جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهستانکزی: د سولې بين‌الافغاني خبرې ژر پيلېږي

ستانکزی: د سولې بين‌الافغاني خبرې ژر پيلېږي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، بين الافغاني خبرې ډېر ژر پيلېږي.

نوموړي نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی به د ملت په استازيتوب د يوه پرمختللي، ازاد او يو موټي افغانستان په هدف چې په هغه کې د ټولو وګړو حقونه خوندي وي، د سولې خبرې پيل کړي.

ستانکزي زياته کړه، د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د مشورتي لويې جرګې پرېکړه‌ليک په اصل کې د سولې د مخامخ خبرو لارنقشه ده.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بنديانو د تبادلې پروسه تېره شپه پای ته ورسېده او ټاکل شوې وه نن د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي خو د نامعلومو دلايلو له کبله دغه سفر سبا ته ځنډېلی دی.

1 COMMENT

  1. بیا د پاڼی پر مخ عکس د ډاکتر یوسف نورستانی دی نه د معصوم ستانکزی. یوسف نورستانی د دوشنبه پر ورځ په امریکی کی د دریو کالو لپاره په تعلیقی حبس محکوم شو او همداسی به د هغه کور کی تر شپږ میاستو نظر بند وی. خو ستانکزی بیا د سولی د شورا مشر دی چی قطر ته د بین الافغانی خبرو لپاره پر لاره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب