دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهله تلوسې ډکه لوبه؛ هندوستان نن پاکستان سره کرکټ لوبه لري

له تلوسې ډکه لوبه؛ هندوستان نن پاکستان سره کرکټ لوبه لري

تاند:(شنبه، د میزان ۲۲مه) هندوستان، چې د کرکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام کوربه دی، نن به یې له خپل مخالف ګاونډي پاکستان سره د کرکټ له تلوسې ډکه لوبه وي.

دغه سیالي به د احمداباد ښار په نریندرمودي کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه پیل شي.

تر دې دمه د کرکټ د پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو په سیالیو کې یاد ملکونه ۷ ځل سره مخ شوي دي چې ټولې سیالۍ هندوستان ګټلي دي.

د هند او پاکستان لوبډلو هم تر دې دمه خپلې لومړنۍ دواړه سیالۍ ګټلي دي.

هندوستان د اسټرالیا او افغانستان لوبډلې ماتې کړي، پاکستان بیا نیدرلینډ او سریلانکا ته ماتې ورکړي دي.

د کرکټ په سیالیو کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې مهم رقیبان شمېرل کېږي او همدې رقابتونو یې په ټوله نړۍ کې د لوبو مینوال زیات کړي دي.

هندي رسنیو بیا وار له مخه په خپلو رپوټونو کې ویلي چې د هند او پاکستان د شنبې ورځې سیالي به یو وار بیا لوبغالي ته د مینوالو د ورتلو له امله ریکارډ جوړ کړي.

د احمداباد په لوبغالي کې تر ۱۳۲ زرو پورې ننداره چیان ځاييږي او اټکل کېږي چې دا ځل لوبغالی په بشپړ ډول ډک وي.

د ویلو ده، چې د هوا د اټکل ادارو بیا په دې سیالۍ کې د ورښت اټکل هم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب