جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد سوله مل کیسې او روایت | نعمت الله صديقي

د سوله مل کیسې او روایت | نعمت الله صديقي

وکیل سوله مل د خپلو نویو کیسو په کتاب (چې زمانه خرابه شي) د تېر په څېر سریزه لیکلې او د کیسو د منځپانګو په اړه یې وضاحتي توجیه وړاندې کړې ده. دا توجیه دوه خبرې لري، یوه دا چې لوستونکو ته د خپل تخلیقي عمل سیاق او سباق په لاس ورکول دي او ترڅنګ یې یو پټ غوندې موضوعي روڼاوی دی او دویمه یې دا چې د خپل فکري او نظریاتي سوچ په اړه د اختلاف د تعامل (ډيل) رامنځته کولو هڅه ده. دا دواړه مخونې د یوه پنځوونکي له تخلیقي فوبیا پرته نور هیڅ نه دي، چې د تخلیقي متونو د قوت او پیرایې محدودیتونه رامنځته کوي او د نوښتونو د صلاحیت مخه نیسي. دا ډول بې خونده هڅه تکړه کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي هم وکړه چې بغدادي پیر یې په ډيويډجونز واړاوه.
د سوله مل په کیسو کې چې ډېره مهمه ځانګړنه ده، هغه کیسیت دی، کیسه یوازې د کیسې د مروجه فني اصولو کتارول نه دي او نه هم د موضوع له پلوه د پیښو او واقعیتونو هندارې کیسې دي؛ بلکې د دې دواړو اړخونو امتزاج او د یوه ځانګړي تخلیقي هیئت پنځول کیسیت دی. د کیسیت یو ډېر مهم توکی پلاټ دی، که څه هم قیصر اپریدي د قلندر مومند د ګجرې د یوې نیمې کیسې د بې پلاټه کیسې د ثابتولو کوښښ هم کړی دی؛ خو لکه څنګه چې قیصر بېخي د ذهین سوفسطایي نقاد په توګه کله کله سخت منطقي نقد او بحثونه رامنځته کوي؛ نو ځکه یې د پلاټ په اړه راته دا کوښښ یو څه د تامل وړ ښکاري.
د سوله مل کیسې د پلاټونو له مخې داسې پیښې رامنځته کوي، چې ځینې لوی فني او ستر موضوعي اړخونه هم پکې ثانوي ارزښت خپلوي بلکې ویل به دا بهتر وي، چې همدا ستر موضوعات همدې جالبو پلاټونو ستر کړي دي او دا یې په کیسو کې د تخلیقي عمل همغه ځانګړنه ده، چې د ده کیسو ته یې انفرادیت وربخښلی دی، د عکسونو بازار په نوم کیسه کې پلار او زوی کرکټرونه دي، پر پلار د زوی لخوا د سیاسي سوداګرۍ داسې منطقي پیښې رامنځته شوي، چې د کیسې ترڅنګ یې منطقي تسلسل یو ډول بهترین او ځانګړی پلاټ پنځولی دی. ځانګړی ورته ځکه وایم چې پر پلار پیښې رامنځته کول نه زموږ روایت دي او نه هم زموږ په کیسو کې غیر معمولي څه دي.
په روایت کې چې د تاریخي شعور نقش د خپل وخت او عصري مسایلو، دنن او پرون د نسل غوښتنې دي؛ نو جدت یې ځکه خاصه ځانګړنه بللی شي، یعنې روایت یوازې ماضي نه ده، بلکې له پرون سره د نن همغږی ته روايت وايي، دغه تاریخي شعور چې نن له پرون سره وصلوي، اصلا د پنځونې د نویوالي روح دی، کوم تخلیق چې د عصر شعور ونلرې ځانګړی ثابتول یې د تامل وړ ده، ویل دا غواړم چې د سوله مل کیسې د تاریخي شعور له مخې هیڅ داسې څه نلري چې د عصر او نسل درک دې پکې نه وي.
د ده کیسې (چې زمانه خرابه شي) د ټولنیزو، اخلاقي، فکري او حساسو ملي مسایلو داستانونه دي، د خپل ویرژلي وطن نوحې هم پکې دي او د کوتنېونو تېره تېره غشي هم لري، خواږه یې شاید همدا وي، چې د کیسې په ژبه مو د نااشنا کرکټرونو په هندارو کې خپلو نتلیو او ځپلیو څېرو ته ودروي او د خپلو ټولنیزو ناخوالو او سیاسي مسایلو د درک شعور راکوي.
په دې برخه کې د سوله مل یو څو کیسې (د نومونو تر شا)، (نوې دنده) او (هلته چې جنایتکاران ازاد ګرځي) داسې کیسې دي، چې د تخلیق د نړۍ پر عظمت یې دلالت کوي،د (د نومونو ترشا) په کیسه کې یې د ماشوموالي تجربې او په (نوې دنده) کې د خپلو سیاستونو په ژور درک او (هلته چې جنایتکاران ازاد ګرځي)  د عدالتي نا انډولیو طنزونه یې هغه کیسې دي، چې د حال او ماضي ټول خد و خال یې د خپل زورور تخيل په قوت د کیسیز تخلیق برخه ګرځولای دی.
د پښتو د کیسه لیکنې د یوه جدي لوستونکي په توګه یې وایم چې د کرکټرونو د دومره پراخې او متنوعې تجربې لرونکې کیسې مې د سوله مل د کیسو په کچه نه دي لوستي ځکه د سوله مل کیسې د کرکټرونو هغه تجربې نه ارایه کوي، چې طبعي حالاتونه یې هم په زور پر تپل شوي وي، بلکې د کیسو د سیاق او سباق سره سم یې داسې خوځولي او غږولي دي، چې له پلاټ ورسته د سوله مل په کیسو کې دویم درجه انفرادیت یې هم کرکټرونه دي، کنه د (ډارونکي خوبونه) د کیسې کرکټرونه به څوک او څنګه وغږوي یا وخوځوي.
په نوې کیسه لیکنه کې سیمبولیک تمایل د کیسې نوی روح او تفکیک رامنځته کړی دی، سوله مل که څه هم په پرلپسې توګه سیمبولیکې کیسې نه دي لیکلي؛ خو ځای نیم یې د کامیابو تجربو ریاضت بې هدفه نه دی. (زړه انا او پمن سپۍ) کیسه یې نیمه سیمبولیکه ځکه بولم، چې له پیله تر اوجه یې کردارونه د سیمبولیکې افادې احساس لېږدوي، په دې کیسه کې د کلي خلک له کوڅه ډبو سپیو په تنګ وي، د کلي یوه زړه انا راپورته کېږي د سپیو پر خلاف مبارزه پیل کوي؛ خو مبارز یې هغه وخت ټکنۍ شي چې پر وړاندې یې پیریان مخه ډب کړي. دکیسې له مکالمې او د پلاټ له سیاق او سباق څرګندېږي چې کیسه لیکوال د سیمبول د کارولو کوښښ کوي او د نړی د لویو قدرتونو د استحصال او د وړو ریاستونو د مزاحمت بیانیه پکې ځایوي؛ مګر مسله ترې هغه وخت ورانه غوندې شي کله چې د زړې انا او د پیري ترمنځ کمزورې او سسته مکالمه رامنځته کېږي او پای یې له یوه مبهم حالت سره مخ شي. که څه هم د دې کیسې کیسه او پلاټ د فاروق سرور له سګوان ناول سره یو څه موضوعي ورته والی هم لري، مګر د سبک له پلوه یې پکې یو څه بنیادي توپيرونه هم موجود دي.
هره تخلیقي پنځونه د څه محسوسو علتونو پر بنیاد رامنځته کېږي او بلاخره د خپل ټاکلي ژانر په منځ کې معاصر او متعین ځای پیدا کوي. د سوله مل ټولې ټولګې (شل میلیونران)،(زړه کلا)، (رنځورې هیلې)، (اغزن پالنګ) او (چې زمانه خرابه شي) که په همدې اساس وګورو؛ نو د خپلې رنځورې ټولنې داسې ډېرو سیاسي او د ټولنیزو ناخوالو، ربړو، بې عدالتیو او فکري ګډوډيو عکسونه به پکې ووینو چې پر ده یې کیسې تخلیق کړي دي، بل علت یې له کیسې سره د سوله مل هغه بې کچه لیوالتیا او علاقه ده، چې دا څو لسیزې یې پرلپسې(کیسو) پر د ځان وپنځاوه، یعنې د کیسې کتهارسس دی چې پر ده یې د یوه مستقل کیسه لیکوال په توګه ځان ولیکه،
د سوله مل ځینې وړې وړې فنې تیروتنې ځکه په یادولو نه ارزي، چې د کیسو لویو فکري او کیسیزو رویو (چلندونو) یې خورا لوې ښکلاوې رالورولي دي.
 کیسې یې تاندې او تخیلق یې بهانده اوسه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب