سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهسلګونه زره افغان ماشومان په نشه‌يي توکو روږدي دي

سلګونه زره افغان ماشومان په نشه‌يي توکو روږدي دي

تاند(سه شنبه، د جوزا ۱۱) نړۍ کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې شپږ ميليونه ماشومان له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي او يو ميليون يې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني نن د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان شپږ میلیونه ماشومان په ۲۳ کتګوریو کې له خطرونو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې اووه هغه یې د تاوتریخوالي سره مخ دي، ۴۸ سلنه ماشومان په وړکتوب کې ودونه کوي او ۸۰ سلنه ماشومان بیا واده کولو ته اړ کېږي.

د ښاغلي جیلاني په خبره: “اوسمهال په هېواد کې ۷۷ سلنه ماشومان وهل شکنجه ویني، ۶۶ سلنه یې فزیکي وده نه لري او ۳۶ سلنه نور ماشومان په سوی‌تغذي ناروغۍ اخته شوي دي.”

د مالوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې دمګړۍ ۱۹۶ زره ماشومان معلولیت لروونکي دي او په سړکونو کې د هرو درېیو ماشومانو له ډلې یو هغه یې خیرات راټولوي.

د یادونې ده چې نن ولسمشر غني د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي.

دده په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او هغوی یې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې ماشومان د هېواد راتلونکې دي او افغان حکومت ژمنه کوي چې دوی ته به د زده کړو او روغتیا په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د معلوماتو له مخې په لرو پرتو سیمو کې ماشومان له زده کړو محروم دي، ښوونځي نه لري، د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او ډول ډول ناروغۍ یې ژوند ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب