دوشنبه, جنوري 20, 2025
Home+د غڼې ځاله | زهير سپېڅلی

د غڼې ځاله | زهير سپېڅلی

د غڼې ځاله” د ارواښاد نصير احمدي احمدي مشهور ناول دی. دا ناول زموږ د ټولني انځور دی. د ټولني او د وګړو کردار پکي بيانېږي. د ټولني د ظالمانه رواجونو بيان دی.

ژبه ئې داسي ده، چي ځيني صحنې عيناً درباندي ګوري او لکه د لوستونکي تر مخ چي هر څه روان دي.
د کتاب نوم د کتاب په وروستۍ پاڼه کي له همدې پاراګراف سره تړلی دی، چي وايي:

“ژوند د غڼې ځاله ده، خامخا به پکې بندېږې، که دې واڼې ورته ووتې، يوازې يو وزر به دې پاتې وي، خو که دې له حالاتو سره مبارزه وکړه، غڼو ته بېسېکه نشوې، لاسونه او پښې دې ووهلې، نو تور تارونه پرې کوی شې.”

د کتاب د مرکزي کرکټر ژوند هم دغسي د غڼې ځاله وه، چي دا  (طاهره) پڪي نښتې وه، خو مبارزه ئې وکړه  او ځان ئې زړور کړ، د غڼې له دې ځالي ئې ځان خلاص ڪړ، يو ازاد او لوړ ژوند ئې ځان ته جوړ کړ؛ ان تر دې چي د دې له برڪته ئې د اولادونو ژوند جوړ شو او د نورو خلکو په ژوند ڪي ئې هم مثبت بدلون راووست.
دا څو ټڪي د يو لنډ ياداښت په ډول ليکم،

دا به ولولئ، چي له لور، خور او مېرمن سره کورنی چلن څنګه کېږي؟
وبه وينئ، چي جنسي لوږه او تنده په دې ټولنه ڪي څومره ده؟ او د دې تندي ماتولو لپاره د نورو له مجبوريو په کوم نامه او په کومه جامه کي استفاده کېږي.

د غريبۍ، بېوسۍ، له بدي ورځي او د اولاد د نس له غمه له کوره وتلي تورسري ته د هر چا نظر له سره تر پښو، د مخ او شا له طرفه ګوري، نافونه ئې اخلي او شهوت ئې پاروي؛ مګر د هغې بده او مجبوره ورځ ئې ويده ضمير نه راويښوي.

ڪه ځيني خواخوږي هم ورسره کوي، نيت ئې بل وي او خپل ناوړه نيت ته د نېڪۍ نوم ورکوي.

زموږ ټولنه په دې شرمېږي، چي ښځي ئې تعليم يافته شي، کار وکړي او حلاله ګوله پيدا کړي، مګر په دې شرم نه ورځي، چي ښځي په ډک بازار کي له سړيو خيرات غواړي، سوال کوي او هر دوکان ته درېږي.!!!

دا به درته معلومه شي، چي دلته د انسان د ښه او بد بللو معيار څه دی؟ قضاوت پر کوم بنياد کېږي؟ د انسانانو اعمال په کومو کاڼو تلي؟ د چا ظاهر ــ باطن  او پاکي و ناپاکي په کومه تله کي تلل کېږي؟

دا به زده کړئ، چي ځيني خلک په دې ښه دي، چي يا د بدو وس نه لري يا ئې ټول بد کړي دي، نور هيڅ بد نه دي پاته، چي و ئې ڪړي.

د انسانانو په جامه ڪي  وحشي ځناور ګرځي او انسان ته به خولې وراچوي. له انسان سره انسان وحشيانه چلن کوي.

په ظاهره ځان شريف  ښيي، خو د پردې تر شا ئې اصليت بل څه وي.

وروستی ټڪی دا چي ناول دا هم راښيي، چي ژوند زړورتوب غواړي. که زړور شوې د ژوند هري ستونزي ته ماته ورکولای شې، وران ژوند ودانولای شې او که زړور نه وې، نو بيا به نور لوبي درباندي کوي او مات مات به يې.
دا ناول ولولئ، ژوند جوړول او زړورتيا به ترې زده کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب