سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+اصغر افغان ريکارډ ماتونکی لوبډلمشر

اصغر افغان ريکارډ ماتونکی لوبډلمشر

محمد طاهر (ابشار) 

د نړيوال کرکټ سره بلدتيا، په کرکټ پوهيدل، د کرکټ اصول او په ټوله کي د کرکټ لوبه ډيره جالبه او خوندوره ده. موږ ډير لږ وخت کيږي چي د کرکټ سره اشنا سوي يو، د کرکټ نړيوال جام کي لوبيدل د افغانانو لپاره يو خوب وو، دا خوب د کرکټ لوبغاړو په حقيت بدل کړ. د افغانانو ددې خوب د رښتيا کولو لپاره لسګونو لوبغاړو خوارۍ کښلي، چا د خپل فټنيس په خاطر په ځان شپه او ورځ يوه کړې وه، چا د نوم او شهرت موندلو په خاطر شپه او ورځ يوه کړې وه او چا بيا په لوبډله کي د ځای پيدا کولو په خاطر پر ځان شپه او ورځ يوه کړې وه خو په ټوله کي د هيواد د نوم ځلولو په خاطر ټولو هلي ځلي کولې. 

زه د ډيره وخته د کرکټ سره نژدې پاته سوی يم، تر يو اندازې د کرکټ په اصولو پو هيږم او لږ اندازه معلومات هم لرم. کوم کرکت چي موږ افغانان کوو د نړۍ د نورو هيوادونو د کرکټ سره ډير توپير لري. زموږ يو لوبغاړی چي په يوه لوبه کي سليزه ووهي تر هغه ښه لوبغاړی په نړۍ کي نه وينو او په دوهمه لوبه کي که په صفر و سوځي تر هغه بد او خراب لوبغاړی په نړۍ کي نه وينو. د سيالي لوبډلي په وړاندي يوه بريا په ډزو لمانځو په کلو بانډو او ښارونو کي سپين ږيري او ماشومان له خوبه باسو خو په نوره نړۍ کي دا ډول نه وي هلته هرڅه بل ډول وي. 

سچن ټنډولکر په نړۍ کي د زياتو سليزو ريکارډ لري  هغه دا ريکارډ په ډير زيات وخت کي تر لاسه کړ، د هندوستان کرکټ بورډ سچن ته زيات وخت په دې خاطر ورکړ ترڅو يو داسي ريکارډ جوړکړي چي ماتيدل يې اسان نه وي. هغه په 1989 زيږديز کال کي نړيوال کرکټ پيل کړ او په 2013 زيږ ديز کال کي تقاعد سو. په ياده موده کي يې 51 سليزي په ټسټ کرکټ کي او 49 سليزي يې په يو ورځنيو سياليو تر سره کړې چي ټول ټال يې 100 سليزي و وهلې دومره زيات وخت يې په همدې خاطر ورکړ ترڅو د سليزو سليزه ووهي، دې ته ورته و سيم اکرم، متايا مورلي دهرن، سنګکارا،  جيوردنا او سنت جي سوريا هغه لوبغاړي وه چي هيوادونو يې ياد لوبغاړي ډير زيات و لوبول تر څو نړيوال ريکارډونه خپل کړي، که ګوګل کي لټون وکړی د هر ذکر سوي لوبغاړي په نامه ريکارډونه به و مومی. 

افغانستان هم د اصغر افغان په شتون کي يو ډير په زړه پوري ريکارډ لري چي د لوبډلمشرۍ په جريان کي يې زياتي لوبي ګټلي دي، اصغر افغان د شل اوريزه کرکټ په لوبډلمشرانو کي لومړۍ مقام ځکه تر لاسه کړ چي په 52 لوبو تر سره کولو سره 42 ګټلي، تر ده مخکي د هندوستان هيواد مخکني لوبډلمشر دهوني په 72 لوبوکي 41  ګټلي وې که افغان د يو څه مودې لپاره پريښودل سوی وای او کرکټ بورډ سيريزونه ورته برابر کړي وای شايد دا ريکارډ يې نور هم ټينګ سوی وای، داچي زموږ يو بل لوبډلمشر دې حد ته رسيږي تر څو خپل د لوبډلمشرۍ په دوره کي زياتي لوبي وګټي شايد داسی چانس په اسانۍ سره ونه مومو. په هر فارمټ کي چي اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کي ښه ريکارډ لري بايد په همه هغه کي پاته سوی وای، دوه نور فارمټونه لرو هلته دي نوي لوبډلمشران ازمايل سوي وای ترڅو د هغوی لپاره تجربه او د اصغر لپاره په عزت د رخصتيدو لاره هواره سوې وای.  

زموږ لوبغاړي زموږ وياړ او زموږ عزت دي، هر لوبغاړی چي تقاعد اخلي او يا د کفتانۍ څخه ليري کيږي بايد په درنو مراسمو کي په عزت ولاړ سي ترڅو نړيوالو ته مو د خپلو اتلانو قدر ښودلی وي او قدرمن کړي مو وي.  

1 COMMENT

  1. ډېره مننه ابشار صاحب ښه معلومات دې ورکړل، بله دا چې دلته داخلاقو، احترام او د انصاف په لوړه کچه کمی دی، زما په اند کرکت بورډ خو د دغو لوبغاړو له برکته منخته راغلی اوس چې په بورډ کې پوه نا پوه معلوم ندی خو د ځانی غوښتنو پربنسټ پرېکړې کوی، زه منم چې اصغر افغان به په یوه دوه لوبو کې ښه لوبه نه وی ترسره کړې خو لوبډلمشری یې ښه کړې لوبډله ورسره یو موټی ده، اصغر یو ښه لوبډلمشر دی د لوبډلې لپاره د هېواد لپاره یې ډیرې قرباني ورکړې ده په 2017 کې یې چې ایرلینډ سره لوبې لرلې څو لوبې مو د راشدخان په لوبډلمشرۍ کې وبایللې چې ده عملیات کړی وه د لوبډلې د بریا لپاره یې په ټپي ځان مېدان ته ښکته او ښه لوبه یې ترسره کړه لوبډله یې وژغورله کرکټ بورډ دې نر شی هغه لوبغاړی چې په بډیو لوبډلې ته رازی مخه دې ونیسی دوي دې ورڅخه بډې نه اخلی د مثال په توګه یوداسې لوبغاړی چې اوس د نړۍ د کرکت په لوبغالو راچ کوی هم د بډو له اخیستو وروسته لوبډلې سره یوځای شوی لوبغاړي دهېواد ویاړلی شخصیتونه دي مونږ پرې ویاړو باید د شخصی ګټو قربانی نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب