یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهشېخ حقاني: د کانکور اختصاصي ازموینه مو وځنډوله

شېخ حقاني: د کانکور اختصاصي ازموینه مو وځنډوله

تاند: (دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه) د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم رئیس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، له سږکال وروسته به له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د کانکور ازموینه له عمومي بڼې څخه اختصاصي ته بدله شي او له زده کوونکو څخه به یوازې په ټولنیزو، ساینسي او طبي علومو کې ازموینه اخیستل کېږي.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو، چې د کانکور ازموینه به تر دې وروسته اختصاصي وي، خو تازه د ازموینو ملي ادارې ویلي چې دغه چاره به راتلونکی کال له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.

سرچینه زیاتوي چې سږ کال به د کانکور ازموینه عمومي وي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته به د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینه هم د دوی له لوري په اختصاصي بڼه اخیستل کېږي.

ټاکل شوې چې د کانکور ازموینه د روانې میاشتې پر ۲۹مه نېټه پیل شي او په پنځو دورو کې به واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خصوصي پوهنتونونو پر کړنو لا له وړاندې ډېرې نیوکې موجودې وې او پرې د نظارت د زیاتیدو غوښتنه کیده.

د تحصیلي چارو یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې دغه نظارت باید د مسلکي کسانو له لوري وشي.

د دوی په باور، دې ته په کتو سره، چې طالبانو ټولې چارې ملایانو ته سپارلي، له داسې نظارت څخه د چارو د لا خرابیدو اندیښنه موجوده ده، ځکه ملایان تحصیلي موسسو سره هم د مدرسو په شان چلند کوي او د چارو په اړه یې نه پوهیږي.

1 COMMENT

  1. ملا خرکُس او پر پوهنتونو نظارت، ملایان دی پر مدرسو نظارت وکړی چی کوم مفتی عزیزالرحمن پکی پیدا نشی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب