جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودتړوییونه او د دوی ارزښت په لیکنه کې

تړوییونه او د دوی ارزښت په لیکنه کې

لیکوال: کامران منګل

د یوې اغېزمنې منځپانګې (محتوی) لپاره په یوه لیکنه یا مقاله کې له تړوییونو ګټه اخیستل دا جوتوي چې لیکوال یا لیکواله یو/ه لوستی/ې کس دی.

تړوییونه، چې په انګرېزۍ کې ورته لینکینګ وورډ وایي، هغو وییونو یا لفظونو ته ویل کېږي چې په یوه دلیلي مقاله کې مفکرې سره تړي او ووبونه (کانټکسټونه) ځلوي چې لوستونکي یې په اسانۍ سره ولوستلای شي چې موضوع څه ده او کومه خبره له کومې سره تړلې ده.
مهم ټکي روښانول:
– دا یو ناردوونکی حقیقت دی چې
It’s an undeniable fact that
بېلګه: دا یو ناردوونکی حقیقت دی چې ترهګري کوم مذهب نه لري.
– دا بې اړنګه خبره ده چې it’s without doubt that
بېلګه: دا بې اړنګه خبره ده چې ننګیال یو ډېر رښتینی سړی دی.
– په څرګند ډول obviously
بېلګه: دی په څرګند ډول نه پوهېده چې په چاپېریال کې یې څه روان دي.
– په ځانګړې توګه /په ځانګړي ډول especially
بېلګه: ماته مرغۍ ډېر خوند راکوي، په ځانګړې توګه/په ځانګړي ډول کونګ.
– لا اړینه دا ده چې more importantly
بېلګه: لا اړینه دا ده، چې موږ تر پېښېدو مخکې د دې مخنیوی وکړو.
– دا باید یاده شي چې It has to be mentioned
بېلګه: دا باید یاده شي چې په پای کې دا موږ پورې اړه لري چې له ټولنیزو رسنیو څه ډول ګټه پورته کوو.
– دا د یادونې وړ خبره /دا یادنوړ خبره ده چې
It’s worth mentioning
بېلګه: دا یادنوړ خبره ده چې د تېر کال په پرتله په ښوونیز سیسټم کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی.
– یو یادنوړ ټکی چې باید هېر نه شي دا دی چې
The point is worth to be mentioned and shouldn’t be forgotten
بېلګه:
یو یادنوړ ټکی چې باید هېر نه شي دا دی چې ښځو ته دې په دغه ډګر کې حق ورکړل شي.
– دا باید په غور/پام کې ونیول شي
It has to be taken into account
بېلګه: دا باید په غور/پام کې ونیول شي چې د زده کوونکي د کورنۍ مالي وس څومره قوي دی.
– خورا اړینه دا ده چې
More essential is that
بېلګه: خورا اړینه دا ده، چې د دې ستونزې حلولو لپاره باید یو پلان په مخکیا کې طرحه کړو.
زیات معلومات یا دلیلونه ورکول یا زیاتې بېلګې راوړل: to add more information or arguments
– یو بل د پام وړ ټکی
Another significant point is
بېلګه: یو بل د پام وړ ټکی دا دی چې په ټولنیزو رسنیو کې ستا ځاني معلومات ناخوندي وي.
– بل اړین اړخ چې باید یاد شي Another important aspect that has to be mentioned
بېلګه: د یوټوب یو بل اړین اړخ چې باید یاد شي دا دی چې سړی پکې پیسې ګټلای شي.
– سربېره پر دې additionally /furthermore
بېلګه: موږ ته پکار ده چې پښتانه د مورنۍ ژبې پر ارزښت وپوهوو. سربېره پر دې، د ماشومانو لپاره د په مورنۍ ژبه کې د زدکړې زمینه برابره شي.
– دې ته په زیاتو (+ باید وویل شي) in addition to that
بېلګه: په اسلام کې د ښځو پر تعلیم ټینګار کېږي.
دې ته په زیاتو باید وویل چې ښځینه وګړي د ټولنې نیمه برخه جوړوي.
– له دې پرته besides
بېلګه: د ټولنیزو رسنیو یوه ګټه دا ده چې د نړۍ خلک یو بل ته نژدې کوي. له دې پرته، فېسبوک کاروونکي هر ډول معلومات ترلاسه کولای شي.
– همداراز /همدارنګه likwise
بېلګه: ټولنیزې رسنۍ سړی د ښوونیز، کلتوري او پوهنیز معلومات بودلای (حاصلولای) شي. همدراز/همدارنګه خلک پخپله پاڼې او ډلې د بېلابېلو موخو لپاره جوړولای شي.
– بله دا چې what’s more
بېلګه: ډېر انټنرنېټ کارول سړی له ټولنیز ژوند لیرې ساتي. بله دا چې، انسان لټ کوي.
– له دې نه علاوه furthermore
بېلګه: ډېر انټنرنېټ کارول سړی له ټولنیز ژوند لیرې ساتي. له دې نه علاوه، انسان لټ کوي.
– یو بل مثبت/منفي اړخ دا دی Another positive/negative aspect
بېلګه: د ټولنیزو رسنیو یو بل منفي اړخ دا دی چې سړی د خپل چاپېریال له خلکو یې لیرې ساتي.
د … بله ګټه/تاوان دا دی another advantage/disadvantage of …
بېلګه: د کتاب لوستنې یو بله ګټه دا ده چې ستا ذهني ځواک پیاوړی کوي.
کله چې د یو څه منفي او مثبت اړخونه هممهال رڼول غواړو:
۱) له یوې خوا … له بلې خوا
on the one hand .. on the other hand
بېلګه: له یوې خوا فېسبوک ډېرې ګټې لري، له بلې خوا ډېر تاوانونه هم.
۲) له یو پلوه … له بل پلوه
on the one hand .. on the other hand
بېلګه: له یو پلوه فېسبوک ډېرې ګټې لري، له بل پلوه ډېر تاوانونه هم.
۳) یوخوا … بلخوا
on the one hand .. on the other hand
بېلګه: له یوې خوا فېسبوک ډېرې ګټې لري، له بلې خوا ډېر تاوانونه هم.
بېلګې ورکول :
– لکه like/such as
بېلګه: ډېرې بررګرې خوړل ډول ډول ناروغۍ زېږوي لکه ډیابېټ.
– د بېلګې/ساري/مثال په توګه for example
بېلګه: ډېرې بررګرې خوړل ډول ډول ناروغۍ زېږوي د بېلګې/ساري په توګه ډیابېټ.
– د یوې بېلګې پر بنسټ on the basis of an example
بېلګه: ښوونکي زده کوونکي دغه فارمول د یوې بېلګې پر بنسټ توضیح کړ.
لاملونه او پایلې څرګندول:
– نو thus/hence
بېلګه: که چېرې داسې وي، نو غواړم یې.
– نو ځکه that’s why
بېلګه: هغه ناجوړ و، نو ځکه ډاکټر ته لاړ.
– له همدې کبله/لامله for this reason /due to
– خوشال له احمد سره ډېر بد چلند کاوه. له همدې کبله/لامله احمد له هغه سره ټولې اړیکې پرې کړې.
– د دې په پایله کې as a result of this
بېلګه: باتور په ښوونیز ډګر کې سپېڅلې مبارزه کوي. د دې زیار په پایله کې دولت هغه ته یو ستاینلیک ورکړ.
– د … لامل /کبل دا دی the reason of .. is
بېلګه: له خوشال سره د احمد د اړیکو پرېکولو لامل/کبل دا دی چې هغه به ورسره بد چلند کاوه.
– دا/ځکه چې because
بېلګه: هغه وختي ډاکټر ته لاړ، دا/ځکه چې ډېر ناجوړ و.
د شته حقیقتونو په شتون مخالف حالتونه روښانول:
– سره له دې چې although
بېلګه: اباسین نن ښوونځي ته ځي، سره له دې چې ناروغ دی.
– ان دا چې even though
بېلګه: پاڅون هره ورځ کار ته ځي، ان دا چې یوه پښه یې ماته ده.
– که څه هم even if
بېلګه: که څه هم رښتین ډېرې ربړې او ستونزې لري، دی تل له نورو سره مرسته کوي.
– په داسې حال کې چې despite the fact
بېلګه: رښتین تل له نورو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې پخپله ډېرې ربړې او ستونزې لري.
بډ (مخالف) دلیلونه راوړل:
– خو/مګر but
بېلګه: بهاند ډېر ځله نکام شوی دی، خو بیا هم تل هڅه کوي.
– په اوښتې توګه (برعکس) inversely
بېلګه: اتل ډېر سست او لټ زده کوونکی. د ده ورور په اوښتې توګه ډېر تکړه دی.
– د دې په تضاد کې in contrast to that
بېلګه: د زوړ سیسټم په تضاد کې، دغه نوي سیسټم ډېر پرمختګ کړی دی.
وړاندې شوي ټکي یا دلیلونه په بدله بڼه د ژر پوهېدنې لپاره بیا تکرارول:
– په بله وینا in other words
بېلګه: مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتلی. په بله وینا، موږ سخته ماتې ورکړه.
– په نورو ټکو in other words
بېلګه: مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتلی. په نورو ټکو، موږ سخته ماتې ورکړه.
– یانې namely
بېلګه: مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتلی. یانې، موږ سخته ماتې ورکړه.
په پای کې تر ټولو مهم ټکي بیا راغونډول:
– په ټوله کې باید وویل شي in general it has to be said
بېلګه: په ټوله کې باید وویل چې دا موږ پورې اړه لري چې د رسنیو پر خبرونو څومره باور کوو.
– له پورتنیو دلیلونو /بېلګو دا روښانېږي چې the examples/arguments given above make it clear that
بېلګه: له پورتنیو دلیلونو دا روښانېږي چې په علمي ډګر باید لا ډېرې څېړنې وشي.
– په پای کې دا ویلای شو چې eventually we can say
بېلګه:
په پای کې دا ویلای شو چې له دغو ستونزو سره سره باید سړی همت له لاسه ورنکړي.
– په لنډو ټکو in brief
بېلګه: کله موږ قانون ته درناوی کوو، ځینې نور ترې سرغړونه کوي. په لنډو ټکو، موږ قانون جوړوو او نور یې ماتول غواړي څه چې زموږ راتلونکي ګواښناک پرېوتلای شي.
– له هر څه په پام/غور کې نیولو سره all things considered
بېلګه: له هر څه په پام/غور کې نیولو سره باید وویل شي چې د ځینو ربړو په شتون باید موږ همت له لاسه ورنکړو.
کله چې په لیکنه یا مقاله کې د بل چا لید ته اخځ ورکول غواړو
– د پلانکي په اند in X opinion
بېلګه: د اندیال په اند تاریخ تر جغرافیې ډېر غوره مضمون دی.
– پلانکی په دې/بل اند دی X opines
بېلګه: لوراند په دې اند دی چې امریکا پر ایران برید نه شي کولای.
– د پلانکي د نېز /اند/لید له مخې in X view
بېلګه: د زرلښتې د نېز/اند/لید له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال په خلکو کې ډېر شعور راغلی دی.
– د پلانکي د لیدلوري له پلوه from x perspective
بېلګه: د ګلڅانګې د لیدلوري له پلوه منظور پښتین کولای شي چې خلک سره یو کړي.
– په دې اړه پلانکی یو بدل لید لري
X has different opinion about that
بېلګه: په دې اړه پتیال یو بدل لید لري او وایي چې په دې کې باید موږ د یو بل ملاتړ وکړو او یواځې یې نه شو ترسره کولای.
– د پلانکي د وروستیو شننو /څېړنې له مخې
According to X’s recent analysis/researches
بېلګه: د زلمي وروستیو شننو له مخې افغانستان په راتلونکي کال کې د ملي پانګې د زیاتولو توان لري.
– پلانکی له څېړنې وروسته دې پایلې ته راورسېد
After his research, X has come to the conclusion that
بېلګه: ډاکټر بېګ له څېړنو وووسته دې پایلې ته راورسېد چې د سراطان ناروغۍ رغېدنې لپاره نورې اسانې لارې هم شته.
– پلانکی اندي چې X thinks that
بېلګه: زبېر اندي چې هند تر چین ډېر نفوس لري.
– پلانکی داسې انګېري/داسې ګومان کوي X suppose that
بېلګه: میرزا داسې انګېري چې داوود خان د افغانستان لومړنی ولسمشر و.
– پلانکی دا ادعا کوي X claims that
بېلګه: ځلا دا ادعا کوي چې ورور یې خپل حق نه ورکوي.
– پلانکی خپل وړاندیځ په لاندېني شکل رامخته کوي
X brings his suggestion forward as followed
بېلګه: لونګ خپل وړاندیځ په لاندېني شکل رامخته کوي: تر هر څه لومړی باید یوه فابریکه جوړه شي او بیا یو مارکېټ جوړ شي.
– پلانکی دا روښانوي /څرګندوي
X emphasizes that
بېلګه: میرویس دا روښانوي/څرګندوي چې د هلمند سنند اوبه راګرځول به د هېواد کرنیزه وده لا زیاته کړي.
– پلانکی دا اړینوي چې X necessitate that
بېلګه: امېد دا اړینوي چې د جرګې لخوا دې پر ولور بندیځ ولګول شي.
– پلانکی دا مهموي چې X highlight that
بېلګه: په دې مقاله کې ګلمکۍ د موبایلونو زیانونه مهموي.
– پلانکی دا اوڅاروي چې X makes it clear
بېلګه: زرغون دا اوڅاروي چې په ښوونیز سیسټم کې دغه بدلنونه ولط اړین دي.
– پلانکی د …. ارزښت په لاندېنۍ بڼه ځلوي
X shows the importance of … in the following manner
بېلګه: باچاخان بابا مورنیو ژبو کې د زدکړې ارزښت په لاندېنۍ بڼه ځلوي: “کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، او له کوم قامه چې خپله ژبه ورکه شي، نو هغه قام ورک شي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب