شنبه, اکتوبر 12, 2024
Home+د یوویشتمې پېړۍ د مولانا د پنځمې پېړۍ مجدد

د یوویشتمې پېړۍ د مولانا د پنځمې پېړۍ مجدد

رحمت شاه فراز

اوسمهال درې ژبې د اسلام او دینپوهنې په مخکښو ژبو اوښتې دي. عربي د اسلام اصلي ژبه ده. د اسلام اساسي متون په همدې کې ژبه ترتیب شوي دي. دغه دين چې له عربو واوښت، په عجمو کې لومړی د فارسي تر دياره ورسېد. سره له چې د اسلام په ابتدايي پېړيو کې لا په عجمو کې ډېر لوی علما، فقها او امامان پيدا شول، خو د هغوی قلم تر ډېره په عربي کې وچلېده. خو فارسي عجمو چې په پردۍ ژبه بې ساري اثار پنځولی شوی، په خپله ژبه يې هم د اسلام لپاره ارزښتناک کارونه وکړل.

مګر په فارسي ژبه کې تر ډېره پورې ترجمې او يا تشريحي اثار وليکل شوو او دې ژبې تر ډېره داسې علما ونه موندل، چې په اسلام کې د يوه نوي فکر سرچينه شي او يو بېل ليدلوری وړاندې کړي، چې په اسلامي نړۍ يې اغېز اوږدمهاله او پراخه وي، هغسې چې امام غزالي صوفیانه ليدلوري او ابن تيميه سلفي روایت ته د فکري نظام او سیسټم شکل ورکړ‌.

مسلمانو مغولو او افغاني لښکرو چې د برصغير په لور لښکر کشۍ وکړې او هلته يې د اسلام ډيوې بلې کړې، نو سره له دې چې د مغولي امپراتورۍ د زوال د پيلېدو تر مهاله د هندي مغولو ليکنۍ او ګړنۍ ژبه فارسي وه، خو ورو په ورو چې اردو ژبې ارتقا وکړه او د ويلو او ليکلو جوګه شوه، په اردو ژبه کې عظيمو شاعرانو او اديبانو لوی شهکار وپنځول، خو په خوا کې يې په اسلامي دينپوهنه کې هم د کميت او کيفيت په لحاظ په دومره لوړه سويه کار وشو، چې اسلامي دنيا به يې تر پېړيو، پېړيو مديونه وي‌. د دیوبند او ندوې علما او د ځينو نورو ادارو علماوو د اسلامپوهنې ډيوې ته دومره رڼا وبښله، چې لمر له ډېره خجالته په خپل مخ پړونی را کش کړ.

د ديوبند او ندوې علما يوازې دینپوهان او د دين عالمان نه وو، بلکې ليکني هنر او د قلم هسک قامت ته يې د ډېرو لويو، لويو شهکار پنځوونکو هم سرونه ټيټ وو. سید ابو الاعلی مودودي، ابوالحسن علي ندوي، شبلي نعماني، سيد سليمان ندوي يوازې د علم او پوهې هستۍ نه وې، بلکې له ادبي پلوه هم د دوی د اثارو ستوري د ادب په اسمان کې ډېر هسک او ځلانده وو.

پښتو ژبه له بده مرغه تر ننه پورې له دواړو اړخونو له پورتنيو ژبو سره په پرتله کې نه شي درېدلی. په پښتو کې نه داسې دينپوهان وزېږېدل چې د نړۍ مخ ورته را واوړي او نه يې په دينپوهانو کې داسې د قلم څښتنان پیدا شول چې د دين د اغېزمن تبليغ او د پښتو ژبې د ودې او غنا سبب شي. اصلاً لومړنۍ تشه هم د دوهمې تشې له مخې یو واقعیت ګرځېدلې. زموږ په ټولنه کې به لوی علما تېر شوي وي، خو چې د قلم په ځواک سمبال نه وو، د علم خزانه يې په سینو کې دفن پاتې شوه او خاورو وخوړه.

په دغسې صحراګون ماحول کې چې وخت په وخت يو، يو ګل تر سترګو کېږي، دا به د پښتو ژبې خوشبختي ګڼل مناسبه خبره وي. د مولانا محمد علیم بسمل «د پنځمې پېړۍ مجدد» هم د همدې خوشبختي ثمره ده. د دې کتاب لومړنی ارزښت په همدې کې دی، چې يوه ديني عالم په خپله څانګه کې قلم چلولی او د يو داسې چا له خولې د غزالي د ژوند کيسه اورو، چې له فکري او ظاهري اړخه يې له غزالي نه ډېر لرېوالی او بېلتون نه وينو‌.

کتاب د امام غزالي د زوکړې د ښار په پېژندنه پیل شوی. خو په ډېرو جزیاتو سربېره دا پوښتنه نه ده ځواب شوې، چې دې ستر امام ته غزالي ولې ویل کېږي. خو شبلي نعماني په خپل کتاب «الغزالي» کې دا پوښتنه بې ځوابه نه ده پرې ایښې. د غزالي پلار د تار او سپڼسیو تجار و، او له دې امله دې کورنۍ ته غزال (یانې تار ورېشونکي) ویل کېږي. د عربي ژبې د قواعدو له مخې غزال هم کافي و، خو دا چې په خوارزم ، جرجان او نورو سیمو کې د نسبت لپاره همدغه قاعده ده، نو ځکه ورته غزالي ویل کېږي.

سره له دې چې د کتاب لپاره لیکوال له ګڼو ماخذونو استفاده کړې، خو د ګڼو مباحثو لپاره يې (ان د امام غزالي د ژوند په هکله هم) تر ډېره پورې پخپله د امام غزالي په اثارو تکیه کړې، چې زما په نظر په دې سره د امام غزالي د ژوند په اړه له مؤثقو خبرو سره مخ کېږو. د مثال په ډول د امام غزالي له (المنقذ من الضلال) نه د امام غزالي د علمي او فکري بدلون داستان په ډېره اسانه ژبه را ترجمه شوی دی، چې دا راته له یوه دور نه تر بل دور پورې د امام غزالي په سفر ډېره ښکلې رڼا اچوي. کتاب سره له دې چې د امام غزالي د ژوند په اړه دی، خو لیکوال د غزالي د زمانې په سیاسي واکمنیو، دیني او مذهبي فرقو او ډلو، د دې فرقو ترمنځ په اختلافونو، مباحثو او مناظرو، د علم کلام په پېچلو مسایلو او د تصوف په ګڼو اړخونو هم اوږده بحثونه کړي او که د کتاب دا برخې په نظر کې ونه نیسو، نو د کتاب حجم به له څو مخونو ډېر پاتې نه شي.

د کتاب په متنوع بحثونو کې لیکوال تصوف ته ډېر زیات تم شوی دی. د تصوف په دنیا کې دومره لوی، لوی علما او صوفیای کرام تېر شوي، چې عظمت ته یې د دستار په ځای سرونه غورځي. خو اسلام د اشخاصو ملکیت نه دی، بلکې الهي دین دی او مخ یې تر لمر هم ډېر روڼ او روښانه دی. د اسلام او تصوف ژوره مطالعه راته ښيي، چې د تصوف له اسلام سره هېڅ اړیکه نشته. تصوف یوه بېله دنیا ده او اسلام الهي دین دی. له دې نه به هېڅ صوفي او تصوف پوه انکار ونه کړي، چې تصوف فقط د یوې وسیلې حیثیت لري. د خپل ذهني سکون او تخلیې یا د تصوف په ژبه تزکیې او تصفیې لپاره که یو مسلمان یو لړ فکري او جسمي تمرینونه ترسره کوي، نو هېڅ نه ښايي چې دې تمرینونو ته دې د اسلام په متونو کې دلایل وتراشل شي. تصوف همداسې مثال لري لکه یو څوک چې د یوګا تمرین کوي، په دې چې یوګا هم د ذهني تصفیې یو تخنیک دی.

په دې بحث کې لیکوال په تصوف کې له موجودو نیمګړتیاوو هم انکار نه کوي. خو د نیمګړتیاوو له امله د تصوف د رد کولو په ځواب کې بیا د مولانا یعقوب صاحب دا مثال راوړي، چې که یو څوک له خوږې کرکه لري، نو غوره دا ده چې د شیریني د نوم پر ځای يې ګټې او پایلې بیان شي. خو اصل مسئله دا نه ده چې آیا تصوف نیمګړتیاوې لري که نه؟ پوښتنه دا ده چې اسلام دې ولې شیریني ته اړتیا ولري او ولې باید اسلام ته د مشروب په سترګه وکتل شي چې د تصوف په شیریني سره به خوږلني ومومي؟

که تصوف ته د تخنیک او وسیلې په سترګه هم وګورو، په اسلام کې ورته ضرورت نشته او فرد د خپلو باطني او اخلاقي رذایلو د ازالې په خاطر اړتیا نه لري چې تخنیکونو ته پناه یوسي. په اسلام کې چې له کومو رذایلو منع راغلې، په خفیفه یا شدیده بڼه شاوخوا په ټولو بشري ټولنو کې د رذایلو په سترګه ورته کتل کېږي، ان په هغو کې هم چې نه تصوف پېژني او نه یې اسلام ته غاړه ایښې. د اخلاقي رذایلو د ازالې تر ټولو مؤثر وسایل تعلیم او تعلم دي. پوهه چې زیاته شي، د کبر، غیبت، دروغو، حسد او کینې نوم هم نه پاتې کېږي.

د کتاب په وروستیو مخونو کې لیکوال د اشاعره، معتزله او نورو متکلمینو په ژورو عقیدوي او اختلافي مسایلو بحث کړی، چې پر دغو مسایلو ډېرې خبرې هم تاوان لري او یوازې اشارې هم د فرد په ذهن کې ډول، ډول پوښتنې را ولاړوي. په کتاب کې د دغو مسایلو څېړلو ته په دې اړتیا نه وه، چې هغه څوک چې له دې لانجو سره مینه لري، هغه په هر حال کې د غومبسو دې ځالې ته لاره موندلی شي او هغه څوک چې لېوالتیا ورسره نه لري، په ټول ژوند کې ورته اړتیا هم نه لري.

مولانا بسمل زموږ د ټولنې معتدل مزاجه، ځیرک او قلم په لاس ملا دی. په سریزه کې مې چې د مولانا د ژوند یو څو ټیټې او ژورې ولیدې، نو له ځان سره مې وویل، چې په دغسې حالاتو کې را لوی شوی زلمی هم چې له کتاب او قلم سره پاتې کېږي، نو دا به بې انصافي وي، چې د خپلې ټولنې علما د نورې نړۍ له علماوو سره په پرتلنه کې ږدو.

په خواله رسنیو کې سره له دې چې د مولانا ډېرې کمې ليکنې بې لوستو رانه پاتې کېږي، خو د مولانا نثر دومره نه وم متاثر کړی او ويل به مې چې د يوه ملا سړي نثر دی، ځينې خبرې ورسره دي او تر خلکو يې رسول غواړي. خو په دې کتاب کې د مولانا له یوه بېل نثر سره مخ شوم. هغه څوک چې د مولانا د ښه نثر لوستو اراده لري، د پنځمې پېړۍ مجدد دې نه هېروي.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله ، مولانا بسمل او تاسو قدرمن رحمت شاه فراز دې ژوندي اوسئ .
    ښکلې لیکنه او ګټور معلومات مو خپلو مینه والو ته وړاندې کړيدي . په ژوند او علمي خدمت مو برکت شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب