جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهجرمني سفارت: د سفارت لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې روانې...

جرمني سفارت: د سفارت لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي

تاند(سه شنبه، د جوزا ۱۱) په کابل کې د جرمني سفارت ویلي، د دې سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د سفارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې هېواد یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.

په ټویټ کې وړاندې لیکل شوي چې دا هېواد په کابل کې د خپل سفارت لپاره نوې ودانۍ جوړوي او په وینا یې چې دوی به په افغانستان کې پاتې کېږي.

د جرمني سفارت ودانۍ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یوه چاودنه کې زیانمنه شوې وه چې اوس یې د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي.

په هغه چاودنه کې له سلو زیات افغانان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...