پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهم.م. سږ کال به ۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان...

م.م. سږ کال به ۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ولېږل شي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ یوه چارواکي د جمعې په ورځ وویل، اټکل کېږي چې سږ کال درې میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو خبرداری یې ورکړ چې د ستنېدو دې بهیر د افغانستان پر بشري بحران خورا سخت فشار راوستی دی.

ایران او پاکستان د افغان کډوالو په اړه نوې پالیسۍ عملي کړې دي، چې له مخې یې تهران څلورو میلیونو “غیر قانوني” افغانانو ته د جولای تر ۶مې نېټې وخت ورکړی چې له ایرانه ووځي.

د افغانستان لپاره د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، له کابل څخه په یوه ویډیويي خبري غونډه کې وویل:
«موږ د افغانانو بې‌عزته، بې‌نظمه او پراخه وتنه وینو، چې له دواړو هېوادونو روانه ده، او دا حالت پر هغه هېواد چې غواړي دوی ومني، خو هېڅ چمتووالی نه لري، خورا زیات فشارونه وارد کړي.»

نوموړي زیاته کړه: «زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره د دې ستنېدنې کچه، شدت او طریقه ده چې په کې افغانان بېرته راستنېږي.»

جمال وویل، سږ کال تر اوسه له پاکستان او ایران څخه تر ۱.۶ میلیونه زیات افغانان بېرته ستانه شوي، چې ډېری یې له ایرانه دي. دا شمېر د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ UNHCR تر هغه شمېر، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره یې اټکل کړی و، خورا زیات دی.

دې ادارې په روان کال کې خپل هیواد ته د ۱.۴ میلیونه افغانانو د بېرته ستنېدو وړاندوینه کړې وه.

نوموړي زیاته کړه چې اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اټکل کوي چې سږ کال درې میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

دغه اداره وايي چې هره ورځ له اسلام‌کلا پولې څخه تر ۳۰ زره ډېر کسان افغانستان ته ننوځي، او یوازې د جولای په ۴مه نېټه ۵۰ زره کسان پر دې پولې اوښتي وو.

جمال وویل: «ډېری ستنېدونکي داسې را رسېږي چې ناڅاپه له خپلو ځایونو ایستل شوي، له سخت، ستومانوونکي او سپکوونکي سفر وروسته را رسېدلي وي. دوی ستړي، وارخطا، ځورېدلي او اکثراً نهیلې وي.»

ملګرو ملتونو د بیړنیو اقداماتو په ترڅ کې د اوبو او صفا‌يي سیستمونه پیاوړي کړي، چې هره ورځ د ۷ زره تر ۱۰ زره کسانو خدمت وکړي، او همداراز د واکسین او تغذیې خدمات هم برابر کړي دي.

ډېری هغه کسان چې له پولې اوښتي، راپور یې ورکړی چې له ایراني چارواکو څخه یې فشارونه تجربه کړي، چې پکې نیول، سپکاوی او ایستل هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...