جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ولس لیکوال / هیله پسرلی

د ولس لیکوال / هیله پسرلی

د افغانستان د معاصر داستان په سمندر کې د احمدي صاحب بېړۍ تر بل هر چا ډېره سورلۍ لري. د دې عالي دریځ پر علتونو که غور وکړو ممکن د افغان لوستونکو د ذوق نقشه ومومو.

هر لیکوال ځینې اصلي موضوعات لري چې بیا بیا پرې لیکل کوي. دغه موضوعات معمولا موږ ته دا وايي چې لیکوال خپل چاپېریال ته له کوم لیدلوري ګوري. ځېنې لیکوال د موضوع له پلوه ډېر متمرکز وي حتا محدود وي، ځینې نور بیا لکه خوشحال بابا بحر بللی شو

یوه ډله لیکوال دي چې د دوی د لیکوالي اصلي موضوع د انسان د تلپاتو سوالونو راسپړل وي. لکه، تنهايي، مرګ، عذاب، ډار، ښکلا، تقدیر، د ژوند مانا او داسې نور.

د نوبل د جایزې ګټونکی البرت کامو د مدیترانې دواړو خواوو ته واوسېد. هم یې د پاریس په هنرپالو کوڅو کې سترګې کچکول کړې او  هم یې د الجزایر له تاوده دوبي الهامونه واخیستل خو په هر حال کې یې د کیسو اصلي موضوع دا وه چې ایا ژوند په کولو ارزي؟

که خپل وطن ته راشو او د استاد مجروح مثال ورکړو، وینو چې د پېښور د مهاجرت د وخت په درپه دریو کې او د وطن د ژوند په ارامو کلونو کې، هر وخت د هغه ذهن او قلم له ځانځاني ښامار سره بوخت و. علت یې دا دی چې استاد دنیا او خپل چاپېریال ته د فلسفي پوښتنو له عینکو کتل او د ژوند د دایمي پوښتنو لپاره په ځوابونو پسې ګرځېده:

جهنم نه چېرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې

جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې

دا ډله لیکوال که په فرانسوي غوندې ژبې کې لیکل کوي،‌ لکه کامو، ممکن ډېر لوستونکي  پیدا کړيخو که په پښتو لیکل کوي له خاصو کړیو پرته یې  شاید نور په لنډ وخت کې لوستلو ته زړه ښه نکړي

البته ، په دې کې شک نشته چې د داسې  لیکوالو اغېز په اوږدې زمانې کې ممکن ډېر جوت او ژور وي. ایا د خیام شاعري تر زر کاله پخوا اوس ډېره نه لوستل کېږي؟ ایا د مفتون شاعري به په راروانو لسیزو کې تر اوس ډېره مطرح نه وي؟ 

د احمدي صاحب د اثارو اصلي موضوعات او د موضوعاتو په وړاندې د دوی دریځ ( د کیسې تېم)، موږ ته وايي چې د لیکوال ذهن له فلسفي سوالونو سره کم، د هره ورځ ژوند له سوالونو سره ډېر بوخت پاتې شوی دی

 یوه بله  ډله  لیکوال د خپلې زمانې د یوې خاصې سیاسي ایدیولوژي له عینکو دنیا ته ګوري. دوی شاید خوشبین لیکوال وبللای شو، یعنې دا باور یې پیدا کړی وي چې د ژوند او ټولنې د ګل و ګلزار کولو  کلیانې یې د ذهن په جېبونو کې دي.

که بیا هم د خپلو ادبیاتو مثال ورکړو، د افغانستان یو پخوانی ولسمشر، نور محمد تره کی به یاد کړو چې داستانونه یې د خپل وخت ښه آثار ګڼل کېږي. د هغه له داستانونو شاید هغو کسانو لا  زیات خوند اخیستی وي چې د ده غوندې یې سوسیالیزم د ژغورنې لاره تصور کوله.

یوه ډله نور لیکوال بیا لکه احمدي صاحب د ټولنې له رنګه د خپل قلم رنګ جوړوي. دوی د کوم کتاب له سترګو ټولنې ته نه ګوري، بلکې ټولنه هغسې ویني لکه ده چې. د دوی د لیکوالي محتوا ولسي موضوعات وي. د احمدي صاحب ناولونه که له ادبیاتو فارغه لوستونکې  لولي یا یې د پکتیا په یوه  لري کلي کې نالوستې کلیواله له راډیو اوري، یوې ته هم پردي نه ښکاري ، ځکه چې موضوع یې د ولس موضوع وي.

د افغانستان په معاصر داستان کې ښايي هیچا دومره ډېر د ولس د پټو او ښکاره ارزوګانو انځورګري نه وي کړې لکه احمدي صاحب. زموږ په ټولنه کې چې محدودیتونه ډېر دي، د ډېرو زړه کیږي چې د یوې کلیوالې مینې کیسه ولولي، یا له هغو رواجونو شکایت وکړيچې له لاسه یې زړه خولې ته راغلی خو بغاوت ترې نه شيکولی. د احمدي صاحب د ناولونو په کرونده کې د افغان لوستونکو د پټو او ښکاره ارزوګانو تخم ښندل شوی دی ځکه خو افغانانو ته خپل ښکاري.

احمدي صاحب د خپل ولس د ضرورتونو لیکوال و. بغدادي پیر، ښايي یوازینی معاصر داستاني اثر وي چې له سیاسي ادبي بحثونو رانیولې تر اجتماعي بانډارونو د ټولو د بحث په موضوع بدل شو.‌ یو علت یې دا و چې دې ناول د ټولنې یوې اړتیا ته ځواب وایه. یاد ناول، لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې چاپ شو. د ولسمشر غني د واکمنۍ په وخت کې اماني تفکر د ځوانانو په منځ  کې تر پخوا ډېر مطرح شوی و. د پرمختګ لېوالو ځوانانو ته اعلیحضرت امان الله خان د وطن د مترقي افکارو اتل ښکاریده. په دغه کلونو کې چې د خپلواکي د جشن په وخت به د ډېرو ځوانانو د پروفایل عکسونه د شاه امان الله او ملکه ثریا په عکسونو بدلیدل، دا اړتیا احساسیده چې یو څوک د اماني زمانې کیسه ولیکي، احمدي صاحب چې د خپل ولس نبض ته نږدې لیکوال و دا خلا ډکه کړه او وروسته مو بیا د سر په سترګو ولیدل چې بغدادي پیر د اماني مکتب په مطرح کېدو کې مهمه ونډه واخیسته.

د احمدي صاحب غیرداستاني اثارو ته هم که وګورو لویه برخه یې د ټولنې دې اړتیا ته ځواب دی چې په خپل ځان او وطن باور پکار دیدوی د څو لویو شخصیتونو د ژوند کیسې په خپل انځورېز روان نثر کې راته کړې دي. (ابوریحان بیروني،‌ موسی شفیق، میوندوال، باچا خان، کاتب هزاره..)

 احمدي صاحب موږ ته د افغانستان د اکثریت کیسه کوي. دوی په خپلو اثارو کې د کلي کیسې کوي، پرته له دې چې کلیشه یا مصنوعي احساس شي. دی لکه د ډېرو افغانانو د کليبچی و، په کلي کې رالوی شو، د دوی کورنۍ په کلي کې وه نو د کليتصویر د دوی زړه او حافظې ته نږدې انځور و. که څه هم اکثره افغان لیکوالان کلیواله ریښه یا تجربه لري خو لا هم زموږ په داستان کې د عام کلیوالي لیدلوري خلا احساسیږي. احمدي صاحب ښايی له محدودو کیسه لیکوالو و چې د دې تشې په ډکولو کې کامیاب و

احمدي صاحب له خپلو لوستونکو سره خواخوږي درلودهد هغه سبکي خصوصیاتو ته که پام وکړو اکثره یې د افغان لوستونکو په طبعه برابر دي. دلته به یې څو مثاله راواخلم:

۱. د دوی ناولونه لنډ دي. زموږ د ټولنې اقتصاد او د لوست د کلتور پیکه والي ته په پام سره لوستونکي لنډو ناولونو ته ممکن تر اوږدو هغوپه اساني تیار شي.

۲. د احمدي صاحب نثر، د پښتو په معاصر ادب کې د کامیاب داستاني نثر یو عالي مثال دی. د دوی نثر نه کتابي دی چې مصنوعي ښکاره شي او نه دومره ولسي دی چې د بلې سیمې لوستونکو ته بوج شي. د احمدي صاحب نثر د ولسي او کتابي نثر یو ایډیاله ګډوله ده. جالبه دا ده چې دوی د لیکوالۍ له پیله لا د خوږ نثر اهمیت ته متوجه ول. احمدي صاحب د خپل دویم کتاب په سریزه کې  چې د هغه  د لنډو کیسو دوهمه ټولګه ده، وايي: “..په دې کتاب ( مینه) کې مې تر خپله وسه د لوستونکو وړاندیزونه ځای کړي، هڅه مې کړې چې د ځايي او سیمه ایزو اصطلاحاتو له کارونې څخه ډډه وکړم، داسې تورې او کلمات ومومم چې ګرانو لوستونکو ته د پوهاوې وړ وي..”

۳. د احمدي صاحب ناولونه پیاوړې تلوسه لري خو پیچلی پلاټ نه لري ځکه خو د دوی ناولونه  په یوه ناسته، په یوه ساه، بې تکلیفه لوستل کیږي. د مثال لپاره بهنازوناول یاد کړم، “نازوپیاوړې تلوسه لري خو مصنوعي تلوسه نه لري، لیکوال کیسه په زوره نه اوږدوي

۴. د احمدي صاحب په ناولونو کې د ناول سرعت، یا د پېښو د بیان سرعت معمولا له پیله تر پایه یو ډول وي. د دوی په ناولونو کې معمولا داسې برخه نه وي چې لوستونک‍‍‍‍‍و ته بې ځایه اوږده ښکاره شي،  زړه یې ورته تنګ شي، هیڅ یې و نه لولي، یا یې سرسري ولولي. دغه راز داسې برخه هم نلري چې ډېر څه پکې ژر ژر بیان شي او لوستونکی  یې په درک کې د ډېر دقت ضرورت احساس کړي.  

 ۵. په داسې یو هیواد کې چې په خپلهژبه فلم او درامه نشته یا د نشت برابر ده،  د ناول لوستونکي ممکن متحرکو تصویرونو ته لا زیاته تنده ولري . د احمدي صاحب د انځورونو د کامیابي یو علت دا دی چې کرکټر معمولا  له حرکاتو سره معرفي کوي او په دې ډول د کرکټر انځور  د فلم متحرک حالت پیدا کوي .د مثال لپاره به د زرو ناول یاد کړم. د دغه ناول په دوهمه برخه کې لیکوال موږ ته د یوه مرکزي کریکټر له خولې  د زرو په هکله بیخي ډېر مالومات راکوي خو نه بوج کېږي ځکه حرکت او مالومات سره  ګډ دي.

 احمدي صاحب له محدودو افغان کیسه لیکوالو و چې دا یې و نه ویل چې په دې ټولنه  کې نو کله څوک کتاب لولي؟ دوی ټولنه په لوست راوسته

احمدي صاحب کیسه لیکوالو ته دغه دوه  مهم درسونه هم په میراث پرې ایښی دی؛ یو دا چې  که له خپلو لوستونکو سره خواخوږي ولرو، په دوی فکر وکړو، د دوی په ارزوګانو، ارمانونو، ذوقونو، غوښتنو، اړتیاوو غور وکړو، په همدغه خوار وطن کې هم داستانونه ډېر مخاطبین موندلی او ډېر فکرونه بدلوی شي. بل دا چې، که کیسه لیکوال په کم وخت کې ډېر مخاطبین غواړي نو په داستاني تخنیکونو باید ځان خبر او د خپلو لوستونکو له ذوق او سویې سره یې برابر کړي

د احمدي صاحب ناولونه که په فلمونو او تلویزوني ډرامو بدل شي زه مطمینه یم چې د وطني سینما په عامېدو کې به ډېر موثر تمام شي. که د ادبیاتو د پوهنځیو شاګردان د احمدي صاحب د ناولونو پر بنسټ سناریو ګانې ولیکي دوه ګټې به مو کړې وي. یو خو به مو په داستاني ادب کې د سناریو لیکلو بحث په عملي بڼه مطرح کړی وي‌. دوهم دا چې، د هغې سینما لپاره چې په نشت کې حساب ده خام مواد تیار کړې وي

 احمدي صاحب د افغان داستان روح ښاده کړه د دوی روح دې ښاده وي.

جون، ۲۰۲۳

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه به د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپرېږي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب