پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په پیل کې د امپرسیونیزم د مکتب اصولو د انځورګرۍ په نړۍ باندې واک درلود. وروستي ښوونځي لکه د ادبي ښوونځیو په څېر د توندواندو په لوري ورمات شول، په دې ډول یې د نویو او د زړو اصولو پلوو تر منځ یو تلپاتې ټکر رامنځته کړ. مخکنیو ښوونځیو د بهرنۍ نړۍ پیروي او د لرغونو قوانینو د ټکي په ټکي تشریحات طرحې او رول ریشخند باله، آن چې سپکاوی یې هم کاوه. د «اکسپرسیونیزم» ښوونځي غوښتل چې د هنرمند ځانګړي احساسات، که هغه هیښونکي، ګډوډ او استثنايي هم وي بیان کړي. د کوبیزم ښوونځی چې یو انتزاعي هنر دی، هڅه یې کوله چې خپل لید په شیانو او څیزونو کې د هندسي شکلونو په جوړښت کې را وټوکوي. د دغه مکتب بنسټ ایښودونکي په لومړي ځل (۱۹۷۳–۱۸۸۱) کې پیکاسو او براک په (۱۹۶۳–۱۸۸۲) او درن په (۱۹۵۴–۱۸۸۰) او څو نور کسان وو چې د دوی پلویان بلل کېدل.

        په لنډه توګه دا ښوونځی په دې ډول سره تعریف کولای شو. کوبیزم‌وال غواړي د هرې منظرې په کښلو کې، له دې ور هاخوا کومه برخه یې چې په سترګو لیدل کېږي، هغه برخې یې هم چې پټې دي او نه معلومیږي  را ښکاره کړي او په همدې واحد کې ټول اړخونه او بنسټیز عناصر سره را غونډ کړي. په دې توګه، کوبیزیان انځور په بشپړه توګه له واقعي حقیقت څخه لرې کوي. یعنې هغه بیلګه چې یو کوبیزمي انځورګر د پردې پر مخ راوړي، هیڅکله به یې په بهرنۍ نړۍ کې ونه وینو. د بیلګې په توګه د تنباکوڅکولو پیپ (چپق) او یوه ګیتار تابلو چې نیمايي لیدله کېږي او بیا د ریل پټلۍ څرخ لیدل کېږي، د قطار د چلوونکي بریتونه او د انځورګر د ښځې نیم مخ پکې وینو. دا ټول څیزونه سره ګډ کړل شوي، د تلګراف سیمونه او د لمر وړانګې پکې ور زیاتې شوې. دا تابلو « غروب په اتوی کې» نومول شوې؛ داسې معلومیږي چې انځور غوښتل چې په یوې شیبې پورې اړوند بیلابیل احساسات په یوه ځای کې را ټول کړي. هغه انځورګر چې د لومړي ځل لپاره یې د کوبیزم توری دود کړ، هانري ماتیس و. داسې ویل کېږي چې ماتیس یوه ورځ د تابلوګانو د نندارې په مهال براک ته وویل: «اوه! د مکعبونو کوچنی کوب وګوره!» له هغې شیبې وروسته د کوبي توری د دغه ښوونځي انځورګرو ته کارول کېږي.
کوبیزم په ادبیاتو کې
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
لومړنی شاعر چې کوبیزم یې په بریالیتوب سره په ادبیاتو کې ورګډ کړ، هغه ګیوم آپولینر (۱۸۸۱–۱۹۱۸) و. نوموړی د کوبیزم له سرسختو پلویانو څخه ګڼل کېده. ده د (کوبیزم انځورګران) تر عنوان لاندې کتاب هم لیکلی دی. آپولینر لومړی د سمبولیزم د ښوونځي پلوی و،  خو وروسته په ډېر شور، ځوږ او هیجان سره له ټولو مخکښو ښوونځیو سره یوځای کېده. د دوی لپاره یې نوې طرحې جوړولې او نوي اصول به ورته وضع کول. د شعري نبوغ او کلام په اغېز او د نوښتونو په رامنځته کولو سره به یې د ځوانو شاعرانو لپاره هیښونکي لارې پرانیستلې. هغه باید د ټولو نویو، توندو او افراطي سبکونو لارښود وګڼو، ځکه ټولو هغو شاعرانو چې له ده وروسته د نویو ښوونځیو بنسټونه ایښي دي، د ده د فکرونو، باورونو او شعرونو تر اغېز لاندې وو.

آپولینر په ۱۹۱۰ کې په لټه او فکر کې شو چې شاعر باید لکه کوبیست انځورګر د هر شي د یوه اړخ ښودلو او ښکاره کولو په ځای، باید ټول لوري وښيي. په دې معنی چې د بهرنیو شیانو اجزاوې هم سره جلا جلا او بیلې کړي، او که داسې نه شي کولای، نو لږ تر لږه هغه ترتیب او تنظیم چې د ذهن عادت د څیزونو او شیانو د درک او پیژندلو په اړه تحمیل او زغملی دی ګډوډ کړي. بیا ځلی هماغه ټوټې  را ټولې او څنګ په څنګ یې سره کېږدي، او دوی د منطقي اړیکو، خاطرو، احساس، تصور، خبرتیا له پرتلې کیدو او له تصدیق پرته سره ونښلوي.  د دوئ په اند چې په دې توګه سره شاعر کولای شي د «سورریالیستي» عالي واقعیت ته ورسېږي، او د نړۍ د بیا موندلو لپاره دوهم ځل نوې روده او طریقه پیدا کړي. له همدې ځایه سورریالیزم هم را منځته شو. ویل کېږي مخکې له دې چې بودلر د «سورناتورالیزم» کلمه د نوي انځورګرۍ لپاره غوره او وړاندیز یې وکړي، د «سورریالیزم» توری د آپولینر له لوري جوړ شوی و.

د دې ډول شعر ځانګړتیا دا ده چې د عمل او ابتکار واک الفاظو ته سپاري؛ ذهني تصویرونه پرته له منطقي اړیکې، تاوده تاوده له ذهنه د باندې را غورځوي (نو له همدې امله د نقطې‌ښودلو اړتیا له منځه ځي)، په چاپ کې د تورو اوډون ته ځانګړی نوښت رامنځته کېږي، ترڅو د سترګو لپاره هم نوې ښکلا او فهم راپیدا شي (د آپولینر د ځینو شعرونو چاپ، د مضمون له مخې، د زړه، باران د څاڅکو، د سګریټو پیپ، ساعت او لباس بڼه غوره کوي) او شاعر ته د جملو په جوړولوکې د ژبني دستور له اصولو او نا دود شویو وزنونو په ټاکنه او کارونه کې بشپړه آزادي ورکول شوې ده.

د ۱۹۱۲ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه، ژرژ پولتي د «لزوریزون» (افقونه) مجلې په یوه ګڼه کې خپله مقاله خپره کړه چې پکې یې د شعر او تجسمي هنرونو ترمنځ د نويو اړیکو په اړه بحث وکړ، او د ادبي کوبیسم د زېږېدو یادونه یې وکړه. په همدې کال، د «فانتازیو» اونیزې مجلې هم، په حقیقت کې د ټوکي په ډول، د ډېرو سره بېلو او نا همغږو شاعرانو او لیکوالانو لکه مارینتي، پل فور، ژول رومن، او سن پل رو لیکنې د «کوبیستي ادبیات» تر سرلیک لاندې راټولې کړې.

که په حقیقت کې، په مدرن، ماشیني او حروفچیني یا فتوریستي او اونانیمیستي بهیرونو پورې اړوندو څېړنو او د آپولینر خطاطۍ ته پام وشي، نو دا ټول د کوبیستي انځورګرانو لکه ګلز، لژه، او پیکاسو له هنر سره ګډې اړیکې لري؛ د بیلګې په ډول د بلز ساندرار لیکنه «د سیبریا پخوانی نثر» چې له ۱۹۱۴م کال نه مخکې پرمختلليو ادبیاتو ته عموماً «دراماتیسم» یا «اورفیسم» ویل کېدل، لکه د آپولینر آثار. خو د «ادبي کوبیسم» اصطلاح بیا د ۱۹۱۶ کال د دسمبر پر ۳مه «پل در مه» په خپله مقاله کې د ماکس ژاکوب د شعر په اړه وکاروله، چې بیا هغه (ژاکوب) پخپله هم خپل شعرونه له دې نوم سره منسوبول. د همدې بهیر په ترڅ کې په ۱۹۱۷م کال کې فردریک لوفور خپل تحقیق د فرانسوي ځوانو شاعرانو په اړه له همدې نوم سره پای ته ورساوه. وروستی ګام هم د آندره مالرو مقاله وه چې «د کوبیستي شعر سرچینې» نومېده. هغه دا شعرونه د رمبو او مالارمه له مدرنیزم سره اړوند وبلل. که څه هم د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیښیدو  او د آپولینر د ناڅاپي مړینې له امله کوبیسم خپل ارزښت له لاسه ورکړ، خو هغه نوې لارې چې آپولینر په شعر کې پرانستلې وې، د راتلونکو شاعرانو لپاره الهام‌بښونکې شوې او په دوام یې  د سورریالیزم نوی ښوونځی راپیدا شو، چې تر ډېره بریده د کوبیزم د لړۍ کړۍ او دوام ګڼل کېږي. د کوبیزم له مکتب سره تړلي یا د همدې ښوونځي  په پلوي شاعرانو کې د آندره سالمون، ماکس ژاکوب، پیر روردی، او ژان کوکتو، نومونه یادولای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...