تاند:( شنبه، د میزان ۲۲مه) افغان کډوالو ته د خبرداریو په دوام، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی، چې د غیر قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای وروسته به پاکستانی حکومت د هغوی د ویستو په برخه کې هیڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.
بګټي خبریالانو ته وویل، دغیر قانوني کډوالو د ویستو پالیسي یوازې د افغانانو لپاره نهده؛ بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای وروسته له پاکستان وویستل شي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان حکومت دا هم منلې چې په دې هېواد کې غیرقانوني کډوال اکثریت افغانان دي.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱،۷ میلیونه افغانانو ته چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو لپاره قانوني سند نهلري خبرداری ورکړی چې د دې مېاشتې تر پایه له پاکستان ووځي، ګنې دوی به یې جبرا وباسي.
له څو ورځو راهیسې د پاکستان د اسلام اباد د مارګلې په ګډون بېلابېلو سیمو کې د لسګونه افغان کدوالو د کورونو د ورانیدو او دغه راز د سلګونه کورنیو د په زوره شړلو خبرونه ورکړل شوي.
د طالبانو رژیم دا چلند غندلی او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللی.
یو شمېر نړیوالو سازمانونو ویلي، چې پاکستان له دا ډول چلند سره د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل کوي.
دا منافق هېواد په ښه ګاونډیتوب کله پوهیږي .
سعدی علیه رحمه دوی ته وایی:
بني آدم اعضای یکدیګر اند
که در آفرینش ز یک ګوهر اند
چو عضوې بدرد آورد روزګار
دیګر عضوها را نماند برقرار
توکز محنت دیګران بیغمی
نشاید که نامت دهد آدمي
سعدی علیه رحمه