کله چې د کابل_ کندهار پر لویه لار سفر کوم؛ په دې نسبتاً اوږده مزل کې د وطن د زړه راښکونکي تاریخي جغرافیې سیمه ییز ځمکني_تاریخي یادونه، څېرې او خاطرې د خیال او تفکر په دنیا کې راسره جوخت خوځېږي او غځېږي، د دې وطن د تاریخ؛ ژبه راته خورا خوږمني، ویاړمني او دردمني متنوع کیسې او افسانې بیانوي، خوښوي مي، ژړوي مي او دردوي مي، او د دې پتمني خاوري د ویاړمن او نوستالژیک انځور خواږه او ترخه راسره شریکوي.
کله چې په دې لړ کې د تاریخي غزني پر پتمنه او ارزښتمنه خاوره قدم ږدم، نو د دې سیمي او ښار د تاریخي لرغونتوب او شخصیتي آستانه توب دروند عظمت محسوسوم، دلته د تاریخي حادیثو، سیاسي او نظامي دورو ترڅنګ؛ د یو لوی متمدن او فرهنګي پېر روحیه ورکوونکې تاریخي تجربه بیا؛ بیاتلقینوم، او د دې خاوري د لویو ملي او نړیوالو متبحرو پوهانو، عالمانو، ادیبانو او لیکوالانو د منور معنوي وجود؛ ځلا او رڼا تجربه کوم.
هو؛ عروس البلاد؛ د پېړیو پېړیو تاریخي روایتونه او رښتیني حکایتونه د خپل هنرپروره قلمي_ادبي اصالت سره جوخت راته غږوي، ورکاږي مي او د زمانو هیوادنۍ کیسې او حماسې راته تشریح کوي.
له نېکه مرغه د ګران وطن هره ډ ډه خپل تاریخي_فرهنګي خوږلت او کشش لري او داسي ښکلي زمینې او ملي آستانې خورا زیاتي لري چې د یو دقیق فکري سفر په لړ کې مونږ ته د وطنپرستی او ملي باوری غوره درس او درک راکړي.
زه؛ غواړم په دې لنډه لیکنه کې زمونږ د رواني پېړۍ د داستاني ادبیاتو د یو ستر خو نامراد لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي د ناولنګاری او نوښتګری په اړه خپل لنډ تلقینات له تاسو قدرمنو دوستانو سره شریک کړم، څلورکاله وړاندي په دې ورځو او شپو کې د نړیوالي وژونکي وبا (کرونا) په اوج کې زه داسي غمځپلی او په زړه داغلی وم چې د زړه په ژورو کې مي د غم او درد سخت درد او دوک خوړلی و، پلارجان مي لس ورځي مخکې د همدې مرګوني رنځ په سبب له لاسه ورکړی و، او کله چې به مي د ټولنیزو رسنیو پاڼي کتلې نو کابو د ټولو دوستانو له فسبوکي پاڼو نه د هیواد د ملي غمیزي ویرجني انګازې راجګېدې؛ په همدې تسلسل کې مي څو ورځي وروسته په ډېر سخت ټکان ورکوونکي حالت کې د وطن د داستاني ادب د لوی او ځوان نوم ارواښاد نصیراحمد احمدي د آرمانجني مړیني خبر تر سترګو سو؛ بس هغه د غم له پاسه د غم کیسه په خپل ټول شدت مخ پر وړاندي خوځېده او زمونږ د ملي غم دردونکې څپه لاپسې خورېده.
ارواښاد احمدي مي یو ځل په رادیويي خپرونه کې د تلیفون پر کرښه د استاد شپون د وفات په مناسبت را مېلمه کړی و، همدا شان د استاد غضنفر د رادیويي ادبي مجلې په سلسله داره څېړنیزو کیسه محوره بحثونو کې مي تل په مینه اورېدلی و، غږ، تحلیل، منطق او غزنیواله ښکلې لهجه يې نه تکراریدونکې او بې جوړې وه، تر دې ورهاخوا؛ د مرحوم احمدي د حساب وړکیسه ییز_ داستاني تخلیق خپل ځای او ملي مقام لري، مخکي مي یادونه وکړه؛ د احمدي صاحب روزونکي او زده کړيزي رادیويي مرکې لااوس هم مونږ ته د زده کړي نوي فرصتونه او غوره درسونه لري، ښاغلی احمدي په دې مرکو کې داسي د زړه له کومي ځوانو کیسه لیکوالو ته مهمي ښوونیزي او زده کړیزي سپارښتني او لارښووني لري چې ته به وايي یو مهربانه مجرب او متبحر استاد په پوهنتون کې خپلو زده کوونکو اوزده کړیالانوته تیوریکي او عملي درس وړاندي کوي، د ارواښاد احمدي نوښتګرې کیسه ییزي تجربې په ټول خلوص او پېرزویني د دې لاري له لیوالو او مینه والو سره ګډې دي، ارواښاد احمدي شعوراً غوښتل چې د وطن د داستاني ادب په نوي بهیر کې یو نوی فصل او هنري_تخنیکي نوښت رامنځ ته کړي، او د خپل نسبتاً زیات تخلیق تر څنګ دا لاره او دا چاره په یو نوې بڼه د ملي او بین المللي موجود ادبي کچ تر پوړیو ورسوي.
د ښاغلي احمدي د هڅو او هاند خوږلت او جذابیت د هغه په رښتیني او طبیعي کیسه ییز نثر کې خپل مثبت تبحرپه هره کرښه او پاراګراف کې په بیا؛ بیا وړاندي کوي، او د هر لوستونکي د اخذ او تلقین پر بنا خپل پيغامونه او مهم باریک مفهومونه وړاندي کوي.
زه؛ فکر کوم چې د ارواښاد احمدي د هر داستاني اثر مضمون او محتوا، شکلي جوړښت او د زاویو نوښت د مونوګرافونو، تیزسونو او ډ زرتیشنونو بابونه او بحثونه لري، چې تمه ده د زمانې په تېرېدو به دا چاره په اړینه او مناسبه توګه ترسره کېږي.
د ارواښاد احمدي ځوانیمرګ روح ته په دعا ددې غوره او نوښتګر داستاني سبک د لاغوړېدا او خورېدا هیله کوم.
د څومره هیلو او آرمان ځوانیمرګ
په احمدي مو سو داستان ځوانیمرګ
غزنیه! خیر دی بیا دي لطف وکوه!
ستا پېرزو کړﺉ؛ ارمغان ځوانیمرګ.
په دعااودرناوي
همت عمرزوی
فراه، افغانستان، خپل پلرنی کلی؛ رنج
د ارواښاد نصیراحمد احمدي د څلورم تلین په یاد او درناوي.