ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
د اوزبکو او ترکمنو ملا صاحبان په دوو برخو وېشلی شو: یو هغه چې عالمان او مدرسان دي.هغوی ته دوی داملا صاحبان وایي. د داملا صاحب ډېر احترام کېږي، په هره غونډه یا مېلمستا کې یې د ناستې ځای معلوم وي او د قوم مشران یې ډېر احترام کوي، تر داملاصاحب بر کېناستل نادوده ښکاري.
داملا صاحب په داسې جومات کې امامت کوي چې مدرسه ولري او اقلا لس،پنځلس طالبان او یو شمېر کوچینان پکې علم حاصلوي. وړو شاګردانو ته مشران طالبان سبق وایي او طالبانو ته پخپله داملا صاحب سبق ښیي.
بله برخه کم علمه ملایان دي چې صرف لمونځونه ورکوي. له دوی څخه نه څوک سبق وایي او نه د کومې مسلې پوښتنه کوي. ځوان ملا چې له لمانځه فارغ شي، د بای په مېلمستون کې یې د مېلمنو خدمت په غاړه وي. ځوان او کم علمه ملا ته دوی مقصوم وایي. د مېلمه د آس تړل، د چایو اېشول،مېلمه ته دسترخوان غوړول، چای ورته ږدول، د ډوډۍ په وخت د مېلمنو لاس وینځل د مقصوم له وظایفو څخه وي. بای په مقابل کې مقصوم ته ډوډۍ ورکوي. بای او د کلي نور مقتدیان ورڅخه نوره مرسته هم نه سپموي.
که مقصوم بې کوره و، د بای کره یې پاخه اړولي وي، که یې واده کړی و، کله چې د مېلمنو له خدمته وزګار شي، خپل کور ته ځي.
دا نیمچه چې په غاښ پاخه شي، ورو ورو د بای له خدمته لاس اخلي، کلیوال ورڅخه دمونه او تعویذونه غواړي. مقصوم صاحب د دې ورځې پېش بین وي، دا کسب یې هم زده کړی وي.
ځينې کم علمه ملایان چې خوله ور او له پښو چټک وي، هڅه کوي چې له جوماته بهر روزي ومومي، چک باشي یا کوکباشي شي، یا دوَک او ارباب، خو د ملایي عنوان تر مرګه ورسره وي، مثلا ملا چاري کوکباشي، یا ارباب ملا مومن یا…
چک باشي د وړې ویالې د اوبو د وېش نګران او کوکباشي د غټې ویالې د اوبو د وېش او رسولو مسوول ته وایي. میرآب باشي بیا د درست نهر د پاکولو او د اوبو د رسولو مراقبت کوي.(دوَک) د ارباب( ملک)مرستیال ته وایي.