چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهسعودي وایي هوایي حریم یې د اسرائيلو او اماراتو الوتنو ته پرانیستی...

سعودي وایي هوایي حریم یې د اسرائيلو او اماراتو الوتنو ته پرانیستی دی

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د سعودي چارواکو ویلي، چې هوايي حریم یې د اماراتو د ټولو الوتنو پر مخ پرانیستی دی.

د سعودي عربستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی له اماراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې ساتي او د دغه هېواد ټولو الوتنو د تګ راتګ اجازه ورکوي.

که څه هم په اعلامیه کې په واضح ډول د اسراییلو نوم نه دی یاد شوی، خو د سعودي چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې عربستان د اسراییلو پر الوتنو هم هیڅ محدودیت نه وضع کوي.

سعودي عربستان دا اعلامیه وروسته له هغه خپره کړه، چې د اسراییلو لومړنۍ الوتکې ته یې اماراتو ته د رسېدو په موخه له خپل حریم د تېرېدو اجازه ورکړه.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%87%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب