پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد لاس په اشاره چلېدونکی موبایل

د لاس په اشاره چلېدونکی موبایل

تاند- اپل د یوه داسې ایفون موبایل ټېلفون پر جوړولو کار پیل کړی چې د لاس په اشاره کار کوي.

دا موبایل، چې شیشه یې کږه یا قات ده، دې ته اړتیا نه لري چې پر شیشه یې لاس ولګول شي؛ بلکې د ګوتې په اشارې کار کوي.

د بلومبرګ تلویزیون د راپور له مخې، په دې موبایل د ټایپ کولو په مهال به کاروونکي بې له دې چې شیشه ټینګه کړي یا لمس کړي، په هوا کې ټایپ کولی شي.

دا موبایل لا تر کار لاندې دی او ویل کېږي چې لږترلږه دوه کاله نور هم پکار دي چې بازار ته راوایستل شي.

ایفون همداراز په دې کار کوي چې نوی ایفون یې قاتېدونکی وي. دا به د سامسونګ له ایج سره توپیر لري.

دواړه ټېلفونونه لا په لومړي پړاو کې دي او ښايي دواړه په یو وخت راوایستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...