Homeخبرونهد کابل او استانې ترمنځ پر مستقیمو پروازونو خبرې وشوې

د کابل او استانې ترمنځ پر مستقیمو پروازونو خبرې وشوې

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۱مه』د طالبانو ‏د ټرانسپورټ وزارت د واټ ټرانسپورت معین ملا عبدالسلام حیدري د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال کالیاکپاروف ماکسات سره کتلي.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانسپورټي اړیکو، دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوال واټ ټرانسپورټ لېږد را لیږد هوکړې او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو پروازونو پر پیل خبرې وشوې.

حیدري قزاقستان سره ټرانسپورټي اړیکې له سیمې او نړۍ سره د همکاریو پیاوړتیا په اړه د افغانستان ستراتیژۍ مهمه برخه بللې ده.

نوموړي زیاته کړه چې، د دې هوکړو عملي کول به د دواړو هېوادونو او سیمې سره په سوداګریزو او ټرانزیټي راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

بل‌ لورته د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال هم افغانستان سره د ټرانسپورټ برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...