Homeخبرونهد پکتیا رسنیز دفتر: طالبانو په دغه ولایت کې یو دیني عالم...

د پکتیا رسنیز دفتر: طالبانو په دغه ولایت کې یو دیني عالم وژلی

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: د پکتیا ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې یو دیني عالم او یو حافظ د قران وژل شوي دي.

د پکتیا له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وسله والو طالبانو نن غرمه مهال ددغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند نوزي خوله سیمه کې د مولوي مهاجر په نوم یو دیني عالم او د قاري عبدالعزیز په نوم یو حافظ د قران وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبانو دغه کار د منبر غږ د خاموشه کولو په خاطر تر سره کړی دی.

سرچینه کاږي مولوي مهاجر یو سوله غوښتونکي انسان وو چې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې د جامع جومات د امام په توګه دنده تر سره کوله.

د معلوماتو له مخې وژل شوي دواړه کسان د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي چې د کار د ترسره کولو لپاره څمکنیو ولسوالۍ ته تللي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بلخوا د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وايي چې تېره ورځ هم طالبانو په دغه ولایت کې یو ماشوم وژلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...