Homeخبرونهډار: د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارېدو مخنیوی مو له...

ډار: د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارېدو مخنیوی مو له طالبانو مشروع غوښتنه ده

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۱مه』د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار وایي، کابل ته یې د اپرېل ۱۹مې سفر او د افغانستان – پاکستان – چین بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ګډون یې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د تعامل د زیاتوالي په موخه بېلابېل ګامونه اخیستي دي.

اسحاق ډار د سویل ختیځ اسیایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته دغه راز زیاته کړې، چې پاکستان په دې باور دی چې یو سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

هغه زیاته کړې چې، پاکستان د افغانستان په برخه کې ډېرې هڅې کوي او د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې یې د افغانستان د خاورې نه کارېده له طالبانو مشروع غوښتنه ده.

که څه هم طالبانو په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په مکرر ډول د افغانستان د خاورې د کارول کېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې دي.

دوی ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارېږي.

1 COMMENT

  1. دا څلوويښت کاله د افغانانو ژوند د اور لمبو کي
    داهم د افغانانو کار وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...