شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان او افغانستان د TAPI پروژې پرعملي کېدو بیا کتنه کوي

ترکمنستان او افغانستان د TAPI پروژې پرعملي کېدو بیا کتنه کوي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) ترکمنستاني رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي کېدو بیا کتنه کوي.

دا خبره د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف او د افغانستان د مرکزي بانک د سرپرست اجمل احمدي ترمنځ په یوه ویډیوي کنفرانس کې تېره ورځ شوې دي.

سرچینې وایي، چې دواړه لوري په دې کنفرانس کې په خپل منځي اړیکو او دغه راز یو بل سره په ګډې همکاري هم خبرې کړې دي.

د ټاپي پروژه له ترکمنستان نه افغانستان بیا پاکستان او هند ته لیږدول کیږي.

د دې پروژې د جوړولو چارې د تیر ۲۰۱۵ کال ډسمبر میاشتې په ۱۳ نېټه پيل شوي دي.

د ټاپي د ګازو نل لیکه د افغانستان په هرات او کندهار ولایت کې په ۸۱۶ کیلومتره کې پاکستان ته تیریږي او بیا تر هنده رسیږي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي پروژې ټول لګښت ۸ میلیارده ډالر ښودل شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب