پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهوسپنيز کمربند/رام لعل - ژباړه: نسیمه

وسپنيز کمربند/رام لعل – ژباړه: نسیمه

ډیره موده مخکي يو ځای یو سوداګر اوسیده چي د هغه ښځه ډیره ښایسته وه. دومره ښايست پرې خدای ج لورولی وو چي ښکلاپرست خلک به کوڅه کې ورته ملنګان وو. په دا خبره سوداګر هم خبر وو نو ځکه یې پر خپلې ښځي ډیر کلک بنديز لګولی و، د ده د اجازې پرته هغې د چا سره لیدلای نه سوه.

سوداګر خپل نوکران پوه کړي وو چې  د ده میرمن وڅاري. سوداګر به ځنې وخت د دوو یا درو کالو لپاره هم نورو هیوادو ته سفر کاوه، مخکې به يې لوی لوی سمندرونه هم راتلل چې له دې امله به پرې وخت ډېر تیرېدای.

د سوداګر د سفر وخت شو، د خپلې میرمنې اتاق ته ورغی، ورته يې وويل زما ګرانې، زه تاته يوه ډالۍ درکوم چې تل به تا رايادوي، دا ډالۍ به ستا د بدن سره تړلي وي.

سوداګر د خپلې ښځي نرۍ ملا د اوسپنی په کمر بند وروتړله او کمر بند یې قلف کړ، د قلف کیلي یې خپلې غاړې ته واچوله او ويې ويل!

دا کیلې به همیشه زما په غاړه یې او ما ته به تا رایادوي.

د سوداګر میرمن چې کمر بنده ته ځیر سوه نو پوه سوه چي کمر بند یې ددې لپاره وروتړۍ چي د زنا او بد کارۍ څخه یې راوګرځوي، ددی په سترګو کي اوښکي راغلې او وویل! ستا پر ما دومره باور نسته په دې خاطر دې داسې وکړل، زه خو ستا سره ډیره مینه لرم، کوم وخت مي تاته د شکایت موقع درکړې؟

سوداګر په ځواب کې ورته وویل  زما په زړه کي ستا لپاره کوم شک نسته خو زمانه ډیره خرابه ده او زه د نارینوو په خوی او بوی ډیر ښه پوهیږم، دوی همیشه د بې وزلو ښځو په لټه کي یي نو په دي خاطر ما ته د هر ډول خطر څخه محفوظه کړې، نو اوس به هیڅوک زما ناموس ته تاوان نه سي رسولای.

سوداګر په خپل سفر ولاړ خو میرمن يې د کمربند له لاسه نا ارامه وه، درد يې محسوساوه، جسماني درد يې کم خو رواني درد يې ډېر و. ځان ورته زنداني مالومیده، د کمربند له وجې يې نورو نارينو ته فکر نه و.

خاوند چې يې د چا له ويرې کمربند ورتړلی و، د دې ژوند يې له غلامۍ سره مخ کړ، خپل ښايست ورته بلا سو، د خپل خاوند په دې ظلم به يې هر وخت ژړل خو بې وسه وه.

د بندې دروازې او کړکیو په هغه خوا به د ډیرو نارینه وو د شپیلکیو غږ راتلۍ ځنې خلګو به شعرونه ویل او د دې نوم به یې اخیستۍ. دا شعرونو به ددې د حسن صفت وو یا به د هغوی د زړه حال پکې نغښتی وو،مګر هغې هیڅ وخت دروازه یا کړکۍ خلاصه نه کړه، چي د باندې وګوري، هغې د خپل خاوند سره ډیره مینه درلوده. دې چې به کوم شعرونه او د نارینه وو شپیلکي اوریدل نو دې به په اندازې سره د هغه نارینه وو تصویر په تصور کې جوړوۍ. یو وخت به فکر کې دا خبره ور وګرځیده چې دا د دې په عاشقانو کې به دومره زړه ور پیدا نه سي چي تر دا لوړو دیوالونو راواوړي او دا له ځان سره بوځي؟.

کرار کرار د غلا کیدو فکر لا ودې ته تسکین ورکاوه، دې به فکر کاوه چي ددې یو عاشق راځي او دا د ځان سره پر آس سپره بیایي، دومره لیرې یې بیایي چیرې چي  شکي او ظالم خاوند ودې ته نه سي رسیدلای خو کله چي به دې د هغه عاشق سره د کوروالې په اړه فکر کوی نو د سترګو څخه به یې اوښکې وڅڅیدې، ځکه د دې کمر بند له وجې خو دا هیچا سره هم کوروالې نه سي درلودلاۍ.

د سوداګر ښځې يوه ورځ سندره واورېده، پر زړه يې خوږه ولګیده، سملاسي يې خپل زر راواخيستل او نوکر ته يې ورکړل، ورته ويې ويل خاوند پسې مې زياته خپه سوې يم، دغه سندره چې ويل کیږي خپل خاوند يې را په زړه کړ، ورسئ دا نفر ماته راولۍ چې سندره يې له نزدې واروم.

مزدوران د زرو په ليدو خوښ سول، سندرغاړې یی د سوداګر د ښځي مخې ته حاضر کړ.

سندرغاړی ښکلی بشر و، لوړ قد، قوي بدن، اوږده لاسونه، تور ويښتان او سترګو کي يي د ميني يوه نړۍ ودانه وه، هغه د سوداګر د میرمني د ښکلا صفتونه اوريدلي وو، غيبانه يي مينه ورسره پيدا سوې وه، هيڅ فکر يي نه کاوه چي د خپلي معشوقې مخې ته ولاړ دی، پر سترګو يي زور وکړ، چې پوه سو دا هر څه رښتيا دي نو ويي ويل:

زه ستاسو څه خدمت کولی سم؟

د سوداګر میرمنې چې د سندرغاړي ښکلا پرې اغیزه کړی و، زړه کي يې کرل رېبل کول، د مزدورانو مخته يي هم څه نه سو ويلی، زړه يي غټ کړ، ويي ويل، د خاوند جدايي مي نه سم زغملی، هغه دري کاله وروسته راځي، داسي غزل راته ووايه چي زخمونه مي ټکور کړي، له دي سره يي خپلي سترګي د سندرغاړي په سترګو کي وګنډلې، خو ژر يي ځان عادي حالت ته راويست، سندرغاړی پري پوه سو.

هغه خپله هنري ډله راوغوښته او په يوه شیبه کي د سوداګر کور د سازو او سرود نړۍ کي غرق سو.

دهغه په آواز کي یو ډول درد او نشه وه، هنرمند په خپل جادويي هنر خبر وو، زړه کي يي ويل نن هغه د خپلې معشوقې مخ ته ناست دی نو هغه به خپل زړه د ده په قدمونو کي د ایښودو لپاره چمتو سي. کله چي هنر مند غزل ویل نو د ډیر شدت څخه یي سترګي سرې سوې او د سوداګر د میرمنې سترګي هم د اوښکو ډکې سوې. ټولو دا فکر کاوه چي هغه د خپل خاوند په جدایي کي ژاړي.

هنرمند په دومره درد غزل ویل چي مزدورانو فکر کاوه اوس به د سوداګر ښځه د غمه بې سده سي.

د سوداګر ښځي هنرمند ته وویل زه غواړم په يو ګوښه ځای ستا سره خبرې وکړم ،هنر مند وویل چی زه ستا په خدمت کي یم، کله چې يې سندرغاړی جلا کړ نو  د سودا ګر ښځي ورته وویل چی ستا په آواز کي ډیر درد دی آیا ته د یو چا سره مینه لرې؟

سوداګر وويل، زه مور او پلار نه لرم. د کوچنیوالي څخه سندرې وایم، ځکه سندري ویل ماته یو ډول سکون راکوي. تر دې مخکي مي د چا سره مینه کړی يا نه په دې هکله څه نه سم ویلای خو ما ډیرې ښایستې ښځې لیدلي مګر ستا په شان ښايسته بشر مې نه و ليدلی، ته مي ليدلي نه وې او مينه مي درسره کوله اوس چي مي وليدې نو. . .

د سوداګر ښځي ورته وویل بس بس نور څه مه وایه زه پوهه سوم مګر بل وخت داسي څه پر خوله مه راوړه، بس دومره پوهه سه چي زه د خپل خاوند پاک لمنې ښځه یم. دهغه څخه پرته زه د بل چا په اړه فکر لا نه سم کولای.

نوکرانو چي دا خبري د پردې په بله خوا پټې پټې اوریدلې نو په دې باوري سول چي د سوداګر ښځه د خپل خاوند سره ډېره مینه لري، پاکه ده او هيڅ ناوړه کار به ونه کړي.

 هنرمند د دي ورځي وروسته هره ورځ راتلۍ او د سوداګر د ښځي سره یي یوازې هم لیدل، په دې کي یو کال تیر سو خو دوی تر اوسه یو بل ته لاس لا نه وو وروړۍ. هنر مند هم په دي غم کي ورځ تر بلي کمزوری کیدۍ او داسي معلومیدل چي هغه د شپې هیڅ خوب نه لري، د سوداګر میرمن هم په هنر منده پوهیدله، خو زړه يي نه سو کولایی چي د هنرمند غوښتني ومني، ځکه فکر يي کاوه چي پايله به يي ښه نه وي. که هنرمند په دې خبر سو چي د هغې پر ملا د اوسپنې کمربند تړلی دی نو هغه به څومره مایوسه سي. نو ځکه دې خپل بدن دهغه څخه لیرې ساتۍ.

هنرمند چي یوه ورځ له دغې ښکلې ښځي سره یوازی ناست وو، احساساتی سو ځان یي د سوداګر د ښځي په پښو کي واچوی، په ژړغوني ږغ يي وويل، زه نور تا له دې قید څخه باسم او د ځان سره دې بیایم، بس ته فقط اجازه راکړه …….  که دې انکار وکړ په زور دې بیایم.

ددي خبري به اوریدو د سوداګر ښځه په خپلو فکرونو کي ډوبه سوه خو ژر ورته د کمربند فکر راغی او د ځان سره يي وویل چي د کمر بند څخه خو دا نه سي خلاصیدلای.

هرمند غمجنه سندره پيل کړه، د ښايسته ښځي زړه کي يي لار جوړه کړه، هغه احساساتي سوه، د سوداګر ښځي د هنرمند لاسونه خپلو لاسونو کي ونيول، ورته يي وويل، زه هم تاسره مينه لرم، خو که تاسره ولاړه سم بيا هم ځان نه سم درسپارلی، ځکه تر ملا مي کمربند تړل سوی دی.

هنرمند د هغې و ملا ته لاس کړ تر څو کمربند وویني،هغه ايښ پيښ سو،  بیا یي هغې ته وویل چي اوس د بازار څخه داسي څه راوړم چي دا کمربند به په پرې کړم، ددي په اوریدو سره د سوداګر ښځي ته درد ورغۍ او ويې وویل، ته نه شرمیږې؟. ته به کمر بند پرې کوې او ما به کالي کښلي یې او ستا مخ ته به ولاړه یم.؟

هنرمند له ښځي بخښنه وغوښته او ويي ویل، دا کار زه په خپل مستري ملګري هم کولای سم، زه به د هغه سترګي وروتړم او ستا کمربند به په پرې کړم.

د سوداګر ښځي دا هم ونه منله او هنر مند ته یي وویل، ولاړ سه او ما پر خپل حال پریږده.

هنرمند ورته وویل، يوه بله لار هم سته،  که ته چیرې ډوډۍ کمه کړې نو ملا به دې نرۍ سي او کمربند به خپله د ملا څخه خلاص سي او ښایست به دې هم ډیر سي خو د سوداګر ښځي ورته په ځواب کي وویل چی ستا لپاره ډوډۍ او خوراک پریږدم که څنګه؟

که  خوراک مي پرېښود نو ناروغه به سم، ښکلا به مي کمه سي، بيا به راته وهم نه ګورې، ورځه خپل کار کوه.

د هنرمند زړه مات سو او د تلو په وخت کي یي دغې ښکلې ښځي ته وویل، زما یوه خبره ومنه زه به څو ورځي پر له پسي ستا مخ ته د مینې سندرې ووایم نو کیدای سي د سندرو په اوریدو ستا په بدن کي د مینې داسې څه پیدا سي چي کمربند خپله ستا د ملا څخه شیوه سي.

د سوداګر میرمني د هنر په دې خبره هم ملنډي ووهلي، تا مخکي هم ماته ډيري سندرې وويلي، دا کار مخکي ولي نه کیدی!؟

هنرمند د هغه ځایه ولاړی، مياشتي تیرې سوې، خو بیرته د خپلي معشوقي ليدو ته رانغی. د سوداګر ښځي له مزدارونو د هنرمند احوال اخيسته، هنرمند به د لیونو په څیر يو ځای او بل ځای ګرځیدو، د سوداګر ښځي اندېښنه هم لرله، پر ځان ويرېده هسې نه چي بدنامه سي. نو فکر یي وکی چي دا هم باید یو څه قرباني ورکړي، د هنرمند خبره ورياده سوه، ډوډی خوړل لږ کړي تر څو ډنګره سي او کمربند یې ګوندې د ملا څخه شیوه سي. دې پرهیز هغه ډیره ښایسته هم کړه، کله چي به هغه د هندارې مخ ته دریدله نو ځان به یي تر مخکي لا ځوان او ښایسته لیدی، یو وخت یو وخت به یي زړه غوښتل چي ټول خواږه شیان وخوري او هغسي ډوډۍ وخوري څنګه چې يې مخکې خوړله.

یوه ورځ  هغې هغه خوندور خواړه یاد کړل نو په ژړا سوه، د خپل محبوب خیال یي د زړه څخه ويستی او مزدورانو ته یي وویل چي خوندور خواړه ورته راوړي، هغې د ځان سره وویل، د ژوند خوند خو د خوندورو خوړو په خوړلو کي دی نو د دې وروسته به يي نه ځان وږی پرېښودۍ او نه يي پرهیز کاوه. د څو ورځو په تیرېدو بیرته چاغه او پر پخواني حال سوه.

د هرمند درک هم ورک سو، مزدورانو ويل اوس نه مالومیږي، یوه ورځ ناببره هنرمند د دی و دروازې ته ودریدی، د سوداګر ښځي سره یي د ملاقات اجازه وغوښتله، اجازه ورکړل سوه، هغه دې ښکلي ښځې ته وويل، ستا لپاره مي ډېر ځايونه وپلټل، ترڅو داسي بوټی پيدا کړم چي ستا د بدن چربي ويلي سي.

د سوداګرد ښځي طبیعت نن سم وو هغې خپل مخ ته د بادامو غاب ایښی و او یو یو بادام یي خولې ته اچوئ، ويي خندل او هنرمند ته يي وويل، ښه! نو تا هغه بوټی ځان سره راوړی!!؟؟

هنرمند د جیب څخه یو بوتل راویست او د سوداګر ښځي ته یي ورکړ، هغي یو څه دوا سمدستي خولې ته واچوله، څو ورځي يي پرلپسي دغه دوا وخوړه، بدن يي ډېر ډنګر سو.

دا ښايسته ښځه یوه ورځ د هنرمند سره د خپل کور په شا وخوا کي ګرځیدله چي ناببره د هغې کمربند شړنګ سره د هغې د ملا څخه ولویدۍ. د خوشحالۍ  څخه یې کمربند په پښه ووهی او ځان یي د هنرمند غیږې ته واچوی.

دروازه وټکیده، نوکر راغی، ښځي ته يي وويل يو څوک مو غواړي، دې و هغه کس ته د دروازې په چوله کي وکتل او ویي لیدل چي يو څوک ولاړ دی او بکسونه هم ورسره دي.

هغه نفر د سوداګر و ښځي ته وویل،  دا ټول بکسونه د زرو او الماسو ډک دي، ستا خاوند دنده راکړې وه چي دا شيان تر تاسو راورسوم، يو زهرجن مار ستا خاوند وچيچۍ، مړ سو، خو د مرګ پر وخت هغه ستانوم اخيسته، له مرګ مخکي يي يو بل شی هم راکړ، چي تر تا يي راورسوم، هغه دا کيلي وه.

د سوداګر ښځي د دروازې څخه لاس ورویستی او کیلي یې واخیستله، د کیلۍ سره یوه څه پر ورقه لیکلي هم وه:

زما ګراني میرمني!

ته اوس آزاده یې.

د الله پامان.

کیلي یي پر زړه ونیوله او په زوره زوره یي ژړل، هنرمند چي دا هرڅه وليدل، خوشاله سو، اوس خو خطر هم نه سته، موږ ازاد يو، واده هم کولی سو.

د هنرمند خبرو ښځه دردمنه کړه، په چيغو چيغو يي وويل، ووځه، تر مرګه بيا رانه سې، زه ستا مخ ليدل نه غواړم، زه خپل خاوند نه سم هیرولی، پاتې عمر به د هغه په ياد کي تیر کړم، ځه ووځه!

هغې چي له سترګو يي اوښکي روانې وې، کمربند يي راواخيست، په کيلي يي خلاص کړ او پر ملا یی راتاو کړۍ او کيلي یی تالاب کي وغورځوله.

هنرمند زړه مات سو او د هغه ځایه ولاړی اوس د هغه په زړه کي د سوداګر د ښځي لپاره د واده فکر هم نه وو.  ډېر کلونه تیر سول، خو د هنرمند له زړه خپله معشوقه نه وتله، همیشه به يي د هغې په اړه فکر کاوه.

یوه ورځ د هنرمند شاګرد چي د سوداګر د ښځي په کلي کي اوسیدۍ د خپل استاد لیدو ته ورغی نو هنرمند تر ټولو مخکې د خپلې محبوبي په هکله ترې و پوښتل:

 ته د سوداګر د ښځي په هکله معلومات لري؟

شاګرد ورته وویل :

استاده څه درته ووایم هغه ډیره یوه عجبه ښځه ده، د هغې په هکله خلک ډېرې کيسې کوي. ما خو هغه نه ده لیدلې مګر چا چي لیدلې وایي چي هغه اوس ډیره چاغه سوې ده او هر وخت د هغې پر ملا ډیر درد وي، هر وخت په تکليف وي، خو د خپلي ملا درملنه او علاج نه کوي.

خلک داسي هم وایي چي هغه کله نا کله د تالاب پر څنډه ناسته وي، څو واره يي د تالاب اوبه  هم خالي کړي دي.

ولاکه چي هغه د څشي په لټه کي ده ـ کیدای سي په تالاب کي ترې ډېر قيمتي شی ورک وي، چي اوس نه پيدا کیږي.

دی د شاګرد خبرو ته غوږ وو، خو نه پوهیدۍ چي وخاندي او که وژاړي!؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب