Homeخبرونهقریشي: افغان سیاسیون دې د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه پورته...

قریشي: افغان سیاسیون دې د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه پورته کړي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) پاکستان ویلي افغان سیاسیون باید د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر تړاو خبرې کړې دي.

قریشي ویلي افغان سیاسیونو ته په کار ده چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړي او د یوه پراخ تفاهم د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.

پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او هڅه یې دا ده چې ددواړو لورو ترمنځ اړیکې پراخې شي.

حنیف اتمر هم ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم شاه محمود قریشي او حنیف اتمر د افغان سولې پر تړاو خبرې کړې وي او پاکستان ژمنه کړې وه چې په افغان سوله کې ریښتینې همکاري کوي.

خو افغان بل لور ته افغان سیاسینو هر وخت د پاکستان په نیت شک څرګند کړی او ویلې یې دي چې پاکستان هیڅکله له افغانستان سره ریښتینې همکاري نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...