پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونههلمند: د ۲ تښتول شویو ماشومانو جسدونه موندل شوي

هلمند: د ۲ تښتول شویو ماشومانو جسدونه موندل شوي

تاند: ( دو شنبه، د سرطان ۱۹) ‏‏‏‏د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د دوو تښتول شویو ماشومانو جسدونه موندل شوي دي.

ځايي طالب چارواکو ويلي، چې دغه ماشومان درې ورځي وړاندي تښتول شوي وو.

د دوی په وینا، تښتونکو د دغو ماشومانو له کورنيو څخه د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د د درې میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د پیښي په تړاوو دوه کسان نیول شوي دي.

ځایي اوسیدونکو رسنيو ته ويلي، چې تښتونکو ماشومان په بې رحمۍ سره وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې غورځولي وو.

پرون په کندهار ولایت کې د يوه سپين ږيري جسد موندل شوی و، چې نیمايي حیواناتو خوړلی و.

د فقر او اقتصادي ناورين شدت په وروستيو کې د داسې پېښو د زیاتېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي، خو طالب چارواکي پر دغه ناورين منکر دي او ادعا کوي، چې د اقتصادي ناورين په اړه بهرنيان بې ځايه تب

لیغات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب