شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمارک اېسپر: امریکا ۳۰۰۰ نور پوځیان له افغانستان څخه وباسي

مارک اېسپر: امریکا ۳۰۰۰ نور پوځیان له افغانستان څخه وباسي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: د متحده ایلاتو د دفاع وزیر وايي تر راتلونکې نومبر میاشتې پورې به له افغانستان څخه نږدې ۳۰۰۰ پوځیان وباسي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر په یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نور هم کم کړي.

امریکا اوسمهال په افغانستان کې تر ۸۶۰۰ پورې سرتېري لري، خو ښاغلي اېسپر ویلي چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم کم وي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ ویلي وو چې تر ټاکنو وړاندې به له بهرنیو هېوادونو خپل سرتېري ووباسي او خپل هېواد ته به یې ستنوي.

باید وویل شي چې امریکا څو ورځې وړاندې په عراق کې هم د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی دی.

په ورته مهال وال سټریټ ژورنال څو ورځې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې امریکا غواړي تر راتلونکو درېوو میاشتو پورې په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۵۰۰ ته راکم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب