دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان، ایران او ازبکستان د ترانزیتي چارو پر اسانتیا خبرې کړي

افغانستان، ایران او ازبکستان د ترانزیتي چارو پر اسانتیا خبرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) ایراني رسنۍ وایي، چې افغانستان، ایران او ازبکستان په خپلو کې د ترانزیتي چارو پر اسانتیا خبرې اترې کړې دي.

یادې رسنۍ زیاتوي، چې د یادو ۳ واړه هېوادونو د ترانسپورت وزارتونو لوړپوړو چارواکو د لومړي ځل لپاره د ترانزیتي مسایلو پر سر درې اړخیزه غونډه ترسره کړې ده.

د سرچینو په حواله په دغه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او ایران ترمنځ پر سوداګرۍ او ترانزیت د بحثونو ترڅنګ ټینګار شوی، چې په دې برخه کې به لا ډېر اساسي او مهم اقدامات ترسره کېږي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%b2%d8%a8%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b2%db%8c/

سرچینې وایي، چې دغه راز په یاده غونډه کې د هرات خواف او هرات-مزار د رېل پټلیو پر ژر جوړېدو هم ټینګار شوی دی.

افغانستان، ازبکستان او ایران په دې درې اخیزه غونډه کې ویلي، چې ازمویښتي سوداګري د ګډ کورېدور له لارې ترسره شوې ده او باید هڅه وشي، چې سوداګري وغوړېږي او دغه ځمکنی دهلیز لا پراخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب