یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+شهزادګۍ هندیه | لیکنه: غني حسن

شهزادګۍ هندیه | لیکنه: غني حسن

د افغانستان د روشنفکر، نامتو لیکوال څېړونکي،مورخ او ژورنالیست علامه محمود طرزي یوه لمسۍ او د ملکي ثریا او امان الله خان  په کورنۍ کي یوه ماشومه په داسي حال کي زېږي، چي امان الله خان خپل محبوب وطن او د افغانستان طلايي دوره نیمګړې پرېږدي او په هند کي د پردیسۍ شپې او ورځي په اوښکو سبا کوي، ځکه د فورمونو، اصلاحاتو غوښتونکی او د ترقۍ په لور په چټکۍ دا شخص او کورنۍ ئې دې ته مجبوره کوي، چي وطن پرېږدي، ځکه دلته ترقي پسنده اذهان لا نه وه چمتو، چي اصلاحات راسي او  زموږ د مذهبي سنګر د جلو واګي د انګرېز په لاسونو کي وې، او د تکفیر توري  ئې د متشدېدو او لارو وهونکو ته په لاس ورکړې، چي د ترقۍ دا کورنۍ له کابل څخه کندهار، له هغه ځایه کراچۍ او بیا هند ته مبجوره کړي.

د 1929 کال د جنورۍ په 14 مه، امان الله خان وطن پرېښوئ؛ خو پنځه میاشتي وروسته د هند په ممبی کي د جون پر 7، 1929 کال و، چي په دې کورنۍ کي یوه ماشومه وزیږیدل، نوم ئې ورباندي هندیه کښېښول، خو امان الله خان د نازه ورته (افغانستانه) ويل؛ چي هندیه له افغانانو او افغانیت څخه لیري نه سي. هندیه د شلو ورځو وه چي کورنۍ یې د مهاجرت بل پړاو پیل کړ او ایټالیا ته ولاړه.

هلته ئې نور د جلاوطنۍ ژوند غوره کړ، د ایټالیا د ملکي الینا له بلنې وروسته ئې، کورنۍ په روم کي استوګنه شروع کړه، چیري چي شهزادګۍ هندیه لویه سوه او خپل ژوند او زده کړو  ته یې دوام ورکړ.

هنديې خپلي لومړنۍ، منځنۍ او لوړي زده کړي د ایټالیا په روم  کي د پنشن ماري جوس، ګستاد، سویس، او پونټیفیکل ګریګوریان پوهنتون کي بشپړه کړې.

مهم کارونه ئې:

–         هغه د ممبۍ په ښار کي زیږیدلې او د روم په ښار کي لوی سوې وه، خو د وطن او د افغاني ښځي سره مینه ورته له پلار او مور ملکي ثریا څخه په میراث پاتې وه او د افغانستان سره د همدې مینې له امله یې خپل ټول ژوند د افغانانو مرستي ته وقف کړ او خپل لومړی سفر ئې وطن ته په ۱۹۶۸ کال کي افغانستان ته وکړ او د افغان ماشومانو او ښځینه وو لپاره یې خیریه کارونه پیل کړل، چي د مرستي په لټه کي د مرګ تر وروستۍ وختونو مصروفه ول.

–         هندیې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د افغانستان له تیري وروسته هندیه د افغانستان څخه بهر د جګړې پر مهال ټپي شوي ماشومان، ښځي  د درملنې لپاره بهر ته لېږدول او یا به ئې هم دلته ورته کومکونه رسول او د درملني لپاره به ئې زمینه برابرول.

–         د طالبانو په لومړۍ دوره کي ئې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د اروپا بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل، چي د طالبانو ناسمو سیاستونو ته متوجه سي او په دې برخو کي د افغان ښځو، ماشومانو او ټولو سره مرسته وکړي.

–         د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته، شهزادګۍ افغانستان ته سفر وکړ او له مختلفو هیوادونو څخه ئې د راټولو سوو پیسو له لارې له افغانانو سره مرسته کولې، له افغانستان سره د هغه مرستې نږدې ۴۰ کلن تاریخ لري.

–         په 2000 لسیزه کي، شهزادګۍ هنديې په کابل کي د محمود طرزي کلتوري بنسټ (MTCF) جوړ کړ، چیرې چي هغې تر 2010 پورې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله او په دې برخه کي ئې بېلابېلي مرستي راټولي او افغانانو سره وکړې.

–         په 2006 کي شهزادګۍ هندیه د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا په اروپا کي د کلتوري سفیرې په توګه وټاکل سوه. هغې خپل ټول وخت د روم او کابل تر منځ په ښو فرهنګي اړیکو تیر کړ .

–         شهزادګۍ له ۲۰۱۰ څخه تر هغه چي2021 کي  طالبانو ته دوهم وار بیا واک ورکول سو او په ټوله اروپا کي دې کنفرانسونو کي ګډون وکړ او په دې اړه ئې لیکچرونه ورکړل.

 هندیه د خپلي مور په شان هڅانده او نیکه  (محمودطرزي) په شان باجراته او مبارزه وه، د مور، پلار، نیکه ټول فعالیتونه ئې د افغانستان په تاریخ کي په زرینو کرښو کي خوندي دي.

د شهزادګۍ هنديې مور او پلار:

د علامه محمود طرزي دریمه لور ثریا د افغانستان د ځوان پاچا امان الله خان میرمن وه. لکه څنګه چي ویل کیږي، د هر بریالي سړي تر شا یوه ښځه وي، ملکه ثریا هم په ۱۹۲۰ کال کي چي غازي امان الله خان د نارینه او ښځو تر منځ د برابرۍ اعلان وکړ، د پاچا تر څنګ ولاړه وه. د ملکي ثریا د هڅو په پایله کي په ۱۹۲۱ کال کي په کابل کي د مستورات په نوم د نجونو لومړنۍ لېسه جوړه سوه او په دغه هېواد کي تر پنځم ټولګي پورې د ماشومانو زده کړي اجباري سوې. په هغه وخت کي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کي اجباري زده کړې شتون نه درلود او یا به ماشومان تر درېیم ټولګي پورې ښوونځیو ته تلل، که په دې اړه وږغېږو نو دا لیست خورا لوی او تاریخي دئ، زموږ څخه به دا موضوع پاته وي. د پلار په اړه که ئې لنډ ووایو؛ چي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د امان الله خان د پاچاهۍ دوره د عدالت او پرمختګ دوره ګڼل کیږي او پخپله د ملي یووالي سمبول ګڼل کیږي، هغه د ترقۍ او د ماډرن افغانستان بنسټ ایښودونکی بلل کيږي، هغه په لس کلونو کي د سلو کلونو کار وکړ، خو بل طرف ته مو تشدد او افراطیت ته بهرني او داخلي دښمن او په خاص ډول جهالت دوندي کار وکړ سل کلونه نور ئې هم شاته بوتلو، په ټوله کي که ووایو د امان الله خان تر لنډې مودې وروسته د بدبختیو کلونه راغلل او امان الله خان د کورنیو او بهرنیو فشارونو په پایله کي له افغانستان څخه وتلو ته اړ سو. د شهزادګۍ ژوند که څه هم په جلا وطنۍ کي تېر کړ، خو خپل ژوند، هڅي او مبارزه ئې د افغان انسان لپاره وقف کړه، د یادوني وړ بولم، چي ښه روزنه او پالنه او د افغانستان د ښځو او یتیمانو او ماشومانو سره د مرستي او وطندوستۍ حس ئې د پلار او مور له اغېزو څخه پر دې هم سیوری غوړولی و.

شهزادګۍ د کابو څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کي د بې وزلو ماشومانو او ښځو لپاره د مرستې راټولولو او په دې برخه کي د پروژې مشري کوله. هندیه خوښه وه چي بېلابېلې موسسې په افغانستان کي له یتیمانو او کونډو سره مرسته کوي. خو هغې پخپله له هغو کسانو سره مرسته کوله، چي د عاید بله سرچینه ئې نه لرله. هغې د شهرت او وقار پرته له خلکو سره مرسته کوله او په دې برخه کي ئې دا خپله  دنده ګڼله.

شهزداګۍ هندیه په:

۱ـ د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کي، د افغانستان دا شهزادګۍ د ښځو د حقونو په برخه کي د هغې د کار له امله د افغان-امریکایي ښځو ټولنې لخوا وستایل سوه.

۲ـ  په ۲۰۱۲ کال کي ازادی راډیو هغې ته د بشردوستانه کارونو له امله د کال د غوره شخصیت لقب ورکړ.

۳ـ د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کي،  شهزادګۍهندیه د افغان حکومت له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کلیزي په مناسبت په دولتي مراسمو کي د ګډون لپاره رابلل سوې وه.

د شهزادګۍ شخصي ژوند او مړینه:

شهزادګۍ هندیه دوه واري واده (د کاظم اغا ملک  او ډاکټر عبدالرووف حیدر) سره کړی ؤ او دوې( ثریا ملک او همدم ملک) لوڼې ئې له لومړي واده څخه درلودلې او یو(  اسکندر رؤف حیدر) زوی د دویم واده څخه درلود. یوې لور ئې ثریا ملک:

(شهزادګۍ هندیه په معاصر افغانستان کي خپله مور یوه مثبته څېره ګڼلې وه، د هغې لاسته راوړنې یې “افغانان په ډېر درناوي” وبللې او د هغې زیاته کړه چي “څنګه یې افغان مېرمنې دې ته وهڅولې چي خپلواکي شي، د لیکل او لوستل زده کړي.” په افغانستان کي د ښځو حقونه، هنديې فکر کاوه چي افغان نارینه د وضعیت د ښه کولو لپاره لا زیاتو زده کړو ته اړتیا لري. هغې د شنې برقې ( بغرې) په اړه دا هم وویل چي دا “افغاني او اسلامي جامه نه ده. )

دشهزادګۍ هنديې لور ثریا ملک د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چي مور یې شهزادګۍ  هندیه د جمعې په شپه په روم کي مړه سوه. شهزادګۍ هندیه د شاه امان الله خان او ملکي ثریا له نهو اولادونو څخه یوه وه. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۳مه،  د ۹۴ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګي پټي کړې.

د افغانستان د دې شهزادګۍ روح دي ښاده وي او ددې برکتونه او سیوري دي پر افغان ښخو غوړیدلی وي د افغان ښځو د تعلیم، تحصیل او ازادۍ په هیله، چي پر دې خاور یو وار بیا د ملکي ثریا غوندي مبارزي ښځي وزېږي وطن دي په تعلیم اباد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب