پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د ۱۲ هېوادونو ته نوي سفیران معرفي کړل

د افغانستان حکومت د ۱۲ هېوادونو ته نوي سفیران معرفي کړل

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومت ۱۲ بهرنیو هېوادونو ته نوي سفیران معرفي کړل او په استرالیا کې یې د شته برحال سفیر دنده د یو بل کال لپاره تمدید کړه.

د خپاره شوي لېست له مخې بهرنیو هېوادونو ته ټاکل شوي سفیران په لاندې ډول دي:

امان الله جیحون د اذربایجان لپاره

خالد احمد زکریا د ایټالیا لپاره

امیرمحمد رامین د ترکیې لپاره

زلمی رسول د بریتانیا لپاره

سید طیب جواد د روسیې لپاره

بسم الله وزیر د قرغیزستان لپاره

منیژه باختري د اتریش لپاره

یما یاري د جرمني لپاره

فرید ماموندزی د هند لپاره

نجیب الله علي خیل د پاکستان لپاره

خان‌ ولي خان بشرمل د عشق اباد لپاره

او شفق خواتی په ایران کې د افغان کډوالو ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

دغه راز د وحید ویسي ویسي دنده په استرالیا کې د سفیر په توګه د یوه کال لپاره تمدید شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...