یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهغزني: خلکو د حکومت د بې غورۍ پر وړاندې لاریون وکړ

غزني: خلکو د حکومت د بې غورۍ پر وړاندې لاریون وکړ

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د غزني اوسېدونکو په دغه ولايت کې د ناامنیو او وروستيو هدفي وژنو په اړه د حکومت د نه پاملرنې پر وړانډې لاريون کړی او د کابل کندهار لويه لاره يې د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

لاریون کوونکي وایي، حکومت غزني ولایت ته پاملرنه نه کوي او جګړه د دغه ولایت تر مرکزه را رسېدلې ده.

دوی دغه راز وایي، غزني ولایت کې غیرمسئول وسله‌وال زیات شوي او هره ورځ د هدفي وژنو شاهدان دي.

لاریون کوونکي وایي، په غزني کې حاکم چارواکي د مسئولیت احساس نه کوي. دوی حکومتي چارواکي له وسله‌والو ډلو سره په اړيکو تورنوي او په وینا یې د ولايت دننه مافيايۍ کړۍ جوړې شوې.

لاریون کوونکو د کندهار کابل پر لویه لاره د تحسن خېمه وهلې او دغه لاره یې بنده کړې ده، دوی خبرداری ورکړ که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي لاریونونو ته به دوام ورکړي.

لاريون‌والو دغه راز د ټاکنو له کمېسيون او حکومت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې دغه ولايت کې ټاکنې ترسره کړي. اوس مهال د افغانستان په ولسي جرګه کې د غزني د ۱۴ ولسواليو اوسېدونکي خپل استازي نه لري.

د يادولو ده چې غزني ولايت د افغانستان له خورا ناامنو ولايتونو بلل کېږي چې څو ځله يې د وسله‌والو طالبانو له لوري د مرکز د سقوط هڅه هم شوې او په ښار دننه ترورونو او وژنو خلک تر پوزې راوستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب