Homeخبرونهولسمشر غني پروان کې د سېلاب ځپلو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه...

ولسمشر غني پروان کې د سېلاب ځپلو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې

ږتاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ پروان ولایت په سفر لاړ.
نوموړي هلته یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په راتلونکې اونۍ کې به په ټول هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو ابعاد وڅېړل شي.

غني په خپل دې سفر کې د پروان له خلکو سره ژمنه وکړه، چې ټولو غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي او زیاته یې کړه، چې د پروان کانال به هم ژر جوړ کړي.

هغه ویلي، چې حکومت هڅه کوي، څو د دغه ولایت اوبه په ښه ډول مدیریت کړي.

ولسمشرغني داسې مهال پروان ته په سفرځي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو په پایله کې د سختو سېلابونه راوتو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د معلوماتو له مخې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې یې د ۱۹۰ تنو ژوند واخیست او ۱۷۲ نور یې ژوبل کړل.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%da%a9%d8%a8%d9%84%d9%87-%db%b1%db%b1%db%b0-%d8%aa%d9%86%d9%87-%d9%85%da%93%d9%87/

په ورته مهال بیړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، راغلو سېلابونو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي او دوی هڅه کوي څو دوی ته لومړنۍ اسانتیاوې برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...