نصیر احمد احمدي په پښتو نثر او داستاني ادب کې پیاوړی او ځلانده نوم دی، د پښتو ژبې د معاصرې دورې دغه لویې هستۍ ولې په دومره لنډه موده کې د ادب د مینوالو په زړه کې ځای وموند او د کتابونو او ناولونو بازار یې ولې دومره تود و؟
ایا د نصیراحمد احمدي شخصیت او لیکوالي سره ورته و که بیل بیل یې موندلای شو؟
زه د نصیراحمد احمدي د شاګردې او همکارې په توګه غواړم دلته د ده د ژوند شخصیت او لیکوالۍ په اړه ځينې خبرې ولیکم چې ما یې په شخصیت کې لیدلي او یا مې د ده له خولې اورېدلې خبرې دي. په پيل کې د دې ځلانده ستوري په هغه رڼایی خبرې کوم چې کله یې هم دا رڼايي له چا په پور نه وه اخیستې بلکې د پښتو ادب دغه ځلانده ستوري په ډېر کم عمر کې داسې رڼایی وپنځولې چې تل به بلېږي او روښنایی به خپروي. نه یې له چا تقلید و کړ او نه يې هم د نورو په پيښو کولو وخت ضایع کړ. د خپل ولس په منځ کې اوسېدلی هره تجربه او هره کړنه یې د ولس او خپلو خلکو له پاره لیکلې ده.
د احمدي صاحب تر مړینې وروسته د ده د کورنۍ ډېره لویه اندېښنه او غوښتنه دا وه چې د احمدي صاحب اثار دې چاپ شي هغه شپه په امیري روغتون کې د احمدي صاحب یو شمېر دوستان خواخوږي فرهنګیان او همکارن راغلي و چې یو هم غضنفر صاحب و. ده د احمدي صاحب د ورور د غوښتنې په ځواب کې وویل، نه دا غوښتنه او اندېښنه به تاسې نه کوئ، احمدي صاحب خپل کار کړی دی هغه د خپلو اثارو او پنځونو له پاره دومره کار کړی چې موږ به نه یو او نه به مو څوک پېژني خو د نصیر احمد احمدي نوم به ژوندی وي او نسلونه نسلونه به یې یاد ساتي. دا خبره به د هرې ورځې په تېرېدو سره ثابتېږي چې څومره په ولس او د ادب په مینواله محبوب شخصیت و. خو زه یې د همکارې او دوستې په صفت په یقین سره ویلای شم چې نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې جادوګر او ځلانده ستوری دی.
د نصیر احمد احمدي د ناولونو د یوې لوستوالې په توګه مې احمدي صاحب د زرو ناول له لوستو وروسته وپېژندو د احمدي صاحب نوم مې څو څو ځله د کتاب له پوښتۍ ولوست او له ځان سره مې تکراروه زه هغه وخت محصله وم د دې ناول ترلوستو وروسته مې هڅه دا وه چې نور ناولونه یې پیدا کړم او ویې لولم د کتابتون ادرس به ډېرو ټولګیوالو راکوو خو د کتاب د اخیستو هومره پیسې راسره نه بودېدې یوه ورځ د قلم ټولنې غونډې ته بلنه راغلې وه له نورو نجونو سره زه هم ملګرې شوم د خدای بښلي شپون صاحب نمانځغونډه وه په لومړي ځل مې احمدي صاحب هلته ولیدو څومره مې چې لېوالتیا وه دومره ښه راباندې ونه لګېده.
نصیر احمد احمدي یو مغرور انسان په نظر راغی زړه مې ونه غوښتل ورشم او له نږدې ورسره خبرې وکړم. زما زړه د لیکوال له شخصیت هسک شو، او دا مې له پخوا له ځان سره منلې وه چې هر لیکوال د خپلو پنځونو سره ورته والی نه لري د دوی او لیکوالۍ یې خوارا لوی واټن تر منځ پروت وي. دا مې له څو نورو لیکوالو هم تجربه کړې وه، د نصیر احمد احمدي په څېره هم هغسې غرور ښکارېده خو بیا مې هم په زړه کې ویل هرڅوک دې داسې هنر ولري کاشکې ماهم ورنه یو څه زده کړي وی خو دا ناممکنه برېښېده.
څه وخت تېر شوی و په شېبه رادیو کې مې ادبي خپرونه چلوله. له احمدي صاحب سره مې وخت واخیست دفتر ته یې ورغلم، په ورین تندي یې مرکه راسره وکړه. تر دې وروسته زما تصویرد ده په اړه بیخي بدل شو. څه موده وروسته مې د احمدي صاحب په دفتر کې دنده واخیسته احمدي صاحب زما د خپرونو ایډېټر و په یو دوه کلونو کې یې دومره څه را زده کړل چې کیدای شوی ما په یو عمر کې نه وی زده کړي.
د احمدي صاحب د شعبې ور به تل پرانیستی و هرهمکار به د خپرونو مشورې ورسره کولې ما هېڅکله ونه لیدل چې د ده تندی به تریو شوی وي. احمدي صاحب ډېر اجتماعي نه و دا یې څو څو ځله خپله هم ویلي خو هر کله به چې کومې غونډې ته تلم نو باید مې له ده د تلو اجازه اخیستې وی. نه یې نه راته ویل خو دا خبره به یې راته کوله چې کار دې خلاص کړه بیا لاړه شه. هغه د ادب له هرې غونډې اوهرې مسلې سره مینه درلوده. تر څو غونډو وروسته یې یوه ورځ په خندا راته وویل؛ مینا نظري خیر دی یوه ورځ ما هم غونډې ته درسره بوځه. د دې خبرې اورېدو یې حیرانه شوم خو ده به کله نا کله دغسې خبرې په شوخۍ هم راته کولې ما ورغبرګه کړه اوهووو دا مغرور لیکوال چېرې دې غریبانه غونډو ته ورځي. ته خو د یوې غونډې راته ووایه بیا وګوره له دې خبرې څه وخت وروسته د شفیقه خپلواک دماشومانو د هغو چاپ شوو کتابونو مخکتنه وه چې د علومو اکاډمۍ په تالار کې جوړه شوې وه. احمدي صاحب ته مې وویل ویې خندل. خپله وعده مې په یاد ده سمه ده ځو به.
تر دې وروسته به احمدي صاحب یو یونیمې غونډې ته تلو او په غونډه کې به یې له ډېرو ګډونوالو سره وخت په روغبړ تېر شو. د ادب ډېری مینوال او د احمدي صاحب د ناولونو او لیکنو تږي به ترې را چارپېر شول. یو دوه غونډو ته په تلو مې له احمدي صاحب زده کړل چې دا وکړي او ولس په مینه پوه او د کار په ارزښت خبر دي. احمدي صاحب به د ګتو په شمار خلکو به شخصي پېژانده خو د ډېرو بیا د داستانونو او کیسو یار و هغه یې د داستان له خوږو پېژانده. احمدي صاحب داسې شخصیت و چې موږ یې په پښتو ادب کې بدیل نشو موندلی.هغه مغروره څېره چې ما تصور کړې وه ډېره مهربانه او ډېر د سترو اخلاقو بیلګه مې ومونده. کله ناکله به مو زنګ ورته وهو د دفتر کارونو او په کیسو کې به مې ترې مرسته وغوښته خو ځواب به یې وځنډېده بیا به مې ورته ویل؛
ـ احمدي صاحب ناول خودې هم نه دی چاپ شوی بیا ولې دومره مغرور شوی یې. احمدی صاحب به خندل او رنګ به یې سور شو
ـ نه داسې خبره نه ده نصیر خوارکی نو چاته ورپه یاد دی.
د احمدي صاحب د ناولونو ژبه هر لوستوال ته مالومه ده او په دې باندې د ده د هر مینه وال سر خلاص دی، احمدي صاحب د کیسې ژبې ته ډېر پام کوو د جملو طبیعي جوړښت ته یې ارزښت ورکوو. ده به تل داسې ژبه خوښوله چې په ذهن کې ورسره تخیل وزېږي
ـ ابۍ راباندې ګرانه وه
بصیر وویل:
پر ابۍ هم ګرانه وې، د ژوند خوند همدا دی، په نورو ګران و اوسه او نور درباندې ګران که.
دا لنډې جملې د احمدي صاحب د ټال ناول یوه برخه ده. په دې کې د احمدي صاحب د هنر خوږه ژبه لنډې او له احساس ډکې کلیمې لیدلای شو. زما د کیسو ژبه به یې هر وخت دومره خوږه ایډيټ کوله چې ماته به یې د خپل قلم او وچې ژبې توپير په خپلو هنري جملو ثابت کړ. زما د کیسو له موضوع سره ډېره ستره ستونزه وه خو ده به په خورا اسانۍ موضوع پیدا کوله او په ډېره عالي انداز یې تصویري کوله.
احمدي صاحب هرې مشورې په پيل کې راته ویل چې هر وخت دې له کوچنۍ موضوع لیکل پیل کړل ته بریالۍ کېږې . ده به ویل چې هنر په سترو موضوعګانو کې نشته بلکې وړې ستونزې را واخله او د نوې زاویې ورته ځیر شه. احمدي صاحب د کلي ژوند او کړه وړه خوښول خو له تعلیم سره یې بې کچې مینه وه. احمدي صاحب د خپلو لورګانو تر څنګ خپلو ورېرو او نورو نږدې خپلوانو ته د درس او زده کړو زمینه برابروله هغوی یې له کلي راوستې او په کابل کې یې په خپل کوچني کور کې ځای ورکوو.
د خپلو داستانونو په شان له مینې او عاطفې ډک و ډېره مطالعه یې نه خوښوله کتابونه یې نه لوستل خو کله هم چې نوی کتاب چاپ شوی دی تر بل هر چا لومړۍ خبرېدو او بیا یې له موږ سره هم شریکوو هسې به په خوله ویل چې له کتاب لوستو سره مې زړه تنګېږي خو دا خبره ما هېڅکله هم ورسره ونه منله. خو له فلمونو سره یې بیا علاقه زیاته وه. ده به ویل چې په داستانونو کې څنګه تلوسه ساتلای شو ده به د یوه فلم کیسه تل راته تکراروله چې څنګه یې دغه فلم تر وروستۍ شېبې کتلی.
احمدي صاحب خپل مسلک کې دومره مخلص و چې هره تجربه یې له مینوالو او همکارانو سره شریکوله. ده په لیکوالی کې د زار خبره نه درلوده ده به هره تجربه چې د کیسې په جوړښت او هنریت کې ګټوره تمامېده له نورو سره شریکوله.
د احمدي صاحب د اثارو په پوښتیو تل انځوروونه لیدل شوي دا انځورونه د ده خپل هنر دی چې په پوښتۍ یې هم خپل تخیل انځور کړی دی. د احمدي صاحب یوه خبره مې تل په یاد راځي، شعبې ته یې ورغلم د زرو ناول مې را پورته کړ ورته ومې ویل احمدي صاحب د دې ناول انځور دې ډېر فلسفي نه دی ایستلی. ده د کمپیوټر له څنګه سر را ښکاره کړ ویې خندل څنګه.
ـ ډېر عجیب دی د وچې ونې ښاخونه او د زرو ارمانجنې سترګې …
ـ بس بس دومره هم ښه نه ده لکه ته یې چې راته تشریح کوې
ومې خندل؛ نه احمدي صاحب جدي وایم ډېر ښایسته تصویر دی
احمدی صاحب ته به مې چې کله هم احمدي صاحب ویل ده به په خندا راته ویل اورم نظري صاحب په دې ورځ یې هم راته ویل
ـ مننه نظري صاحب خو دې کې یو راز دی چې تاته به یې ووایم
حیرانه شوم څه به وي را غبرګه یې کړه
د دې انځور شونډې رانه خرابې شوې بیا مې دا د ونې په ښاخونو پټه کړه او دا شی ورنه جوړ شول.
احمدي صاحب په هره تېروتنه کې هم یو هنر زېږوو او له خوند او رنګ به یې ډک کړی و. احمدي صاحب د ټولنې له هرې ناوخوالې سره د یوه لیکوال له زاویې برخورد کوو. ده به له ستونزې شکایت نه کوو بلکې په حل یې فکر کوو. نه یوازې دا چې په دې یې فکر کوو چې څنګه حلوي بلکې پر دې به یې هم فکر کوو چې ټولنې ته څنګه فکر ورکړي او څنګه یې بنسټيزه حل راوباسي.
د نصیر احمد احمدي په لیکنو کې ډېر کله د ښځو ژوند او نادودو ته پام کړی احمدي صاحب د ګاونډي لور ته خپلواکي او تعلیم نه غوښته هغه د خپل کور نه پیل کړی و هغه د ګاونډي د لور داسې صفت نه کوو چې ګواکي لور یې زړه وره ده په بایسکل ځي او له دوکانه سودا را اخلي بلکې ده د خپلې لور ارزو کیسې راته کولې چې څومره هوښیاره او زړوره ده، کومه کیسه چې نصیراحمد احمدی رڼا ناول کې کوي هغه په رښتوني ژوند کې موږ هره یوه تجربه کړې. له بهره راغلې ډاکترې ته سر ټيټوو او هغه ستایو خو د خپلې خور لور لپاره مو دروازو ته ځنځيرونه اچولي دي.
احمدي صاحب ګڼې اقتصادي ستونزې هم درلودې خو ده به دا ستونزې د خپل هنر او مسلک سره نه ګډولې، بلکې په ډېر اخلاص یې لکیوالۍ ته ادامه ورکوله. ټال ناول چاپ ته چمتو کړی و ډېرو دوستانو ترې هیله کړې وه چې دا ناول د دوی مطبېعې ته د چاپ له پاره ورکړي خو احمدي صاحب پکې زړه نا زړه و زنګ یې راته وکړ چې یو ځل ورشم کله چې ورغلم ویل چې دا ناول ولوله او بیا راته ووایه چې څنګه دی. ناول مې ولوست ډېر خوندور و. ترې ومې پوښتل کله یې چاپ ته ورکوې. تکیه یې وکړه؛
ـ نه پوهېږم چاته یې ورکړم ډېری دوستان او ملګري شته چې په لوړ قیمت یې راته چاپوي او زه پيسو ته ضرورت هم لرم خو بیا هم دا کار نشم کولای.
ـ دې کې د حیرانۍ خبره څه ده خو ښه خبره ده هغه ته یې ورکړه چې ډېرې پیسې درکوي ده سر وخوځوو زیاته یې کړه؛
ـ نه کېږی هغه وخت چې ما لیکنې نوې چاپېدې ډېرو راته ځواب راکړی و نه یې چاپولې یوازې مومند خپرندویه ټولنه وه چې هو یې راته وویل او زما لومړني اثار یې راته چاپ کړل. اوس یې هم هغوی ته ورکوم ځکه چې دوی په سخته ورځ راباندې باور کړی .
احمدی صاحب احسان منونکی او د لوی زړه څېښتن و. د همکارونو سره خوارا صمیمي او ملګری انسان و. تل یې هر یو په خپل انداز هڅولی. د هر همکار پوښتنو ته یې په مینه ځواب ویلی یادېږي مې چې ترې ومې پوښتل ته د ناول لیکلو مخکې کوم شیان لیکې وې ویل خاکه یې لیکم خو بیا یې وخندل ډېر څه سملاسي لیکم کله یې هم چې مخکې تر مخکې ولیکم بیا راته بې خونده ښکاره شي. احمدي صاحب د خپلو لینکو له پاره مخکې له مخکې هغه څه نه برابرول لکه د ناول په اوصولو کې چې یې موږ لولو. د تیورۍ له مخې دی هغسې لیکوال نه و چې ټول خام مواد یې مخې ته ایښی وی او بیا یې په ترتیب ورباندې کار کړی وی. ده به تل دا خبره کوه چې یوازې موضوع په پیل کې مهمه ده چې باید پرې فکر وشي وروسته بیا نورې برخې خپله لیکل کېږي. ده به تل خپل داستانونه په یوایتوب کې لیکل کم یې په مجلسونو او غونډو کې ګډون کوو ډېر وخت یې خپلو لیکنو او د دفتر کارونو ته ورکوو. له احمدي صاحب سره مو څو ځله تصمیم ونیوو چې د ژورنالیزم په برخه کې درس ووايي خو اقتصادي ستونزو او د وخت د کمۍ له امله یې دا ارمان پوره نشو او تل به یې ویل چې د انګلیسې ژبې کورسونه به لولم خو د ځوارنیمرګ احمدي صاحب دغه هیله هم نیمګړې پاتې شوه.
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه به د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپرېږي.
زما یې ټول ناولونه ډیر خوښ دی ځینی می لوستلی دی کوشش کوم چی ټول ولولم. الله ج دورته جنت الفردوس نصیب کړی.