادوالو سره هر راز مرستو نه ډډه ونه کړي .
    ژوندي دې وي افغانان چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي .

  6. ANWAR UL HAQ KAKAR IS ONE SOLDOUT PUKHTOON.WHICH IS TRAINING BY BRITISH INTELLIGENT
    HE GET DEGREE BY NAME OF AFGHAN BUT HE WORKING FOR BRITISH INTELLIGENT.
    THIS WAY HE BECOME TEMPORARY PRIME MINISTER.
    IN MY IDEA IF AFGHANS COME IN TO AFGHANISTAN 100 TIME BETTER FROM PAKISTAN.
    THANK YOU

  7. ډیر نر کار یې کړئ افرین ۲ د سیهونیستي فاشیستانو په ضد مظاهرو ته راوتل 💐💐💐👍
    د منت دارو که مړ سم نه یې غواړم
    که اعلاج لره مي راسي مسیحا هم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب