دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۳۲ تنه قاتلین، غله او...

ننګرهارکې پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۳۲ تنه قاتلین، غله او غاصبین نیولي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د ننګرهار چارواکي وایي د دې ولایت پولیسو په یوه میاشت کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال ۱۳۲ تنه مجرمین نیولي دي.

د دې ولایت والي ضياالحق امرخېل نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له يادو کسانو څخه سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي، درنې او سپکې وسلې او نقلیه وسایط هم نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره په نیول شویو کسانو کې قاتلين، د نشه يي توکو قاچاقبر، غاصبين وسله وال غله او نور شامل دي.

امرخیل وایي نیول شوي ۷۷ کسان د جنایي جرمونو لکه  قتل، غلا، قاچاق، غصب، جنګ په تور نیول شوي او په خبره یې دغه راز ۳۵ تنه بیا د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې تیره ورځ هم په دې ولایت کې  د ملي امنيت ځواکونو دوه موټرې له ۲ ټنه امونیم نایتریت سره نیولي وو.

ننګرهار کې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې او هدفي وژنې ډیرې شوي او خلک هم له حکومتي چارواکو غواړي څو په دې برخه کې اقدامات ګړندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب