Homeخبرونهکډوالو چارو ادارې له بې ځایه شویو افغانانو د نړیوالې ټولنې پر...

کډوالو چارو ادارې له بې ځایه شویو افغانانو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی

تاند(سه شنبه، د جوزا ۱۱) د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادې ادارې پر خپله ویب‌پاڼه لیکلي چې د بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی له کوربنو سره د ملاتړ لپاره نویو ژمنو ته اړتیا ده.

دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له میلیونونو افغانانو سره چې خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري او هم له هغو هېوادونو سره چې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې یې بې ځایه شویو افغانانو ته خوندي ځای برابر کړی دی ورسره پیوستون اعلان کړي او اړینې مرستې ورسره وکړي.

د دغې ادارې د اسیا برخې مشر اندریکا راتواتي ویلي، دغه اداره او نړیواله ټوله باید تر بل هر وخت ډېر اوس له بې ځایه شویو افغانانو سره چې د جګړې قربانیان دي ودرېږي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې د دوی نه هېرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...