Homeخبرونهله پاکستاني چارواکو سره د امریکا د باندنیو چارو د مرستیال وزیر...

له پاکستاني چارواکو سره د امریکا د باندنیو چارو د مرستیال وزیر خبرې

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۸ مه) د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان بس اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره وکتل.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پرون (سې شنبې) په یوه بیان کې وویل، دواړو لورو د اقتصادي او امنیتي مسایلو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو، له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د سیمې د ثبات او سوکالۍ د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې.

جان بس یوه موده په افغانستان کې د امریکا سفیر و.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د ویاند مرستیالې “سبرینا سنګ” په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې واشنګټن اوس مهال په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان په پوځي عملیاتو کې ښکېل نه دی.

خو دا په داسي حال کې ده چې ځینې راپورونه وايي چې پاکستان د امریکا پوځ ته د بې پېلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره څو اډې سپارلي دي.

“جیو نیوز” هم په یوه راپور کې ویلي چې اسحاق ډار له جان بس سره په خبرو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د مثبتو او رغنده تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او په اوسنیو اقتصادي او سیمه ییزو امنیتي ننګونو او په ځانګړې توګه د افغانستان له لارې د وسله والو سختدریځو د نفوذ په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د دې پاکستاني رسنۍ د معلوماتو له مخې، جان بس د پاکستان د پوځ له لوري درستیز عاصم منير سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ډیورند کرښه د پوځي همکاريو، جيو پوليټيکي مسايلو او پر امنيتي وضعيت هم خبرې کړې دي.

په پاکستان کې اصلي واک د پوځ د لوی درستیز په لاس کې دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...