یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکایي استازی: افغان شیعه ګان د تاوتریخوالي ډېر قربانیان دي

امریکایي استازی: افغان شیعه ګان د تاوتریخوالي ډېر قربانیان دي

تاند:(دوشنبه، د میزان ۲۴مه) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ د بغلان په پلخمري ښار کې د جمعې ورځې هغه برید غندلی، چې د افغان شیعه مذهبو پر یوه جومات ترسره شو.

ویسټ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې افغان شیعه ګان د تاوتریخجن افراطیت له امله ډېر زیانونه ګاللي دي.

هغه یاد شوی برید ترهګریز عمل ګڼلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي څرګنده کړې ده.

د طالبانو ځایي چارواکو په دغه برید کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۱۲ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی و.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ګډون په سیمه کې د امریکا یو شمېر مخالف هېوادونه په ښکاره او کنایه، د داعش ډلې تر شا د امریکا د ملاتړ ادعاوې کوي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه شوې ادعاوې نه دي تایید کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي هغو څرګندونو ته په ْضمني توګه د رد ځواب ورکړ، چې ویلي یې وو: امریکا په افغانستان کې د داعش د پياوړي کولو په هڅه کې ده.

مجاهد ادعا کړې وه چې داعش ډله دوی ځپلې او د پياوړتیا هڅې یې نه دي لیدل کیږي.

هغه د دې ترڅنګ ټینګار کړی و چې افغانستان به د هېوادونو د سیالۍ په میدان بدلیدو ته پرې نه ږدي.

له دې سره، یو شمېر افغان شنونکي په افغانستان کې د مشخصو قومي، سمتي او مذهبي ادرسونو په اړه د بهرنیو هېوادونو او دیپلوماتانو څرګندونې مغرضانه بولي او وایي د داسې څرګندونو تر شا منفي نیتونه موجود دي.

5 COMMENTS

  1. امریکائی تفریقه اندازه او د قدیانیو طالبانو مشره ټام ویسته ، د تاسو په کومک او ملاتړافغانستان کښی نه یوازی شعیه ګان بلکه ټولی افغانانی او ټول افغانان د تاسو له خوا حاکم شوو قاتلانو له خوا د تاوتریخوالی قربانیان دی !!!!!!!!

  2. دا بیخي سمه خبره نده او تاسو د divid and concur کوشش بیا مکوئ. په افغانستان کې د ټولو نه زیات پښتانه مړه شوي او هم ورسره ظلم شوی. په دې تیرو ۵۰ کلو کې د پښتون چې اکثریت دی ورته د اقلیت په سترګه کتل شوي او حق یې دې وړو قومونو لکه هزاره او بل چې د ګوتو په شمیر دی خوړلی. شیعه ګان خپلې رهبرۍ او ایران وژلي او تور یې په بل پورې کړی.

    • سل په سلو کې درسره همغږئ یم. ددوۍ د غپا وجه بله ده. هغه دا سي طالبان د سیهونیستي نازیانو د وحشت په ضد ښارو ته راووتل.نو دغه سوډران هلته د ایران په ضد پلانونه جوړوي او دلته دغه د بشریت دښمنان د شیعه ګانو خواخوږ رمباړي وهي 😡

  3. د خنځیر زویه په شعیه ګانو کال کی څلور واری انتحاری کیدله هغه وخت چیری وې اوس پر هغوی کوم مشکل ده؟ ښځی کونه دی په شعیه ګانو غی ـ دا د کرزی حکومت ندی چی ورته د لومړی مرستیال چوکی ورکړې ـ

  4. تف لعنت په دغه خنزیر 🐖یهود لعنت الله. دغه ټولې بدبختۍ تاسي د بشریت دښمنانو راوړې. دغه سوډر ولي دغه خبرې کوي ؟ ځکه سي د طالبانو دولت د فاشیستي نازي اسرائیلو خنزیرانو په ضد مظاهرو ته راووتل. 🐖😡🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب