Homeخبرونهبلوچستان کې ۹ جسدونه موندل شوي

بلوچستان کې ۹ جسدونه موندل شوي

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۱مه』‏د پاکستان ایالتي امنیتي مسوولانو ویلي، چې د بلوچستان په غرونو کې د ۹ مسافرو جسدونه موندل شوي دي.

مسوولان زیاتوي چې دغخ کسان وسله والو تښتولي او بیا یې وژلي دي.

د بلوچستان حکومتي مسوولانو زیاته کړې، چې د وژل شویو مسافرو پر بدنونو د ډزو نښې ښکاري.

وژل شوي کسان ټول پنجابیان دي.

که څه هم پاکستان په ورته بریدونو کې د بلوڅ بېلتون پالو جنګیالیو لاس لرلو ادعا کړې، خو تر اوسه د دغو مسافرو د برمته کولو او بیا وژلو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بلوچستان د حکومت ویاند، شاهد رنډ ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له دې وړاندې د وسله والو درې بریدونه شنډ کړي او تور یې لګولی چې د بلوڅ بېلتون پالو ملاتړ د هند استخباراتي ادارې کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره مارچ میاشت کې د پاکستان پر جعفر ایکسپرس اورګاډي د بلوچ بلتون پالو جنګیالیو په برید کې ۲۱۴ تنه برمته شول، چې له ډلې یې د پاکستان لسګونه پوځي کارکوونکي ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...