پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهشاه محمود میاخېل د سولې او ولسواکۍ نهضت مشر وټاکل شو

شاه محمود میاخېل د سولې او ولسواکۍ نهضت مشر وټاکل شو

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه)   د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نھضت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه نهضت شاه محمود میاخېل د خپل نوي دوره یي مشر په توګه ټاکلی دی.

 د اعلامیې له مخې، په دغه نهضت کې افغان ملت ګوند، جمهوري غوښتونکی خوځښت، ملي مترقي ګوند، ملي کانګریس ګوند او له هېواده بهر د وطن ګوند تشکیلات برخه لري او د دغو پينځو سیاسي حرکتونو ایتلاف دی.

یاد شوی نهضت ۶ میاشتې مخکې جوړ شوی و، چې انجینر عنایت الله اسحاق زی یې لومړنی دوره یي مشر و.

 د نهضت په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی په افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت د ولسواکۍ په اساس غواړي، څو د ټولو افغانانو فردي، ټولنیز او سیاسي حقوق د قانون په چوکاټ کې خوندي وي.

دغه نهضت ځان د افغانستان د حاکمې ډلې پر وړاندې غیر مسلح سیاسي اپوزیسیون بولي او زیاتوي، چې جګړه، د قدرت انحصار او د نفې سیاست په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې.

 نهضت پر حاکمې ډلې، ټولو افغاني سیاسي جریانونو او شخصیتونو غږ کړی، چې خپل شخصي، سلیقوي، حزبي، تنظیمي، سمتي او مذهبي اختلافات شاته واچوي او د یوه معنی داره بین الافغاني ډیالوګ لپاره سره په شریکه کار وکړي.

2 COMMENTS

  1. دغه سپیره چې د اشرفي لیوني دي کابینې غړي شو نو په خپل ورتګ یې اشرفو لیوني تر غرونو او کنډونو ور واړولو. اوس دي الله ج د دغه نهضت عاقبت ته خیر وکړي. له یوې خوا په جوړښت اوایتلاف کې سلاته او له بلې خوا تاویزګر میا خیلي یې مشر؟

  2. د خپلو مشرانو توهین به نه کوو، هغوی چې په قزاق ، بېسواده ، لواطت کارو، خردوانو سره راټولیږي ، تاسو هم دا شعور پیدا کړئ . که میاخېل د دې وړ نه وي ، یو بل څوک چې د مشرتوب وړتیا او قدرت ولري ، ولټوئ.
    د ولس ، هېواد او خاورې د یوالي لپاره افغانان باید ټول قرباني ورکړي . دا قرباني ضرور نه ده چې وسلوال مقاومت وي . اوس د ټولنیزو رسنیو او تکنالوژی عصر دی . د ټولو اختلافاتو د پرېښودو په صورت کې یو ملي تفاهم ته زمینه برابره شي چې د خبرو ، مذاکرو په نتیجه کې د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره یو مضبوط او غښتلی افغانستان باید جوړ او له سیالانو سره سیال کړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب