یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران د هغو کسانو مجازات پیل کړل چې ناقانونه افغان کډوالو ته...

ایران د هغو کسانو مجازات پیل کړل چې ناقانونه افغان کډوالو ته کار ورکوي

تاند:(دوشنبه، د میزان ۲۴مه) د ایران حکومت پر افغان کدوالو د فشارونو په دوام، خپلو هغو خلکو ته د جریمې اعلان کړی چې په ناقانونه توګه ایران ته راغلي افغان کارګران د کار لپاره ګوماري.

د ایران د کار ادارې یوه چارواکي وحید نقوي وویل، هر څوک چې ناقانونه افغان کارګران په کار وګماري، د ګومارل شوي کارګر د ورځیني معاش ۵ برابره نقدي جریمه به ورکوي.

د هغه په وینا، په دې برخه کې یو شمېر شرکتونه نښه شوي او جریمه شوي هم دي.

د پاکستان ترڅنګ په وروستیو کې ایران هم د افغان کډوالو د ویستو او پر دوی د فشارونو لړۍ چټکه کړې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ایران او پاکستان ته د طالبانو د ګواښونو او اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله سلګونه زره افغانان په ناقانونه توګه کډوال شوي.

یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د طالبانو حکومت دوی سره د کوربه هېوادونو ناوړه چلند او د ویستو هڅې یې د بشري حقونو خلاف ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب