په ډاکتر “یوازې” کوم جادوګر داسې کوډې کړې چې چورلټ له علم منکر دی، وايي نه ډاکتري شته نه ماسټري او نه هم علم او پوهه بلکې هر څه په رمل او کوډو کې دي.
هغه ډاکتر چې تل یې کوډې دروغ بللې، وې علم یې نه مني اوس له علمه منکر او په کوډو باوري شوی. ده به تل په خپلو خبرو کې ویل چې کوډې له سره شته نه، خو کله به یې چې په کوم ږیرور پټکي والا سترګې ولګېدې نو بیا به د منکر له کلمې تېر شو، خو د زړه له تله د کوډو له تاثیر منکر و، مګر اوس وايي که کوډې نه وای پیر به په یوه کف او چف له نورو ډېرې نه ګټلې نو دا هم د ثبوت یو ټکی کېدی شي.
ډاکتر”یوازې” دا هم نه مني چې په ده کوډې شوې دي وايي زه د کوډو په دې نړۍ کې پرفاعلي موقف ولاړ یم او دغه موقف خپله کوډګر باله شي.
پرون یې په لانده پټي بیا اوبه وراېښې وې، ما وې ډاکتر صیب دا پټی خو ابله ورځ اوبه شوی تر اوسه لا وتره نه دی ولې دې بیا اوبه کړ، وې څوک وايي چې پټی نه دی تږی؟ ما وې د کرنې علم وايي. وې علم په څه خبر دی پرون مې په رڼو اوبو، اوبه کړ نن د خړو اوبو وار دی یانې اوبه خړوم او پټی پرې اوبوم.
د ډاکتر په دې خبره زه هم حیران شوم. ما وې ستر عالم دی د ده خبره به سمه وي، بیا مې وې چې خړې اوبه خو تازه کښت شین کېدو ته نه پرېږدي او شین کښت وچوي، خو ده دا نه منله وې زه پخوا نه پوهېدم په علم مې باور و مګر اوس د جادو زمان دی او په جادو کې هغه کېږي چې په علم کې نه کېږي.
هغه بله ورځ ګلمرجان کاکا وې هلکه ستا استاد کل او عالم خو مې په عجیبه کار ولید، ما وې څه یې کول؟ وې لرې دې له مخې نیمه شپه یې د کلي له کنارابونو مردارۍ را ایستې او په لاره کې یې اچولې، ما ترې پوښتنه وکړه چې ډاکتر صیب څه کوې؟ وې دا خو حیواني سره او له ګټې خالي نه ده، چې سهار شو کلی ټول بویونو په سر اخیستی و، مګر ما له شرمه غږ ونه کړ. ما وې ډاکتر دی غټ نوم لري په دې خبره سپکېږي خو خلک ټول پوه و چې ډاکتر “یوازې” کلی په مرداریو لړلی دی، او پاکول یې د بېچاره کلیوالو په غاړه شول.
د جومات ملاصاحب هم غوسه و ویل یې، ډاکتر، کلیوال راټول کړي وو، لېکچر یې ورکاوه ورته ویل یې غل باید غلا وکړي او استدلال یې دا و چې همدا یې کسب دی، که دهقان بزګري ونه کړي څه به خوري، که مستري، خټګر او… خپل– خپل کار ونه کړي نو له لوږې مري، د غلو هم همدا کسب دی چې غلا ونه کړي له لوږې مړکېږي نو سرکار باید غله پرېږدي او ټوپک واله هم پرېږدي چې د ټوپک د شپېلۍ په زور خېټه مړه کړي- دا دی اوس یې غله او ټوپک واله په کور کې وزي ننوزي.
ډاکتر یوازې یوه بله عجیبه هم وکړه او خلک یې حیران کړل. وې جادو تر برق ګړندی دی نو ثابته شوه چې جادوګر تر انجنیر غوره دی، تر الوتکې چټک دی نو مالومه خبره ده چې تر ټکنالوژۍ ښه دی که نه یې منئ له کونده سوار سره څوک د پوهې اس زغلولی شي؟
دی وايي کوډګر د اورادو په پخولو د ښاپېرۍ تر لمنې رسي، ځکه خو په یو ځای کې وي، مګر نه وي، مانا هلته د ښاپېرۍ په لمن کې لوڅ لغړ ناست وي – دی خلک ویني، خو خلک دی نه ویني، ځکه نو دا خبره ثابته شوه چې هم وي او هم نه وي.
بل مثال یې داسې وړاندې کړ:
په امریکا کې مې کلونه کلونه درس ووې ګټه یې څه شوه، د دمې جوړولو په چوکۍ پسې مې زړه چوي خو درک یې نشته او د علم د ناکامۍ همدا دلیل کافي دی، وې په یوه جادويي وینا شیرپور کې د کور څښتن شوم، نو تر علم هم وینا غوره ده،خو علم پرته له عمل څخه خبرې او وینا هېڅ بولي، خو جادو په هغو خبرو باور لري چې عمل پکې نه وي.
ډاکتر”یوازې” وايي له دوست سره دښمني او له دښمن سره دوستي هم د جادو یو بل پټ راز دی، ځکه مې له دښمن سره د سولې او له دوست سره د دښمنۍ لاره خپله کړه، له همدې امله مې قاتل ته د ملګرۍ لاس ورکړ او ملګرو ته مې د دښمنۍ ماشه کش کړې.
ډاکتر صاحب وايی ګټه په یووالي کې نه شته، په تنهایۍ کې ده مګر هغه وخت او له هغه چا سره یووالی پکار دی چې دوی پخپله یووالی نه غواړي او د همدې لپاره سره یو کېږي چې یووالی ورک کړي او هغوی له مخې لیرې کړي چې یووالی راولي- دی وايي خپل “یوازې” نوم مې له همدې امله بدل نه کړ چې معنی یې د یووالي ضد ده پرته له دې نور هر څه بدلوم.
اوازه ده چې ډاکتر “یوازې” یې پخوانیو ټکریانو شړلی، مګر دی له دې منکر دی وايي ما د یوازې توب په فارمول ځان ګوښی کړ دوی مې یوازې پرېښودل او زه هم یوازې ښه یم ځکه خو دوی په یوه او زه په بله شوم او په یوازې سر په یوازې خلکو پسې ګرځم.
اوس وايي د فصلونو د اوبه خور سېسټم دې ټول زما په نقشه شي له علمي نقشې دې ووزي جادويي ته دې واوړي چې په یوه انتر منتر یا اوبه شي یا شنه لوخړه، وايي که نه یې منئ نو قسم دی په جادو درباندې له اوبو ډک سیند وچ کړم، بیا په قاف کې را پسې ګرځئ. اوس یې نوهم د سیند میراو کړ او هم د شنه فصل واکدار.
خلک وايي نور چې ډاکتر هر څه کوي کوي یې خو سیند وچولو ته یې نه پرېږدو موږ اوبه غواړو بې ابي نه.