دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد «تر» سمه کارونه | عزت الله نورزی

د «تر» سمه کارونه | عزت الله نورزی

تر موږ یوازې د سربل په توګه پېژنو، خو (تر) په ژبپوهنې کې بېلا بېلې دندې لري، چې سمه کارونه یې د مفهوم په رسولو کې راسره مرسته کوي؛ خو تر ټولو مهمه داده چې څه وخت له کلمې سره یو ځای او څه وخت جلا لیکل کېږي:
د (تر) په مرسته پرتلنه کوو
عزت الله نورزی

تر چې د اسمونو او صفتونو د پرتلنې لپاره وکارول شي، همېشه له کلمې جلا لیکل کېږي، لکه:

احمد تر تا ډېر ښکلی دی.
احمد تر ده ډېر ښکلی دی
پرتلیز ستاینوم د اداتو په ملتیا جوړېږي او د پرتلنې درجې لري، لکه: (ډېر) لومړۍ درجه ده. په (خورا) کې شدت زیات دی او که ډېر شدت ته اړتیا وي، بیا د (لا) کلمه ورسره کاروو. دغه پرتلنه موږ په شفاهي ژبه کې په غږ سره کوو؛ خو هلته دا وییکي نه ورسره مله کوو.
«تر» سربل دی
ګرامر وايي چې سربل همېشه له کلمې نه جلا لیکل کېږي، خو ځینې سربلونه د مختاړو دنده ترسره کوي، چې له کلمې سره پیوسته لیکل کېږي، خو ځینې وخت د سربل په توګه وکارول شي، یو ترکیب جوړکړي، چې یو ځای یې لیکو، په مثالو کې بې په ډاګه کړو.
 تر له خپلو ځانګړو اوستربلو سره کارول کیږي، چې ځانګړي کړولونو ( قیدونه ) جوړوي.
۱ ـ (تر – پورې): د (تر) سربل چې له (پورې) اوستربل سره راشي، د وصلیت حالت ښيي. د یوه فعل پای او انتها ښيي. لکه: تر کوره پوره ځم. د پورې پر ځای موږ (ه) اوستربل هم کارول شو، لکه تر کوره ځم.
۲ – (تر – لاندې): د (تر) سربل چې له خپل اوستربل (لاندې) سره وکارول شي، استیلایی حالت ښیي یانې د لاندې معنا ورکوي، چې په دغه حالت کې د ( لاندې ) اوستربل نه غورځېږي، لکه: قلم تر مېز لاندې دی.
۳ – (تر – څخه): د (تر) سربل چې له (څخه) اوستربل سره وکارول شي، پرتلیز کړول جوړوي، لکه: تر ټوپک څخه قلم ښه دی.
۴ – (تر – د باندې) : د (تر) سربل چې (دباندې) له اوستربل سره راشي، باندنی کړول جوړوي، لکه: تر زړه د باندې لګېدلی و.
۵ – ( تر – دننه): د ( تر ) سربل چې ( دننه ) له اوستربل سره داخلي کړول دی، لکه: تر کور دننه یې واک چلېږي.
۶ – (تر – ه): د (تر) سر بل چې (ه) له اوستربل سره راشي، د وصلیت او ځینې وخت پرتلیز کړول (قید) جوړوي، لکه: تر کوره ورسېدم. داسې هم ویلی شو، تر پورې پورې ورسېدم.
۷ – (تر – ورسته): (تر) سربل له (وروسته) اوستربل سره راځي، تر احمد وروسته درځم. وروسته په جلا توګه زماني قید هم دی.
«تر» د مختاړي دنده ترسره کوي
مختاړي له کلمې نه مخکې راځي او همېشه له کلمه سره پیوست لیکل کېږي، تر هم په ځینو ځایونو کې له کلمې مخکې راځي، د مختاړي دنده ترسه کوي او له کلمې سره جوخت لیکل کېږي، لکه: ستا ترڅنګ تېرشوم. څنګ جلا کلمه ده، تر ورسره یو ځای شوې نوې کلمه یې جوړه کړې. ځینې وخت اوستربل هم ورسره راغلي، خو یوه ترکیبي کلمې، له سړی لاره ورکه شي، چې یو ځای که جلا یې ولیکم، لکه: ستا تر څنګ پورې در ورسېدم. دلته (تر) سربل او (پورې) اوستربل دی. موږ وایو چې سربلونه همېشه له کلمې جلا لیکل کېږي، خو دلته یو ترکیب دي، که یو ځای ولیکل شي غوره به وي.
ستا ترڅنګ پورې درورسېدم.
د ښار ترمنځ پورې ورسېدم.
ستا ترمخ تېر شوم.
ستا کتاب مې ترلاسه کړ.
تراوسه رانه‌غلې.
په پورته او ورته ځایونو کې یې یو ځای لیکل غوره دي، ځکه یوه کلمه جوړوي.
تر چې له ناخپلواکو کلمو سره یو ځای شي، نوې کلمې جوړوي: د (تر) مورفیم له ځینو مورفیمونو سره یوځای کېږي، نوې کلمې جوړوي، لکه «ترسره» (تر) یو مورفیم دی (سره) بل مورفیم دی چې د همراه په معنا دی، په یوازې توګه اوستربل دی، خو د دواړو مورفیمونو له ترکیبه یوه نوې کلمه جوړه شوې، چې معنا یې بشپړتیا ده، دلته یو ځای لیکل کېږي.

1 COMMENT

  1. د ډېر دروند عزت الله نورزی صیب لیکنه مې د ،،د «تر» سمه کارونه،، سرلیک لاندې ولوستله
    خوښ شوم،ځکه چې زه هم ددې ،،تر،، په وړاندې له ډېروکلونورا په دېخوا په جګړه کې یم.
    دا ستونزې،چې زه ورته ګوته نیسم، دا زموږد ټولود لیکلوست پښتنو ستونزې دي.
    زما لیکنې هیڅ وخت د چا مخامخ نهدي،دا یواځې د پښتوسمون په هیله دي.
    تر
    ،، تر،، پرېپوزېشن یا مختاړی دۍ اویواځېپرېپوزېشندۍ، چې زه یې مخ ځاینیوی اوپسې ځای نیوي بولم،ځکه چې په پښتو کې ځنې د نوم یا د نومځاینیوي( پرونوم) د مخه او ځنې یې هم پسې راځي.
    موخه: داسې راته برېښي، چې د ،، تر،، وزر شوي او د ،،د،، ، ،،په،، ، ،، له،، او داسې نورو ځای نیوی شوی.
    په پرېپوزيشنونو مې یوه لیکنه کړې، چې په ketabton.comکې شته او پوره په زړه پورې ده.
    زه د دې لیکنې سره غواړم، چې دا ،،تر،، په خپلو پولو کې رابند کړم او دا وزر یې پرې کړم، زما په اند د پوره دلایلو سره.
    زه دا اوس یو ،، تر،، څیړم، چې جرمني يې bis او انګرېزي یې until دۍ:
    د ،، تر،، استعمال :
    پر ېپوزیشن: له دې پ سره موږ د یوڅه یعنې پيښې، او وخت او همداسې د ځاي پای په ګوته کوو، یعنې دا په هغه وخت کارولکيږي، چې دا پورته یاد څه پوله ولري یا پولې ته ورنږدې کیږي.
    لنډ: د پيښې وخت همداسې ځای یا یو څه اخرني ټکی یا پولې په ګوته کونه.
    یادونه: دا دې دلته بیا هم په کلکه وویل شي،چې د تر په بل هرځای کې کارونه یې ناسمه ده، لاملونه یې راوړو.
    په لاندې توګه مخ ته ځو:
    ۱ – تمپورال یعنې ځای: اخر ټکی ښایی.
    تر کابل پورې سرک ښه دۍ.
    ۲ – په مخه ښه کې هغه د بیا لیدلو وخت ډېر یا لږ پوره:
    تربیا پورۍ. تر لسوبجوپورې.
    ۳ – اخرنۍ موخه ښایی. ټول دې راشي ترسپین پورې.
    دا پوره غزېدلی بحث دۍ، نو دا دې بسیاوکړي.
    هغه څه چې ډېر دروند عزت الله نورزی صیب راوړي،زه به یې داسې سره پرتله کړم:
    ،،احمد تر تا ډېر ښکلی دی.
    احمد تر ده ډېر ښکلی دی،،
    دا داسې لیکو:
    احمد له تا (څخه) ډېر ښکلی دی.
    احمد له ده (څخه) ډېر ښکلی دی
    د پرتلییزستایننومونو له پاره یو وخت په پښتو ټولنه کې، چې زه هم د ستر ژبپوه او ادیب درانه دوست شینواري د لیدلو له پاره تللی وم، داسې وړاندیز منل شوی وو، چې زه یې تل په خپلولیکنوکې یادوم.
    د بیلګېپه توګه : سپین ډېر سپین خوراسپین. درې یې داسې دۍ: سفید سفیدتر سفیدترین.
    ،، تر احمد وروسته درځم ،،
    له احمد( څخه) وروسته درځم
    په پای کې بیا: ،، تر،، یواځې د ځای، وخت اونور بل څه پای په ګوته کوي اوبس.
    زه نورڅه نه لیکم، ځکه چې بیا دلته غزیږي، که زما کتاب وکتل شي،نو بیا کړی شو،چې زما ناسمونونه هم ستاسوپه مرسته سم کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب