پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهفیصل: له وسله والو طالبانو سره بندي کمانډویان افغان دولت ته سپارل...

فیصل: له وسله والو طالبانو سره بندي کمانډویان افغان دولت ته سپارل شوي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، چې هغه کمانډو سرتېري، چې له طالبانو سره په بند کې وو افغان دولت ته سپارل شوي دي.

نوموړي څو شېبې وړاندې په خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبانو هغه مهال افغان کمانډویان خوشې کړي، چې پرته له هغو طالب بندیانو، چې ویل کیږي قطر ته لیږدول کیږي افغان حکومت ټول طالب بندیان خوشې کړل.

د راپورونو له مخې استرالیا او فرانسه د هغو ۷ طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي کوم، چې د دوی سرتیري یې وژلي دي.

جاویدل فیصل لیکلي، چې هڅې روانې دي څو ستونزه حل او ژر بین الافغاني خبرې پيل شي.

بل لوره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومت به ۷ طالب بندیان قطر ته ولیږدوي او هلته به د امریکا متحده ایالت تر نظارت لاندې به وي.

د سرچینې په خبره دغه ۷ تنه طالب بندیان به له یادو هېوادونو سره له موافقې وروسته بیرته کابل او له دې ځایه به خوشې کړای شي.

https://taand.net/%d9%87%d8%ba%d9%87-%db%b7-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86-%da%86%db%90-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب