شنبه, اپریل 27, 2024
Home+جادويي ريالیزم | ليکوال: ضمير څار

جادويي ريالیزم | ليکوال: ضمير څار

ریالیزمپه پيل کې، د جادويي رياليزم د لا ترا پېژندنې لپاره د دې ادبي جريان سرلاري، ګابريل ګارسيا مارکز، يوه لنډه کيسه، چې ‘د لويو وزرونو لرونکی بوډا’ نومېږي، په لنډ ډول راوړم: 

‘له درې ورځو پرله پسې بارانونو وروسته د پلايو او اليزندا يو بوډا، چې خورا لوی وزرونه لري، د دوی د کور شا ته په خټو کې پروت دی او د جګېدو کوشش کوي. د بوډا په سر څو تاره وېښته پاته و، دوه درې غاښه به يې درلودل او په يوې نامعلومې لهجې يې خبرې کولې. دوی له ډېر دقت وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې ممکن د دې سړي کښتۍ توفان غرقه کړې او دی يې ساحل ته راوړی وي. په هر صورت، ګاونډۍ مېرمن، چې ډېره جهان‌ديده وه، وويل چې دا کومه پرښته ده او ستاسې د ماشوم زوی لپاره دلته راغلې  ده. پر سبا يې ټول خبرېږي او جوپه جوپه د هغه ليدو ته راځي. پر بل سبا يې لا ډېره خلک خبرېږي او له ډېرو ليرو سيمو راروانېږي. 

پلايو مجبورېږي چې پوليس خبر کړي. مېرمن يې، اليزندا، له جاروکولو دومره ستړې کېږي چې نوره يې ملا نه‌شوای سيخولی. په همدې وخت کې، يو فکر ورته لوېږي، چې له انګړه دې يوه پنجره تاو کړي او هر څوک چې غواړي پرښته – يا هغه وزرلرونکی بوډا-وګوري، پنځه سينټه [روپۍ] ځنې واخلي. 

په تماشاچيانو کې ځينې ساده خلک هم وو: يوه ويل چې دا بايد د ښار مشر وټاکو، بل ويل چې دا به پنځه‌ستوری جنرال کړو او ټول جنګونه به راوګټي. يو په کې داسې هم و چې ويل يې دی بايد واده وکړي او يو نوی وزرلرونکی نسل رامنځته کړي. يو شمېر نور ناتوانه خلک له ډېرو ليرو ځايونو هلته د درمان لپاره راتلل: په دې کې يوه زړه ښځه وه چې له ماشومتوبه يې د خپل زړه ضربان شمېرل او نور عدد نه و پاته. يو بل پرتګالی سړی د ستورو شور په‌عذابوه او خوب‌ نه‌ووړ. بل بيا د شپې په خوب کې ګرځېده او خپل د ويښې کارونه يې بېرته ړنګول. 

د سيمې روحاني، ګونزانګا، چې خبرېږي، راځي او د شیطان ګومان پرې کوي. پلايو او اليزاندا، د ټولو ستړياوو باوجود، خوشحاله و ځکه چې يوه اونۍ لا پوره نه وه چې د دوی کوټې له پيسو ډکې شوې. 

تصادفاً، په همدې وخت يوه بله ننداره ښار ته رادرومي: يوه نجلۍ د پلار او مور د خبرو د نه‌منلو په وجه په غڼې اوښتې وه. نه يوازې د ټکټ پيسې يې لږې وې، بلکې خلکو پوښتنې او ګروېږنې هم ورسره کولی شوې. دې ورو ورو پرښته د خلکو له ذهنونو هېره کړه. پلايو او اليزاندا په ټولو کړو پيسو دوه منزله کور جوړ کړ. ماشوم يې  د مکتب کېږي. نور نو وزرلرونکی بوډا-پرښته- د دوی د کور د غړې په څېر شي او له بده مرغه خپل مرګ ته شېبې شماري. خو نه‌پوهېدل چې له يوې مړې پرښتې سره څه وکړي؟ 

بالعکس، پرښتې نه يوازې سوړ ژمی سلامت تېر کړ، بلکې له پسرلي سره سم يې وزرونه ووېستل او والوتله. اليزاندا تر هغې ورپسې کتل، تر هغې چې پناه شوه او د راحت احساس يې وکړ ، هم د ځان او هم د پرښتې لپاره. نور چا يې د ژوند مزاحمت نه کاوه او دا يې  په ژوند کې يوازې خوب ته ورته تصور پاته شو او بس)۵ : ۵-۱۴).’

دا د جادويي رياليزم يوه بېلګه ده. په دې کيسه کې، که تاسې يې بشپړه ولولئ، له دوو څيزونو پرته، نور هر څه عادي يا تقريباً عادي دي. پلايو، اليزندا  او د دوی  ماشوم؛ ګاونډۍ، روحاني مشر، خلک، پوليس، کور، انګړ، باران، د فيس اخيستل او د ساده خلکو نظرونه ټول عادي او ورځنۍ چارې دي. په بله وينا، مونږ ته نااشنا نه دي او د شتون او پېښېدو امکان يې سل په سلو کې شته. د مريضانو ډولونه-د زړه د ضربانو شمېرونکې مېرمن چې نوره د عدد له کمښت سره مخ شوې، د ستورو له شوره ځورېدونکی چې ويده کېدای نه‌شو او په خوب کې ګرځېدونکی چې خپل د ورځې ټول کړي کارونه يې بېرته ړنګول-نسبتاً د غيرعادي ښکارېدو په ځای تر ډېره خندني دي. زما په نظر، ليکوال په داستان کې د کميډي اړخ د زياتولو لپاره راوړي دي. خو، وزرلرونکی بوډا او غڼه شوې ښځه عادي پېښې نه دي-داسې نه‌پېښېږي. ما له افسانوي يا ديني داستانونو پرته تر اوسه چېرته اورېدلي يا لوستلي نه دي. سربېره پر دې، دا خارق العاده موجودات/پېښې په عادي ډول پېښ شوي دی—لکه هره ورځ او هر ځای چې پېښېږي. دا په ټوله کې د جادويي رياليزم اساس جوړوي. 

جادويي رياليزم په‌خپله يو متضاد ترکيب دی – جادو کله واقعي کېدای شي؟ ايمان ادوي حنفي په يوه مقاله کې ليکي: “د جادويي رياليزم نومونه پراډوکسي ده؛ جادو د حقيقت په وړاندې راوړل کېږي او همدا د جادويي عناصرو او واقعي نړۍ امېزش دی چې دې ژانر ته خپل هويت ورکوي او له اوچت ښکلاييز اغېز څخه يې برخمن کوي. ۶: ۱”

جادويي رياليزم جادو او واقعي ژوند/نړۍ سره ګډوي –ماوراء طبيعي  څيزونه، موجودت او يا پېښې له ورځني ژوند سره داسې غاړه غړۍ کوي چې لوستونکی، عيناً د کيسې د داخلي کرکټرونو په څېر، متعجب کوي او د حقيقت او تخيل تر منځ کرښه ترې ورکوي. 

د جادويي رياليزم (Magical Realism) اصطلاح لومړی ځل د جرمني هنر پېژندونکي، فرانس رو، له خوا په ۱۹۲۵ کې مطرح شوه چې د خپل هېواد د نوې-ريالستيکې انځورګرۍ نوی سبک پرې تشريح کړي؛  وروسته د لاتين امريکا داستانو ته هم وکارول شوه او اوس  په نړيوالو کيسه‌ييزو ادبياتو کې، غالباً، تر ټولو مهم  سبک دی(۷: ۱). 

احمد خاتمي او علي تقوي په خپله يوه مقاله کې ليکي چې کيوبايي ليکوال، الخو کارپينتیر، په ۱۹۴۹ کې د لاتين امريکا تاريخ د ملموس واقعيت او عجايبو ګډوله وباله او په کيسه‌ييز ادب کې د جادويي رياليزم پر څېړنې یې لاس پورې کړ. په دې ترتيب، جادويي ادبي خوځښت دی چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي را په دېخوا خپل ځانګړي ليکوال لکه مارکز، فوينټس، بورخس او نور وموندل(۲: ۱۰۷-۱۰۸). 

البته دا ټکی د یادونې دی چې د پورته ياد شويو او نورو جادويي ريالیست لیکوالو جادويي ريالیزم يو شان نه‌دی—هر يو په خپل ډول، جادو او واقعيت سره ګډوي. په اروپا کې، د فرانز کافکا ناول‌ګوټی، مسخه، د جادويي ريالیزم يوه بله بېلګه ده. په دې ناول‌ګوټی کې د کيسې اصلي کرکټر، ګرېګور، سهار چې سترګې غړوي، خپلې پښې ورته بې‌شمېره ښکاري او په خپل سر خوځېږي. هغه په يوې حشره، غوباړي، بدلېږي. نور، ټوله کورنۍ-پلار، مور او خور-عادي او لکه مونږ او تاسې داسې دي. کور، ښار، کارونه او نور هر څه عادي دي، يوازې او يوازې د کور يو غړی – او د کور نان‌آور-غوباړی شوی دی. مور او پلار نه ورګوري؛ کرکه ترې کوي او يوازينۍ خور يې خواړه ورته ږدي او وخت نا وخت يې کوټه ورپاکوي. دی تر دې غوباړی شوی وي چې نور د تازه خوړو پر ځای وراسته خواړه خوند ورکوي. په هر صورت، په همدې ډول، وړاندې ځي او دا راباندې مني چې ژوند کې هر څه ممکن دي؛ حتی يو ورور/زوی غوباړی کېدای هم شي او که غوباړی زمونږ ورور/زوی هم وي، زمونږ برخورد ورسره دومره بدلېږي نه. په داستان کې د غوباړي پلار په هغه څو واره ګوزارونه کوي او مور يې له ډېرې وېرې ضعف کوي. 

د جاپان مشهور ليکوال، هروکي مورکمي، هم د جادويي رياليزم غورې بېلګې ليکلي دي. د ده په کيسو کې مرموز او خارق العاده کرکټرونه او پېښې موجودې وي؛ لکه له واورې جوړ سړی، ټول کال آش خوړونکی سړی، د رستورانت مرموز څښتن او داسې نور…

د جادويي ريالیزم اهداف

جادويي رياليزم په لاتينې امريکا کې، له استعمار وروسته ژوند په وړاندې يو ډول بغاوت دی. د دې سيمې د دوديز ژوند، چې د نويو پرمختګونو او نويو اوسېدونکو له خوا پايمال شوی او نږدې هېر شوی و، د دې ډول داستانونو په مرسته احياء کېده-په معاصر ورځني ژوند کې د اسطورو په زياتونې د هېرو شويو ارزښتونو بېرته په زړه کول يې يوه غايه وه. ‎ سربېره پر دې، جادويي رياليزم د لاتينې امريکا د هېوادونو ورځنی ژوند، چې په بهرني کپيټاليستي فکر  او منطق استوار و، د غير واقعي او خارق العاده مخلوقاتو او پېښو په اميزش يې تمسخر کاوه او، په دې توګه، ښودل کېدل چې په دې سيمه کې بومي ولسونه او د هغوی باورونه منزوي شوي دي. 

ځينې کره کتونکي بيا په دې باور دي چې جادويي رياليزم د دوديزۍ ژوند په وړاندې د ماډرنې نړۍ نوستالژي ده. دا  سبک د مدرنيزم د يوې پېړۍ حاکميت پايله ګڼي(۲: ۱۰۸). 

جادويي رياليزم، ښايي، دا راته وايي چې ژوند دومره عادي هم نه دی؛ له رازونو او عجايبو ډک دی او يا هم، بالعکس، دا راښيي چې ژوند پرته له رازونو او عجايبو څومره پوچ او بې‌معنی دی. 

د جادويي ريالیزم ځانګړنې

  • خارق العاده عناصر: 

په دې مکتب کې خارق العاده-له عقله لرې-موجودات، پېښې او کړه وړه واقع کېږي-د شپې بنيادم ويدېږي او سهار غوباړی ويښېږي. وزرې پيدا کوې او الوزې. يوه ورځ يو څوک دې په خوا کې کيني او چې ګورې هر څه يې تا ته ورته وي-څېره، قد او غږ، ان تر دې چې نوم يې هم ستا غوندې وي او په هاغه سيمه او کور کې نړۍ ته راغلی وي چېرته چې ته زېږېدلی يې. هغه په اصل کې ستا ځوان ويرژن وي او ورسره غږېږې. يا، له يوې بلې نړۍ څوک راکوز شوي وي او يا هم پس له مرګه، د اروا په شکل، په خپل کور څار کوې او سم دم لکه ژوندی بنيادم ګړېږې. 

  • عادي چاپېريال: 

د کيسې نړۍ يا چاپيريال عادي او ورځنی وي. په بله وينا، په هغه ځای کې چې کيسه روانه ده، زمونږ او ستاسې له تجربه کړي او عقل منلي چاپيريال سره توپير نه لري. د پلايو او اليزاندا کور او کلی، لکه وزر لرونکی بوډا او غڼه شوې ښځه، عجيب او غريب نه دی او نه هم د کيسې نور کرکټرونه او پېښې. کره کتونکي وايي چې د جادويي رياليزم کيسې او ناول ډېره برخه رياليستيکه وي، يوازې د جادو او ماورا‌ء الطبيعت يو رنګ په کې وي. لکه د کافکا په ناول، مسخه، کې يوازې يو سړی غوباړی شوی دی او بس-نور هر څه رښتيني دي. 

  • اختلاط: 

جادويي رياليست ليکوال جادو/ماوراءالطبيعي عناصر او حقيت داسې سره غاړه غړۍ کوي چې نور يې بېلول ګران کار وي. 

  • وخت: 

په دې ډول داستانونو کې وخت ماتېږي-کېدای شي په ځای ودرېږي، وروسته يا وړاندې ولاړ شي او يا هم د دايرې په ډول په خپل ځان راوګرځي. د جورج لويس بورخيس په کيسو کې اکثراً وخت يا وروسته او يا هم وړاندې ځي. د هغه په يوه کيسه کې کال ۱۹۶۹ دی او دی خپل پخواني ځان سره ګوري او که وخت ۱۹۱۴ دی او دی خپل بوډا حالت په خوب ويني. له همدې سره د جادويي رياليزم بله ځانګړنه راوړو: 

  • عمدي ترديد: 

جادويي رياليست ليکوال په لوی لاس غواړي چې لوستونکی په شک او ترديد کې واچوي. په بله وينا، دوی نه غواړي چې د خارق العاده موجود يا پېښې په اړه دقيق معلومات ورکړي او پر منطق يې وغږېږي. د ګابريل ګارسيا ماکرز په کيسه کې مونږ تر پايه نه‌پوهېږو چې وزر لرونکی بوډا له کومه شو او چېرته ولاړ يا يې وزرونه څنګه پيدا کړي دي. د کافکا په ناول، مسخه، کې هم د يو روغ بنيادم غوباړي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي-څنګه يو سړی غوباړی شي؟ 

د کره‌ کتونکو په باور همدا چاره د دوی د ماوراءالطبيعي عناصرو اعتبار ته زيان نه‌رسوي او له عادي ژونده ډېر نه لرې کوي. 

جادويي رياليزم او اړوند مکتبونه

جادويي رياليزم، له رياليزم او نورو مکتبونو، سورياليزم، فانټازي، ساينس فيکشن او نورو سره، که څه هم، ګډې پولې لري خو يو شان نه دی. 

رياليزم: ‘د پښتو شعر سبکونه’ اثر د رياليزم په باب ليکي: “رياليزم لاتيني کلمه ده چې په لغوي لحاظ د حقيقت او واقعيت معنا لري، مګر په اصطلاح کې رياليزم په هنر او ادبياتو کې هغه ادبي جريان دی ته ويل کېږي چې په هغه کې د ژوند واقعيتونه په ښکاره او څرګند ډول بيان شوي وي(۱: ۹۳).”

رياليزم د ورځني ژوند عکس دی. په بله وينا، په رياليستيکه ليکنه کې داسې څه نه پېښېږي چې زمونږ عقل او منطق يې ونه‌مني-ماشوم په کې ځوانيږي خو په غوباړي نه بدلېږي. خو جادويي رياليزم، که څه هم ډېره برخه رياليزم دی، خو د غير واقعي څيزونو او حالاتو رنګ او څرک په کې شته دی. شارون بليس وايي: “په جادويي رياليزم کې رياليزم لويه ونډه لري. اساسي پلاټ د واقعي نړۍ دی خو تر دې وښو لاندې د جادو اوبه تېرېږي.”

فانټازي: فانټازي هم خارق العاده پېښې او موجودات لري خو، د جادويي رياليزم په خلاف، په يوې بلې او معمولاً نامعلومې نړۍ کې پېښېږي-چاپيريال يې زمونږ او ستاسې ته ورته نه دی. جادويي رياليزم بيا د فانټازي عناصر (خارق العاده مجودات/پېښې) په عادي او همدې نړۍ (کور او کلي) کې چې مونږ او تاسې ژوند کوو، پېښېږي. 

سورياليزم: سورياليزم او جادويي رياليزم يو بل سره تړلي ښکاره کېږي-دواړه خوب ته ورته کيفيت لري. څېړندوی محمد صديق روهي په خپل اثر، ادبي څېړنې، کې ليکي: “سور رياليزم پر غير عقلي فلسفه باندې تکيه کوي(۳: ۴۰۵).” له بلې خوا، جادويي رياليزم هم غير عقلي عناصر له واقعي ژوند سره ګډوي. 

مګر، د دواړو تر منځ يو ژور توپير شته دی. سورياليزم ذهني دی او جادويي رياليزم مادي.په بله وينا، سورياليزم په د لاشعور په سيند کې غوټه وهي او زمونږ هېرې شوې مرغلرې دباندې راباسي او دا اکثراً سمبوليکې وي؛ کټ مټ ورځني ژوند ته ورته نه وي-لکه ګرول شوې ښيښه. ولې جادويي رياليزم په بيرونۍ نړۍ کې ترسره کېږي. 

سورياليزم، که د يوې کوټې رسم کاږي، نو د اجزاوو تر منځ يې منطقي تړون له منځه وړي-کړکۍ د دروازې پر ځای راوړي او دروازه د کړکۍ. په دې ډول، د واقعيت  د ادلون بدلون په نتيجه کې د لوستونکي/کتونکي توجه راجلبوي. د ماکس ارنست، جرمن سورياليستيک نقاش، د هاتي خرطومه له شا راوتلې او ښکرونه يې په خېټه کې دي. خو جادويي رياليزم، بالعکس، غير واقعي څيزونه او پېښې واقعي کوي-لکه د هروکي مورکمي په يوه کيسه کې له واورې جوړ سړی، چې عقلاً د منلو نه دی، په عادي ډول د خلکو تر منځ ژوند کوي. 

ساينس فيکشن: ساينس فيکشن د ساينسي اصولو په رڼا کې د راتلونکي زمانې پرمختګونو کيسې دي چې هم يې کرکټرونه، پېښې او هم يې چاپيريال/نړۍ له ورځني واقعيت سره توپير لري او په دې ډول له جادويي رياليزم سره تمايز پيدا کوي. جادويي ټول غير واقعي نه دی، بلکې ډېره برخه ورځنی واقعيت دی او يوازې يو يا دوه عنصره جادويي او غير واقعي دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب