جمعه, فبروري 6, 2026
Homeسپورتد ننګرهار په پچیراګام کې د افغان سولې په ملاتړ د کرکټ...

د ننګرهار په پچیراګام کې د افغان سولې په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پيل شوې

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې افغان سولې د روانو خبرو په ملاتړ د کرکټ ۱۲ اوره سیالۍ پیلیږي.

د یادې ولسوالۍ د کرکټ بورډ مسؤل خلیل انځور وایي، چې په دې سیالیو کې ۲۴ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

دا سیالۍ نن د بام خېلو تورغر او بام خېلو شمشاد لوبډلې په لوبې سره پيل شوې.

مسولانو زیاته کړه، چې له دې لوبو څخه یې موخه د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ دی.

په دې سیالیو کې نندارچیانو د بال د کېچ د ترلاسه کولو په بدل کې قلم او کتابچې ډالۍ ورکول کیږي څو د لوبو ترڅنګ ځوانان زده کړو ته هم وهڅول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...