جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس په امریکا کې په...

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس په امریکا کې په بند محکوم شو

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د پلټنې ځانګړې ادارې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون پخوانی رئیس احمد یوسف نورستانی د امریکا د یوې فدرال محکمې له خوا د عمومي بودیجې د غلا په تور په ۳ کاله او شپږ میاشتو بند محکوم کړ.

دغه خبر د امریکا د پلټنې ادارې د سنبلې په ۱۱مه د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی.

د سیګار په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي نورستاني په ۲۰۱۹ کال کې په خپل جرم اعتراف کړی دی چې سل زره ډالره امتیازات ‌یې په امریکا کې له ۲۰۱۵ کال تر ۲۰۱۸ پورې د اقامت پر مهال په پټه اخیستي دي.

سرچینه کاږي چې نوموړي د امریکا دولت ته د ټولو پیسو له بېرته ورکړې سره توافق کړی دی.

ښاغلی نورستانی له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس وو، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر غني له خوا د مشرانو جرګې انتصابي غړی وټاکل شو.

یوسف نورستاني تر دې وړاندې دهرات د والي په توګه د خپلې دندې پر مهال د اداري فساد او له قدرت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د یو ملیون افغانیو نغدي جریمې او په ۱۳ میاشتو بند محکوم شوی و.

نورستانی دغه راز د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې په درغلیو هم تورن شوی دی، خو دغه قضیه تر اوسه د افغانستان د محکمو له خوا نه ده څېړل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب