یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

۱۱مه برخه

لومړی څپرکی

استاد شهسوار سنګروال

ساک ، ساکان او سکستان:

 

يو شمېر ختيځپوهان انګېرې چې ساکان د مخزېږدي اوومې پېړۍ په پيل کې د کپکاس له غرونو را تېر شول، د باختر په شمال، مينځي اسيا، په ځانګړي ډول اذربايجان کې په یو شمېربریدونو او ګواښونولاس پورې کړ ،چې  بيا له ماديانو سره لاس او ګرېوان شول.

د «بارټولډ» د څرګندونو له مخې ساکانو د مخزېږدي اوومې پېړی د زرنجيانا شاوخوا سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او ورورو يې بيا د يوه حکومت بنسټ کېښود.

د بارتولډ د خبرې مانا دا نده چې دغه وګړي يو ناڅاپه دغه سيمې ته را ننوتي دي، بلکې ساکان يو جنګيالی ټبر وه، چې د کسپين له سمندرګي نيولې تر يورال او بيا تر ميځنۍ اسيا پورې را رسېدلي دي.

«د هخامنشي پاچاهانوپه ډبرليکونوکې په ډاګه شوې، چې د ساکه ټبر د امو ها غاړې ته د پامير په شاوخوا کې، د هومه راوړونکيو، ياد ګړڼديو ساکانو په نومونو، د هغو پاچهانو تر ادارې لاندې اوسېد لې او د پارت له لارې د زرنګه – درنګيانه ځمکې ته را تېر شوي، خپل نوم يې سکستان = سيستان ته ورکړی وو،او هم يې د هندوکش په شمالي سيمو او باختر کې ژوند کاوه، چې کورنۍ يې بيا له دې ځايه لوېديځ او ختيځ خوا ته خپرې اوکډه شویدي .

 د دوی پېښې د اريايانو د تاريخ برخه ګڼل کېږي.»او په اولسي روايتونو کې هم«ساک = سهاک» د يما = ياما (جمشېد) د خور زوی ګڼل شوی دی، او ويل کېږي چې د ياما واکمني د خپل خوريي لخوا له مينځه لاړه. ولې وګړي له ده څخه خوابدي شول، نو بيا يې د «کاوه» نومي پښ په سردارۍ او د فريدون په سردارۍ پاڅون وکړ سهاک ماته وخوړه.

فريدون چې د يما زوزات ګڼل کېده، د ده په مټ  پېشدادۍ کورنۍ يو ځل بيا واک ته ورسېده.

له پېشداديانو وروسته د کاويان د کورنۍ لومړی واکمن «کی قباد» واکمن شو، چې له ده نه وروسته «کيکاوس» او له وروستي ټولواک «کی خسرو» نه وروسته په بلخ او باختر کې «اسپه کورنۍ» واک ته ورسېده.

له «لهراسپ» نه وروسته د ده زوی ويشتاسپ (ګشتاسپ) يو ځواکمن واکمن وه، چې زرتښت دين د يوه «واحد خدای» يا اهوره د لمانځنې لپاره مينځته راغی او د اوستا سپېڅلی کتاب يې د غوايانو پر ۱۲۰۰۰ پوستکو په سروزرو وليکه، چې له بده مرغه د بهرنيو يرغلګرو لخوا يې ډېره برخه زيانمنه شوه.

پدغه اوستايي عصر کې چې کوم قومونه د مخزېږدي زرو کلو په شاوخوا کې په باختر، اراکوزيا (اراخوزيا)، درنګيانا او يو شمېر نورو سيمو کې اباد ول، يو هم ساکي (امورګی ساک) ټبر وه.

که څه هم په دغه وخت کې ساکانو د زرتښت دين نه وه منلی، ښايي چې د لمر خدای د اسمان خدای، د ځمکې خدای يا د نورو مقدساتو لمانځنه به يې کوله.

ولې دلته د ساکانو د شتون څو لاملونه د پام وړ دي. لومړی خو همدا چې په زرتښتي متونو کې ساکو ته سپکې سپورې ويل شوې دي. دويم داچې همدغه سند دا په ګوته کوي چې ساکان له زرتښتيانو سره، ګاونډيان ول.

«د ميلاد نه د مخه د زرو کلونو په نيمايي کې په پامير او هغه ته په نژدې سيمو کې يوه واحده ټولنه جوړه شوې وه چې واحد کلتور يې لاره. تصور کېږي چې دا د «هوماورګ ساکو» ټولنه وه چې د نقش رستم په يادګار او د «دارا» (دار = داريوش) په نورو کتيبو کې ياد شوی دی. هېرودوت (امورګي سکيفيانو) د نړۍ جنوب ختيځ څنډې ښوولې دي.»(۱

که څه هم د ايراني داريوش Daius په کتيبو کې د دوی يادونه شوې ده، ولې په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې دوی د خپلې واکمنۍ په مهال د کوشانيانو په پرتله دومره لرغوني يادګارونه اوسني کول (کهول) ته په ميراث ندي پرې اېښي، چې اوس يې له بابته ډېر تیاره ګوټونه روښانه شوي وای.

که څه هم موږ د مخه د زرتښتي يادښتونو له مخې انګېرل، چې ساکان يې غندلي دي. ولې يو شمېر واکمنو بيا، نه يوازې د دوی د ځواک ستاينه کړې ده، بلکې د دوی د ښو کړنو جاج يې هم اخستی دی.

«د ميوسيوفوشه په وينا لوی کوروش څلورسوه پنځوس مخزېږدي، د سيستان د نيولو پر وخت، دا ساکان د دوی د ښو خدمتونو له امله، ښه کړوني (په يوناني کې ايويرګټ Evergetes) بلل. همدا خلک د درېسوه دېرش مخزېږدي په شاوخوا کې په همدې ځمکې اوسېدل، چې سکندر هم دوی نازولي وو او ښه نرمه رويه يې ورسره درلوده.»(۲)

ساکان که د يوه جنګيالي ټبر په توګه د هخامنشيانو او يونانيانو د واکمنۍ په مهال پياوړي ول، خود پوره وړتيا څښتن هم وه. نو د همدې ځواک له مخې يې بيا يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه. ساکان که په مينځنۍ اسيا کې استوګن وه او که په مينځني ختيځ کې، يا په ختيځه او لوېديځه اريانا کې، خو پخپل يو موټيتوب يې په دويمې مخزېږدي پېړۍ کې، د اوسني سيستان په شاوخوا پراخه سيمه کې، د يوې لويې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود. (پارت په ساکي ژبه تبعيد شوي ته وايي) ساکانو په ۱۲۰ ق م، ۷۲ ق م، ۵۸ ق م او ۴۸ ق م کلو شاوخوا کې، چې لومړی يې د ارغنداب په سيمه کې د يوه حکومت بنسټ کېښود.

بيا يې له اوسني افغانستان نه را واخله تر پنجابه، د اوسني اېران ځنې برخې، د خپلې ټولواکمنۍ لاندې راوستې. ټکسلا يې هم ونيوله او شهينشاه يې د «مايوس» په نوم يادېده.»(۳)  یوشمېرڅېړونکې په دې اند دي، چې

سیستا ن ،کند ها ر،زرنګ، هېتو مند، (هېرمند، هلمند) اوله پارس نه نیولې ترټکسلاپورې سیمې ددۍ دواکمنۍ برخه وه، چې پلا ز مېنه یې سیستا ن وو .

یا قوتې حموي وا یې،له کشمیر نه دسیند تر غا ړې اوبیا عرب تر سمندر ګي پورې دغه ټوله پرا خه سیمه ددوۍ دټولواکمنۍ برخه وه .

لرغون پوهانو دغه ځمکه شپاړسمه نا حیه بللې ،ولې په اوستاکې « ۱۱» نا حیه بلل شویده  . لوې سیستا ن هغه مهال ډېر نا متو شو،چې سا کا نو یوه لویه ټولو اکمنۍ جوړه کړه … دمحمد تقي بها ر خبره،سیستا ن سکستا ن دی او مخکې تر هغه دسیستا ن نو م « زرنګا » وو.

ویل کېږي ګرشا سپ لومړی واکمن وه،چې  په سیستا ن  کې د یوه ښا ربنسټ کیښو د  . ولې یوشمېر روایتو نه شتون لري چې دلته ضحا ک (سهاک )میلمه شوی وه ، نو ځکه دا سیمه د سها ک پنو م ونومول شوه …خولرغون پو ها ن ټینګا ر کوي چې کله سا کانوهجرتونه پیل کړل نو دویم اشکا ني فر ها د (۱۳۶م ز—۱۲۸ م ز) به مها ل په زرنګ کې میشت شول .

سترا بو ن اوبطلیموس له هیرودوت سره په لږ توپیر « درانګي » ګڼلی دی ، مسیوبار تولد د « زرانچي » اوسېدونکي اسکا یی ( سا کا ن ) بللي دي .

د تاريخ په دغه مهال نه يوازې سهاکو  له اوسني افغانستان نه بهر په ختيځ او لوېديځ کې، د يوې لوی ټولواکمنۍ بنسټ کېښود، بلکې د دوی له واک نه وروسته د دوی تربورانو کوشانيانو هم يوه پراخه امپراتوري جوړه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب