پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ملي سرود ته د بې احترامۍ په خاطر پر طالبانو...

د پاکستان ملي سرود ته د بې احترامۍ په خاطر پر طالبانو د پاکستان اعتراض

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۷ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبې) د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان ملي سرود ته د طالب دیپلوماتانو پر نه درېدو انتقاد وکړ او هغه یې بې احترامي وبلله.

د نړیوالو اصولو له مخې، د هر هیواد د ملي سرود د غږېدو په مهال د درناوي لپاره دریدا دود ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت نن د میلاد النبي په مناسبت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درناوي غونډه جوړه کړې وه چې د ګڼ شمېر ولسي استازو، دولتي چارواکو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او د دیني عالمانو په ګډون  یې په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ دیپلوماتان هم وربللي وو.

په دې غونډه کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست جنرال حافظ محب الله شاکر هم حاضر و.

د پاکستاني رسنیو له لوري د خپرو شویو تصویرونو له مخې، په داسی حال کې چې د پاکستان ملي سرود غږول کېږي، طالبان پر خپلو چوکیو ناست دي.

د طالبانو د دې کار په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د کوربه هېواد ملي سرود ته بې احترامي د ډیپلوماتیکو نورمونو خلاف ده. د افغانستان د جنرال قونسل دا عمل د غندنې وړ دی.”

هغې همداراز ویلي چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په اسلام اباد او کابل کې افغان چارواکو ته خپل “کلک اعتراض” څرګندوي.

پاکستان په داسي حال کې پر طالبانو اعتراض کوي چې طالبان خپل ملي سرود نه مني، اساسي قانون نه لري او هیڅ راز منل شویو نړیوالو اصولو او نورمونو ته ځان ژمن نه ګڼي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب