Homeخبرونهتخار کې یوه زوم خپل ۴ خسرخېل وژلي او ۴ نور ټپیان...

تخار کې یوه زوم خپل ۴ خسرخېل وژلي او ۴ نور ټپیان کړي

تاند:(دوشنبه، د میزان ۲۴مه) د تخار لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې څلور تنه د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. 

په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي ویلي، چې دغه پېښه د مرکز تالقان په خس کپه سیمه کې شوې ده. 

 د هغه په خبره، د کورنۍ څلور غړي د هغوی د زوم له خوا په یوه شخړه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. 

وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي. 

ساپی وایي چې د پیښې په تړاو یو کس نیول شوی او په دې اړه د دوی پولیسو پلټنې پيل کړي دي. 

 په وروستیو کې له مختلفو سیمو د کورني تاوتریخوالي خبرونه زیات شوي.

فقر، بې کاري او په ټوله کې د خلکو د رواني وضعیت خرابوالی د داسې پېښو اصلي لاملونه یادیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...