Homeخبرونهد ناټو سرمنشي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ به ډېر...

د ناټو سرمنشي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ به ډېر کړي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۱) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ډېر ننګوونکی او ستونزمن دی.

ده په عین حال کې وویل، د امریکا او ناټو ځواکونه باید یو نه یو وخت وتلي وای او افغانان باید د خپلې راتلونکې مسوولیت په غاړه واخلي.

ستولتنبرګ په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د ناټو ځواکونو د ایستلو پرېکړه له خطر سره مله ده، خو د پاتې کېدو په صورت کې یې هم د نورو جګړو، نورو مرګ ژوبلو او د ناټو متحدانو ته د نور خطر احتمال شته.

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې دا تړون به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ زیات کړي او دا به یقیني کړي چې د تړون غړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په کافي اندازه پیسې ځانګړي کوي.

ستولتنبرګ دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد پرون وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم د ناټو او امریکا هوايي ځواک ښايي له بهره د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...